گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » افغان سوله اوپرمخ پرتې ستونځی!
افغان سوله اوپرمخ پرتې ستونځی!

افغان سوله اوپرمخ پرتې ستونځی!

سوله د مصالحې او یا هم Reconciliation په معنى، د دوو او یا هم ډیرو دښمنانو ترمینځ د دښمنی او جګړو د ختمولو په موخه د یوه بی پرې، بی غرضه، باوری او د دښمنانو له ګټو، حساسیتونو او غوښتنو خبر دریم کړی په مینځګړتوب د څه واخله او څه ورکړه پر بنسټ یوې جامع هوکړې ته رسیدل د سولې تعریف ګڼلاى شو.د افغانستان په شان جګړه ځپلی هېـواد کې د ســولې په موخه د د دریـــم ګـــړی لپاره اړیـــن ګامــــونه:دریم ګړئ باید د جګړې د دواړو خواوو د لیدلورى په تړاو بشپړ معلومات ولری.

۱- هغوى څه غواړی؟

۲- له کوم ډول صورت حال څخه تشویش لری چې؟

۳- د څه په هکله فکر کوی؟د هغوى د پرېکړو کولو مراحل څه ډول جوړښت لری؟

۴- ایا د هغوى په پریکړو باندی سیاسی او یا هم نظامی فشار اغېزمن ثابتېداى شی؟

۵- ایا د جګړې یو لورئ فکر کوی چې وخت او شرائط یې په ګټه دی؟

۶- سولې ته د رسیدو په وړاندې کومې ستونځې، ګواښونه او خنډونه پراته دی؟

۷- کله چې مذاکرات پیلیږی نو هغه اساسی اړین او بنسټیز نکات کوم دی چې ورباندې کلک او غیر متزلزل دریز ونیول شی او هیڅکله ورباندې معامله ونشی؟

۸- د عمل په ډګر کې هغه کوم ګواښونه او امتیازات دی چې دریمګړئ له بنسټیزو او اساسی موخو څخه لاس په سر کیدو ته اړباسی؟

دسولې په تړاو یوې بشپړې هوکړې ته له رسیدو وړاندی په پورتنیو مختلو برخو کې دمعلومات ترڅنګ یو تر بل سره د دغو مواردو تړل او همغږی مهم رول لوبوی.د دریم ګړتوب د تګلارو د بریا په موخه مرکچی یا دریم کړئ باید په مذاکراتو کې د جګړې د دواړو خواوو لخوا د ګډون کونکو د پریکړو وړتیاوې، یووالی، یا هم د پریکړو په تړاو د هغوى د نیمګړتیاوو، په ځانګړی توګه هوکړې ته د سولی په برخه کې په حکومتی چوکاټ کې د ننه ژور او پراخه اختلافاتو په هکله بشپړ معلومات ولری.

د افغانستان په شخړه کې د ذیدخله خواوو ترمنځ د اړیکو خورا ښکته او د بی باوری لوړه کچه د سوله پروسه او یوه جامع حل لارې ته د رسیدو هوډ او هڅې نورې هم پیچلې کوی.د بیلګی په توګه د افغانستان اوسنى حکومت کمزورئ او پاشلئ ده. که لږ شاته لاړ شو او د طالبانو د وخت حکومت په هکله مطالعه وکړو هغوى تر اوسنی حکومت څخه هم کمزورئ وه.مونږ یقیناً پوهیږو چې که طالبان جګړه بس کوی او د سوله ایزې مبارزې لاره غوره کړی، نو په پوره باور سره ویلاى شو چې د جګړو د ختمولو په پایله کې د اختلافاتو له امله د هغوى حکومت هم کمزورئ او پاشلئ وی.که څه هم د افغانستان ختیځ او لویدیځ ګاونډی حکومتونه د اففانستان په هلکه تیت او پاشلی نظرونه لری، خو د پاکستان اردو، د ایران اخندان او سپاه پاسداران په بی رحمانه توګه په افغانستان کې د خپلو ناروا موخو او اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د یوه تړلی او متمرکز تعقیب وړتیاوې لری.

سولې ته د رسیدو لپاره د ذیدخله خواوو ترمنځ د اړیکو نشتوالئ هوکړې ته د رسیدو لپاره زمونږ د هیلو غوټئ رژوی.د حکومت او طالبانو ترمنځ او د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د هڅو په تړاو د حکومت بی باوری هغه ګواښونه دی چې سولې ته د رسیدو کاروان له خنډونو او ستونځو سره مخ کولاى شی.باید ومنو چې د سولې په موخه په مذاکراتو کې د دوو بنسټیزو کورنیو اړخونو یعنې حکومت او طالبانو ورهاخوا خورا ستونځمن بهرنی بعدونه هم لری چې عمدتاً امریکا او پاکستان یادولاى شو. پورته یاد شوی هیوادونه زمونږ که زمونږ د ستونځو غوښنه برخه جوړوی، نو د حل په تړاو هم یاد هیوادونه مهم رول لری. .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا