گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » افغـانـی اوچـت سمـون راولـه !
افغـانـی اوچـت سمـون راولـه !

افغـانـی اوچـت سمـون راولـه !

د لیکوال او شاعری یادونه : دا څو ورځی دننه اود هیواد دباندی دسولی اوپخلاینې هیلې را ژوندی شوی ، نوبه همدی هیله دا څولنډې کرښې په نیک فال نیسم او دلوی پروردګار حضورته ددعا لاسونه پورته کوم چی یا الله جلجلاله په هیواد کی می دسولی سپینی کوتری په الوتو کړی . 

افغانه راشه ، پخلاتون او پیوستون راوله

پوره افغان شه ، نن هیواد لره قانون راوله

خوشې قتلونو پاندی سریی او ورانی کوی تل

لږ څه بیدار شه ، افغانی  اوچت سمون راوله

دغه هستۍ ، دغه مستۍ، دا خواشینۍ تر کله

ښه ځان ته ځیرشه ، په هیواد کی څه بدلون را وله

کاشکی افغانه سره مل شی دافغان په تـــــــــوره

دا دپردو غلامی پریږده ، خپل کردارکی او ښتون راوله

ستا پلار او مور نه وو کنیز او نه غلام د چــــــــــاوو

غلامې پریږده په هیواد کی ســـــــباون را ولـــــــــــه

کاشکې بیدار شی او ازاد شی دافغان بچـــــــــــیه !

صحیح شورا ، صحیح قضاء صحیح قانـــــــــون راو لـــه

دا ماتی ګوډې کر ښې په ۲۰۰۱ کال دمارچ میاشت کی لیکل شوی او له هیواد بهرپه محلی نشراتی خپرونو کی خپور او لوستل شوی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا