گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » افغــانان اود پردیو دغلامـۍ لکړی !
افغــانان اود پردیو دغلامـۍ لکړی !

افغــانان اود پردیو دغلامـۍ لکړی !

له ماشومتوب مې پښې کمزورې وې د لکړو په مټ به تل پلی تلم او راتلم یو ورځ یوه روانپوه ته ورغلم هغه راته وویل: ستا د فلج علت همدا لکړې دی، چې ستا ا عصاب دغه تریخ واقیعت ؤمنی چی گنی بی لکړو ژوند نه شی کولای او بایده دی چې تل د دوی په مرسته پورته را پورته شې.ډاکټر لکړې راڅخه ماتې کړې.

ما ورته وویل: ډکتر صاحبه  اوس به نو څنګه په لارځم .؟هغه وویل: مه ځه مرګ ته انتظار وکړه.اراده مې وکړه، چې پورته شم لږ لږ تګ مې پیل کړ نن له لکړو بیخی خلاص یم ځواکمنې پښې لرم!!.

پورتنی حکایت می دافغانانوپه اوسنۍ غلامۍ او د استعمار په رنګینو  لکړو پسی وکړچی څنګه یی پر موږ منلی ده چی ګنی د پردیو له لکړو اوامسأ ګانو پرته ژوند نه شو کولای !  خو موږ هم لکه نور آزادی غوښتونکی او پر هیواد مین قومونه باید دا د پردیو د غلامی لکړې کرار کرار ماتې کړو، چې په ځان مو اعتماد پیاوړی شی او په خپلو پښو ودرېږو.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا