گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » افغانستــان دوینـه تویونــکو ډینــا ســورانو او ګوریــلاؤ په پنـجوکـی
افغانستــان دوینـه تویونــکو ډینــا   ســورانو او ګوریــلاؤ په پنـجوکـی

افغانستــان دوینـه تویونــکو ډینــا ســورانو او ګوریــلاؤ په پنـجوکـی

دافغانستان په معاصر تاریخ کې ځینې داسې څیرې هم  شته چې سړی یې د نوم په اخیستو د خجالت احساس کوی دې ډلې خلکو د مور وطن خاوره په پردیو خرڅه کړه، اغیاراو پردی  یې په خپله  خاوره او کورمسلط کړل او د مال، دولت او قدرت په لالچ کې یې ددې خاورې د وګړو په سرونو کې میخونه ټک وهل او ددې وطن خاوره یې د وینو په ډنډ بدله کړه.

خود افسوس خبره داده چې ددې ډایناسورانو او و وینه زبیښونکووحشی ګوریلا  څخه تراوسه چا پوښتنه  قدری هم ونکړه بلکې لا هم دا خلک د جاه او جلال خاوندان دی،خلاصــې تڼۍ ګرځی اوڅوک یې هیڅ شی ته سپک نشیــــکتلـی. ترټولو د حیرانتیا وړخبره خو یې لاداده  چې په مونږ کې لاتراوسه هم داسې کسان شته چې ددې ډول زورواکو ډایناسورانوننګه او ملاتړ کوی او په اصطلاح پرتوګونه او کمیسونه ورته ګنډی که څه هم ښه پوهیږی چې د چا ننګه کوی او دڅه لپاره یی کوی ؟ د وخت لوی ډایناسور او ځناوردی  دی خولالچی عاجز ورته خوله هم نشی پرانیستلی نو سړی به ولې نه مایوسه کیږی!؟

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا