گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » افغان طالبانو د خپل مشر له نامه دلوی اختر د مبارکی پیغام خپور کړ.
افغان طالبانو د خپل مشر له نامه دلوی اختر د مبارکی پیغام خپور کړ.

افغان طالبانو د خپل مشر له نامه دلوی اختر د مبارکی پیغام خپور کړ.

نن سهار د ۲۰۲۱ میلادی کال د جولایی په اتلسمه چی د ۱۴۰۰ هجری لمریز کال د چنګاښ له ۲۷ سره سمون لری د افغان طالبانو د مشر ملا هیبت الله اخندزاده له لوری د ۱۴۴۲ هجری قمری کال د لوی اختردرارسیدوله لامله یو اوږد خو دتل په شانی تکراری او کاپی شوی د مبارکی پیغام خپورکړ . که څه هم پکار وه چی هغو آوازو ته په کتو چی ګنی د طالبانو مشر پخوا وژل شوی  له دغه نړۍ یی سفرکړی دی دهغه په خپل غږ او آواز دغه پیغام خپور شوی وای ترڅوزموږ جګړه ځپلی اولس پوه شوی وای چی په رښتیا هم دا د ښاغلی هیبت الله آخند غږ دی اوکولای شو پری باور وکړی . داځکه چی د هیواد او ټولنی په سیاسی ډګرکی د یوی سیاسی اومذهبی ډلی دمشرانوعملی حضورد نړی دټولو بشری او الهی قوانینوله مخی یوضروری اومنل شوی  اصل دی .

د شیخ ملا هیبت الله آخند زاده د پیغام په لومړی برخه کی چی د افغانستان د ملت په نوم یی خپورکړی دی داسی راغلی دی :

تاسو ټولو ته د نیکمرغه لوی اختر په مناسبت مبارکی وایم، الله تعالی مو قربانۍ، حجونه، صدقات، دُعاګانې او ټول نیک اعمال  په خپل عالی دربار کې قبول کړه.همدا ډول ټولو هېوادوالو، مجاهدینو،  مهاجرینو، د شهیدانو کورنیو، بندیانو، کونډو او یتیمانوته له هېواد څخه ترډیره حده د بهرنیو ځواکونو د وتلو او ورسره د وروستیو فتوحاتو اوپرمختګونو په اړه هم د زړه له کومې مبارکی وایم، الله تعالی دې زموږ د ملت ستونزې او ستړیاوې اود ټولو اقشارو هغه ستومانۍ پخپل عالی دربارکې قبولې او منظورې وګرځوی چې د هېواد د آزادۍ، سوچه اسلامی نظام د اقامې او اعلاء کلمه الله لپاره یې ګاللې دی. آمین یاربَّ العلمین.

داځل لوی اختر په داسې حالت کې لمانځو چې د الله (جل جلاله) په فضل او کرم سره له هېواد څخه مو امریکایی او نور بهرنی ځواکونه زیاتره وتلی او پاته یې هم د وتلو په حال کې دی، په هیواد کې خورا ډیرې  ولسوالۍ او پراخه سیمې  له بشپړ امنیت څخه برخمنې شوې، مجاهدین مو د پخوا په پرتله، د الله تعالی په نصرت ډیر قوی، منظم، مجهز او پیاوړی شوی دی.دا بریاوې تنها د اسلامی امارت او د سنګر د مجاهدینو نه، بلکې د ټول ملت را سره شریکې دی چې په تیر شل کلن جهاد کې یې هر ډول تکلیفونه راسره وګالل تر څو مو هېوادوال له بهرنی اشغال څخه وژغورل شی.ــ اسلامی امارت د نظامی بریاوو او پرمختګونو سره سره په هېواد کې د سیاسی حل لارې جدی طرفداره دی، هر هغه فرصت چې په هېواد کې د اسلامی نظام د قیام، سولې او امن سبب ګرځی، اسلامی امارت به ان شاءالله تعالی  حتما استفاده ترې وکړی.موږ د مذاکراتو او سیاسی بهیر د ښه پرمختګ لپاره سیاسی دفتر پرانستی دی، قوی مذاکراتی ټیم مو مؤظف کړی  دی، له خپله لوری د خبرو اترو د لارې د مسئلې حل ته ژمن یو، خو متأسفانه چې مقابل جهتونه لا هم وخت ضائع کوی، پیغام مو دادی چې پر بهرنیانو د اتکا پرځای راځئ چې خپلې ستونزې پخپله حل کړو او هېواد له فعلی وضعیت څخه وژغورو.که څه هم دغه اختریز پیغام چی پکارؤ دمینی او اخلاص په فضا کی په داسی ژبه او ادبیاتو لیکل شوی وای چی د افغانستان د جګړه ځپلی اولس پر ټپونو او پرهارونو یی د مرحم پټې ایښودلی وای خو په ډیره  مبهمه او ګونګه توګه یی دجګړی اورته لمن وهلی ده او دپیغام له دغی برخی له ورایه معلومیږی چی دوی د ملت او اولس سره دګډژوند اراده نلری ځکه دوی ملت اواولس په دی ژبه ژوند کولو ته رابولی  : په ټولو داخلی  جهتونو ږغ کوو  چې موږ له هیچا سره دښمنی نه غواړو، زموږ غیږه د دوی پرمخ خلاصه ده، افغانستان د ټولو ګډ کور دی، که دوی له موږ سره د سوچه اسلامی نظام قیام ومنی، موږ به د دوې ټول حقوق او مشروع غوښتنې ومنو او د هېواد په بیا رغونه کې به د دوی له وړتیاوو څخه سالمه استفاده کیږی.په مقابل صف کې ولاړو عسکرو او نورو بیلابیلو تشکیلاتوته چې نوی جوړیږی هغوته  مو هم پیغام دادی چې له جنګ جګړو او مخالفت څخه  لاس واخلی، لکه نور زرګونه عسکر چې له مجاهدینو سره یوځای شوی، د اسلامی امارت لخوا سهولت ورته برابر شوی، قدر یې شوی، باقی پاتې دې هم له موږ سره  یوځای شی، ځانونه دې د دنیا او آخرت  له خطرونو وژغوری او نور دې د هېواد د بربادۍ سبب نه ګرځی.پوښتنه داده چی که تاسو په رښتیا هم هغه ژمنی ته رښتینی او وفادار یاستی چی د جګړه ځپلی  ملت سره په ګډه دیوه خپلواک او پرمختللی  افغانستان جوړولو ته تیاریاست نو څنګه هغه د هیواد جنګیالی چی د وطن څخ ددفاع په نوم له تاسو سره جنګیږی دی ته رابولی چی ګنی د جګړی څخه لاس واخلی او تاسو ته دی تسلیم شی .! اوبیا ستاسو په قول د اسلامی امارت لخوا ورته دبرابر شویو سهولتونو څخه ګټه پورته کړی . دا تسلیمی ده که له افغان جګړه ځپلی اولس سره د ګډ ژوند هوډ ؟ دا په داسی حال کی ده چی د شیخ هیبت الله آخند په نوم چی کوم متحدالمال دمبارکی پیغام خپور شوی دی په هغی که د قطر د سیاسی دفتر څخه په دی توګه یادونه شوی ده : اسلامی امارت د نظامی بریاوو او پرمختګونو سره سره په هېواد کې د سیاسی حل لارې جدی طرفداره دی،هرهغه فرصت چې په هېواد کې د اسلامی نظام د قیام، سولې او امن سبب ګرځی، اسلامی امارت به ان شاءالله تعالی حتما استفاده ترې وکړی.موږ د مذاکراتو اوسیاسی بهیرد ښه پرمختګ لپاره سیاسی دفتر پرانستی دی، قوی مذاکراتی ټیم مو مؤظف کړی دی،له خپله لوری د خبرواترو دلارې د مسئلې حل ته ژمن یو،خو متأسفانه چې مقابل جهتونه لا هم وخت ضائع کوی، داددی په معنا ده چی طالبان یوازی قدرت دوی ته د سپارلوپه خاطرسیاسی مذاکراتی ټیم چی په دوحه کی د نړیوالی ټولنی د من اوسلوی څخه برخمن دی رامینځ ته کړی دی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا