گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » افغان سوله اودسیمې هیوادو نه!
افغان سوله اودسیمې هیوادو نه!

افغان سوله اودسیمې هیوادو نه!

د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې خبرې وروستی پړاو ته نږدې شوې، داسی تمې وې چې د اتم پړاو په وروستیو کې به د طالبانو او امریکا ترمنځ‌ تړون لاسلیک او بیا به په رسمی توګه د روسیې او چین هیوادونو له خوا د تړون د ښه پلی کېدو د تضمین اړوند نړیواله غونډه جوړیږی،‌  د ملګرو ملتونو او اسلامی همکاریو سازمان نړیوالې ادارې به هم شتون لری،‌ له دی سره سره به له قطر هیواد سربیره د پاکستان او ایران استازی هم د تړون پر مهال موجود وی،‌ او هغوی به هم د شاهدانو او یا ناظرینو رول لری،  او له یاد تړون څځه به په نړیواله او د سیمې په کچه ملاتړ کیږی.چینایې چارواکې؛ چې په هیواد کې یې له ګڼ شمیر چینایې مسلمانانو سره د بد چلند په اړه راپورونه ورکول کیږی، کیدای شی اندیښنه ولری چې د طالبانو واک ته رسېدو سره به یغور مسلمانان هم د چین دغه ډول له کرکې ډک چلند له امله غبرګون وښیې. ولې ښکاری چې بیا هم چین چمتو دی چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون د پلی کېدو لپاره دتضمین کوونکی هیواد په توګه رول ولوبوی.روسیه چې لا هم په افغانستان کې د داسی نظام پلوی ده چې په راتلونکی کې ددوی ګټې هم په سېمه اوافغانستان کې خوندی وی،پرته له شکه دطالبانو اړوند به یې ټولې اندیښنې له منځه نه وی وړل شوې،ولی اوس مهال روسیه ښه ګڼې چې د افغانستان د نظام چارې طالبانو ته وسپارل شی،اود سولې تړون دتضمین کوونکی هیواد رول ته چمتو دی.پاکستان امتیاز غواړی:پاکستان هیواد چې هر وخت یې غوښتې او غواړی چې د افغانستان له جګړې او سولې څځه امتیاز تر لاسه کړی، اوس مهال چې د طالبانو او امریکا ترمنځ مخامخ خبرو کې څنډې ته پاتې شوی، هغوی کیدای شی چمتو به نه و چې د طالبانو او امریکا ترمنځ‌ د سولې تړون لاسلیک مراسمو کې برخه واخلی، ځکه د پاکستان لومړی وزیر په سپینه ماڼۍ کې له ټرمپ سره د لېدنې پر مهال ویلی و چې طالبان به وهڅوی چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کینی او له طالبانو سره د افغان – امریکایې پوهنتون دوه بندی استادانو په خوشی کولو کې به هم مرسته وکړی.تر دې مهال چې د طالبان او امریکا ترمنځ د اتم پړاو خبرې پای ته رسیدلی، له عمران خان سره طالبانو نه و کتلی.همدارنګه د کشمیر مسئله هم د پاکستان لخوا د افغانستان مسئلې پورې تړل کیږی، ‌چې دا د پاکستان ناسم او ناکاره سیاست دی، ځکه په افغانستان کې د جګړې اوږدېدل د هند په ګټه او د پاکستان په زیان ده.ایران د ګډحکومـت اوټـاکنـومـلاتړکـوی:ایران چې اوس مهال یې د افغانستان د ګډ ‌حکومت سره اړیکې ډیرې نږدې شوې، هغوی ټینګار کوی چې د سولې مذاکراتو کې محوری رول باید افغان حکومت ولری،  له همدې امله ده چې اوس مهال ایران د افغانستان د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ننګه کوی، او د امریکا – طالبانو د سولې تړون پلوی نه کوی، ایران فکر کوی که د طالبانو او امریکا ترمنځ سوله وشی، نو بیا به د امریکا لخوا ایران ضد کړنو ته لا ډیره زمینه برابره شی.ایران په تیرو څو میاشتو کې ډیره هڅه وکړه چې طالبان وهڅوې چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړی، ولې طالبانو ونه منله. ایران د همداسی سولې خبرو بې خونده تجربه د استاد ربانی د حکومت پر مهال د تاجکستان د اسلامی نهضت (عبدالله نوری) او تاجکستان حکومت ترمنځ هم لری، چې پایله کې یې د تاجکستان اسلامی نهضت په بشپړه توګه له منځه ولاړی او د تاجکستان لپاره ایران او د هغه وخت افغان حکومت لوی خدمت وکړ.ایران هم په افغانستان کې د خپلو ګټو پر بناء تګلاره جوړوی، د هلمند سیند اوبه، د اهل تشیع مذهب اړوند به تیرو ۱۸ کلونو کې لاسته راوړنې، او دا رنګه له طالبانو سره مذهبې توپیر هغه څه دی چې ایران په افغانستان کې طالبانو ته د ډیر واک په لرلو کې اندیښنې لری.                                                           ولی هند د افغان سولې مخالفت کوی؟د هند اوسنۍ اداره په خپل ټول توان په افغانستان کې د سولې مخالفت کوی، هغوی غواړی چې دلته جګړه دوام وکړی، د ځینو افغان سیاستوالو له نظره دوه لامله یې کیدای شی:لومړی: هند لا هم اندیښنه لری چې کیدای شی پاکستان پر طالبانو زیات نفوذ ولری، که طالبان واک ته رسیږی، نو په افغانستان کې به د هند ګټې له ننګونو سره مخ کیږی، له تیرو ۲۶ کلونو راهیسی هند په همدې ناسم فکر او د طالبانو اړوند یې تګلاره له بدبینې او بې ځایه اندیښنې ډکه ده.دوېم: هند ځکه په افغانستان کې د جګړې پلوی دی، دوی فکر کوی که په افغانستان کې سوله او امن راشی، نو ډیری اسلامپال جنګیالی به د کشمیر لورته ولاړ شی، له کشمیری مجاهدینو سره به یوځای او د هند په ضد به جګړې کوی، ښه ګڼی چې اسلام پاله جنګیالی د کشمیر پر ځای په افغانستان کې مصروف وساتل شی.له همدې امله ده چې هند په خپله  هند-افغان تګلاره کې دخپلوګټوساتلو لپاره دپاکستان په نسبت عمیق سوچ کړی،ځکه خو موږ مخکې وویل چې افغانستان کې سوله د پاکستان په ګټه هم ده، ولی پاکستان لا هم لا زیات امتیازات غواړی.پاکستان ځینې امتیازات هضمـول غواړی:ځینې سیاستوال فکر کوی چې پاکستان به  افغان سولې کې دهغه امتیازاتودهضم کېدو فکر کې وی چې د حامد کرزی د حکومت پرمهال اوبیا د ګډ حکومت لخوادوی ته په تیر۵ کلونو کې ورکول شوې،مثلا پرډیورنډ لیکه داغزن تارغځول،په تورخم دراوزې باندی موانع،دکندهارسپین بولدک اوشورابک ولسوالیو،دننګرهاردګوشتې ولسوالی،دخوست د ګربزوولسوالی اوکونړځینو سېمو کې دپاکستانې پوځیانولخوا دافغان خاورې لاندی کول.   

 د سولې تړون ځنډ دچا په ګټـــه دی؟که له امریکا سره د سولې تړون نور هم وځنډیږی، د دې امکان شته چې ولسمشریزې ټاکنې وشی،  خو پایلې به یې جنجالی او د بیا ځل ګډ حکومت امکان به هم تر ډیره نه وی، ولی اوس مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تګلاره داده چې ولسمشریزې ټاکنې ونه شی، خو ممکن د پنټاګون او سی آی اې تګلاره دا نه وی کیدای شی د ټرمپ اداره د امریکایې پوځیانو ژر وتل غواړی، خو په امریکا کې هم پریکړه د یو شخص او یوې ادارې لخوا نه کیږی، له همدې امله ده چې خلیلزاد بیړه لری، خو د امریکا نظامی او استخباراتی ادارې ممکن هڅه کوی چې له طالبانو سره د سولې تړون ژر ونه شی.داسی فکر کیږی چې که د سولې تړون نهایې کیږی او یا هم ځنډول کیږی،
پر طالبانو به یې تاثیر نه وی، بلکې په دواړو حالتو کې طالبان ګټه کوی، ځکه خو لویدیځې او امریکایې رسنۍ هم راپورونه ورکوی چې طالبان بیړه نه لری.که د سولې تړون لاسلیک له ځنډ سره مخ کیږی، تر ډیره بریده د پړې ګوته د امریکا او افغان ولس لخوا د امریکا دولت ته نیول کیږی، همدارنګه له طالبانو سره د امریکا د سولې تړون اړوند افغان حکومت هم پر امریکا نیوکې کوی، له همدې امله ده چې بیا هم د سولې دتړون اړوند ډیر فشاربه امریکا ته متوجه وی،‌نه طالب ته.

طالب په زور که سوله راځی:لویدیځوال پوهیږی او وایې که له طالبانو سره سوله وشی او په سولئیز ډول کابل ته راشی، نو د ۱۸کلنو په جریان کې ډیر پړسول شوې او شتمن شوې به په امن کې وی، د دوی شتمنۍ به هم خوندی وی، خو که طالبان په زور کابل ته راځی بیا به د امریکا پلو افغان چارواکو هر څه له خطر سره مخ وی، ولی لا هم زموږ ځینې افغان سیاستوال دغه باریکې نه حس کوی، او له طالبانو سره د سولې د تړون مخالفت کوی،‌زما د معلوماتو له مخې، د ګډ حکومت مشران، ځینې پخوانی جهادی رهبران، حامد کرزی او ځینې مطرح سیاستوال له طالبانو سره د امریکا د سولې تړون اړوند اندیښنې لری،‌ ولی په ټوله کې د پخوانۍ شمال ټلوالې مطرح سیاسی اشخاصو بیا خپلې اندیښنې کیدای شی له طالبانو سره شریکې کړی وی او هغوی د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون اړوند زیاتې اندیښنې نه لری.

کومې اندیښنې؟ځینې نور مسایل دی چې خلک غواړی په اړه یې پوه شی، ډیری ولسی خلک په دی نظر دی که طالبان د اوسنیو چارواکو سره په حکومت کې په یو شکل د اشکالو شریک شی، دا چې ولس له پخوانیو او اوسنیو چارواکو ښې خاطرې نه لری، نو ولس به د طالبانو په اړه هم بدګمانه شی، او دا رنګه د موقت حکومت خبره کیږی، چې کیدای شی موقت اداره به ډیر واک او کنټرول ونه لری، او بیا به هم ګډوډې روانه وی.بله خبره د اوربند ده، پخوا داسی فکر کیدی چې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې تړون لاسلیک شی، طالبان به له افغان حکوت او افغان سیاستوالو سره سمدستی خبرې پېل او په ټول هیواد کې به اوربند اعلان شی،  اوس ښکاری چې طالبان به لومړی جز ته چمتو وی، ولی چې ځان ګټونکی ګڼی، دوېم جز (اوربند) ممکن سمدستی اعلان نه کړی، کیدای شی له افغان سیاستوالو + حکومت سره د خبرو پر مهال به طالبان پر دوو مسئلو له دوی سره بحث او بالاخره ممکن توافق ته رسېدل غواړی:

۱ – د راتلونکی نظام بڼه او د حکومت نوم، د واکونه ویش

۲ – د شرایطو په نظر کې نیولو سره اوربند

بله اندیښنه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې د امریکا استخباراتې فعالیت اړوند ده، زما په اند چې طالبان دې مسئلې ته متوجه دی،‌ او کیدای شی په اتم پړاو کې پر دی باندی بحث شوی وی، زه باوری یم چې د امریکا / ناټو پوځیانو تر وتلو وروسته به امریکا او ناټو په افغانستان کې استخباراتی او نظامی فعالیت تر هیڅ یو نوم لاندی ونه لری.د نیوزویک ورځپاڼې وروستی راپور چې امریکایې پوځیان به پر طالبانو حملې نه کوی، د افغان امنیتی ځواکونو روزنه به دروی، داسی ښکاری چې امریکا غواړی افغان حکومت باندی د سولې برخه کې فشار راوړی،‌ او حکومت ته وښیې چې د جګړې پر ځای سولې ته چمتو و اوسی.کوم فشارونه شتونی دی:که طالبان خپلو سیاسی هڅو او بهرنیو هیوادونو ته سفرونو ته دوام ورکړی، دا پر افغان حکومت فشار دی،‌ او دارنګه که حکومت نظامی تګلارې ته ترجیح ورکوی، نو پرته له شکه چې ولس به لا زیاته فاصله ور سره نیسی.اوس چې ایران کرار کرار د سولې مخالف جهت کې ځای نیسی، او بل خوا سعودی عربستان په لومړی ځل په تیرو ۱۸ کلونو کې غیر مستقیم له طالبانو سره د اړیکو رغولو هڅې پېل کړی، همدا یو فشار کیدای شی، چې ایران باالاخره د افغان سولې له مخالفت څخه په شا شی.پاکستان چې اقتصادی حالت یې ډیر خراب دی، په کور دننه د پښتون مېښتو ځوانانو او بلوچ بېلتون پالو له مخالفت سره مخ دی،

او په دی برخه کې امریکا او انګلستان د مرستې ژمنې ورسره کړی، تر څو د پاکستان مرکزی حکومت مخالفین ارام کړی.که پاکستان د افغان سولې مخالفت کوی، نو بیا امریکا کولای شی، چې پر پاکستان د فشار له پاره د پښتون میشتو سېمو ځوانانو او بېلتون پاله بلوچو په ځپلو کې د پاکستان تګلاره کې ورسره مرسته ونه کړی.د هند اړوند چې د افغان سولې له مخالفت څخه لاس واخلی، یوازینی فشار د امریکا او روسیې په ګډه همکاری کیدای شی، او چین هم له هند سره پر پوله ستونزې لری، ښه داده چې یاد هیوادونه هند وهڅوی چې د افغان سولې له مخالفت څخه لاس واخلی. ولی افغان ولس هم د فشار ځینې موارد لری، که اړتیا یې ولېدل شوه، او هند خپل سولې ضد تګلارې ته دوام ورکړ، بیا ولس مجبوره کیږی، چې عکس العمل وښیې.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا