گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » افغـــانســــتان ته دولســـمشر ټــرمپ راتـــګ څه پیغـــام درلــود؟
افغـــانســــتان ته دولســـمشر ټــرمپ راتـــګ څه پیغـــام درلــود؟

افغـــانســــتان ته دولســـمشر ټــرمپ راتـــګ څه پیغـــام درلــود؟

لهدولتونو سره د اړیکو د تحلیل، اټکل او سمون په برخه کې کلیدی ملی علمی ادارو ته اړتیا لیدل کیږی. موږ په دې برخه کې د ادارو هیڅ او ډېر لږ متخصصان لرو. زموږ د پوهنتونونو تحقیقی مرکزونه کوای شی چې تر یوه حده دا تشه ډکه کړی. د دې امکان هم شته چې پدې کار سره له پوهنتونونو څخه فارغ شوی کادرونه هیله پیدا کړی چې په ملی نهادونو کې ځای پر ځای او د راتلونکې پیاوړو ادارو بنسټونه کیږدی. خو دا هلته کیدای شی چې زموږ په ښارونو کې له دیوالونو او لوحو څخه د مونوګراف لیکلو هغه ادرسونه ړنګ شی چې ځوانان مو له ابتکاری فکر راګرځوی. دغسې عناصر چې علمی فساد کوی باید مجازات شی. زموږ متخصصان یا ګوتشمېری اړوند ادارې باید دا مالومات ولری چې ولسمشر ټرمپ څنګه او ولې واک ته راغی؟ دا هر څه کیدای شی له موږ سره پدې حساسو شرایطو کې مرسته وکړی چې دولسمشر ټرمپ راتګ تحلیل کړای شو.د دې تحلیل په چوکاټ کې موږ کوای شو چې د امریکا او افغانستان د اړیکو ترمنځ یوې مناسبې محاسبې ته لاره هواره کړو. دا محاسبه به د سولې په برخه کې د حکومت او ولس مشارکت یقینی او د دولت سازۍ بهیر به ګړندی کړی. دا تحلیل باید موږ ته روښانه کړی چې ایا دا ډول راتګ د امریکا او افغانستان له ستراتیژیک تړون سره رابطه لری کنه؟ زموږنهادونه بایدزموږله امریکا او دامریکا له نړۍ سره داړیکودتحلیل ظرفیت څخه برخمن واوسی. مالومه خبره ده چې د چین اوهند جغرافیه او نفوس له امریکا زیات دی خوپه ستراتیژیکه توګه دواړه دامریکا ملګرتیا ته لیواله دی.

موږ باید د دې ستراتیژیکې ملګرتیا تر شا پټ عوامل تحلیل کړو. باید محاسبه وشی چې هغه څه دی چې امریکا د افغانستان په وجود کې لیدلی دی؟ ایا دې محاسبې ته موږ کوم ډول کریټریا لرو؟ یا دا چې ایا کله مو دا تحلیل او محاسبه کړې ده چې موږ باید د نړۍ له یوازنی قوت سره څه ډول روابط ولرو او د دې روابطو اغیز به زموږ پر ګاونډیانو څه وی؟صدراعظم لی کیون یاو په خپل کتاب (له درېیمې نړۍ تر لومړۍ) کې د یو انځور په اړه پر ۲۳۷ مخ د ولسمشر ریګن په اړه لیکی: له خپل امریکایی ملګری ریګن سره په سپینه ماڼۍ کې ولاړ یم. لی خو سنګاپور د پیشرفت تر کچې ورساوه البته زموږوالو هم له ریګن سره کتل خو ګټه مو څه وه؟ ایا د دې ډول روابطو پرتلنه پکار ده کنه؟د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت باید له سترو او سیمه ییز قوتونو سره زموږ د طرف یا بې طرفه کیدو قیمت مالوم کړی. له بده مرغه موږ د تاریخ په اوږدو کې په بې طرفۍ او طرف کیدو کې ډېر تاوانونه کړی دی. د دې یوازنی علت زموږ ناکامه بهرنۍ تګلاره ده.

بدبختانه زموږ تیرې تاریخی تیروتنې موږ ته د خپلو سخت دریځه ګاونډیانو لخوا په ټولیز شعوری ډول د یو ښه فرهنګ په توګه را پېژندل شوی دی، چې له امله یې د عصری غوښتنو د ځوابولو په مرحله کې له سترې ناکامۍ سره مخ شوی یو.دې پرله پسې تیروتنو له موږ څخه له عینی شرایطو سره سم د محاسبې کولو مهارت اخېستی دی.ولسمشر ټرمپ ته د یو فرد، اوراتګ ته یې د یو تصادف په سترګه کتل، سیاسی تیروتنه ده اوزموږ اوږدمهاله ګټې له تاوان سره مخ کوی موږ باید له ځان سره دا تحلیل وکړوچې نن روسیه اوچین ولې دطالبانو سولې ته رابللو زیارباسی. ایا دا هغه څه نه دی چې ټرمپ یې په خپله تګلار ه کې چې د ټرمپ د جنوبی اسیا تګلارې په نامه یادیږی، یادونه کړې وه. ټرمپ د طالبانو د ځپلو او په وروستۍ مرحله کې یې د طالبانو د سولې میز ته رابللو یادونه کړې وه او باید دقیق شو چې ولې روسیه او چین د دې تګلارې د عملی کولو لپاره زیار باسی؟واضحه خبره ده چې د امریکایی ځواکونو له وتو سره به په سیمه کې د امریکا نفوذ هم کم شی او دا هغه څه دی چې روسیه او چین یې غواړی خو ایا امریکا په افغانستان او سیمه کې خپلې ستراتیژیکې موخې ترلاسه کړې دی؟ امریکا په افغانستان کې له کمیت څخه په کیفیت بدلیدو ده. دا هغه څه دی چې د یوباثباته افغانستان زیری له ځان سره لری.

په دې ځای کې باید افغانستان هم د نورو هېوادونو په څیر ستراتیژیکو موخو ته متوجې شی څو وضعیت په خپله ګټه را وڅرخوی. یانې دنړیوال تروریزم او داعش پرضد په نظامی، ظرفیت سازۍ او اقتصادی برخو کې د خپلې مبارزې پر بنسټ د خپلو قربانیو قیمت ټاکل په پام کې ولری. ولسمشرټرمپ هم افغانستان ته د یو قیمت له مخې راغلی وو. که افغان سیاسیون اومتخصصین دې باریکۍ ته متوجې نشی نوامکان لری،که ټرمپ بیا ولسمشروټاکل شی نو بیا دراتلونکې ۵ کالولپاره افغانستان ته هیڅ رانشی.ولې چې دی دامریکا قانون نشی تعدیلولای اونه غواړی چې د موجوده قیمت په بیه افغانستان ته راشی نودافغانستان له نوروهېوادونوسره اړیکی باید فردی نه بلکې ددولتونو په کچه واوسی  ټرمپ د ولسمشر ترڅنګ یو پانګوال هم دی، ایا هغه شرایط چې ولسمشر ټرمپ په خپله تګلاره کې د جنوبی اسیا لپاره چمتو کړی وو، د افغانستان لخوا څومره پوره شوی دی.تر څو چې موږ د دې تګلارې او ستراتیژیک تړون شرایط له ځان سره تحلیل نکړو نو امریکا سره په ځانګړې توګه د ولسمشر ټرمپ په دوره کې مخکې تلل له ستونزو ډکه خبره ده.  د ولسمشر ټرمپ د بیا ولسمشر کیدو لپاره ښایی چې دی په افغانستان کې پر ځینو مسایلو ځان غلی او په ځینو برخو کې افغانان د خپل راتلونکی واک په موخه له تاوانونو سره مخ کړی. د افغانستان متخصصین باید د دې تاوان د را کمولو لپاره اماده ګی ونیسی. د ولسمشر ټرمپ ځینې اقدامات به افغانستان له ننګونو سره مخ کړی او له نیکمرغه ولسمشر غنی پردې پوهیږی او په مقابل کې یې د لا کمو منفی اغیزو په موخه تدابیر نیول شوی دی. خو دا اقدامات به د سیستم سازۍ پر پیاوړتیا څومره منفی اغیز وکړی؛ جدی بحث دی. خو که د امریکا راتلونکی سیاسی کشمکش ته وکتل شی نو ټول هغه نوماندان چې د ولسمشرۍ ټاکنو په بهیر کې دخیل یا ځانونو یې د ګټلو په موخه کاندید کړی دی، افغانستان ته اړتیا لری او موږ دوی ته اړتیا لرو. البته د دې نوماندانو ترمنځ غوره انتخاب ولسمشر ټرمپ دی.  که افغانستان ته د ولسمشر ټرمپ راتګ تحلیلوو نو اړینه ده چې د ده له حرکتونو تر خبرو او ایجنډا پورې هر څه تحلیل شی. ده د افغانستان په خاوره په یو نظامی میدان کې یوازې دوه ساعته وخت تیر کړ، له خپلو نظامیانو سره یې ډوډۍ وخوړه، له دوی څخه یې تشکری وکړه او په عین حال کې یې له ولسمشر غنی سره ولیدل. یانې د ده راتګ تر یو کمپاینی راتګ پورې محدود وو. د خبرو منځپانګه هم د نظامیانو پر وتلو او د طالبانو پر اوربند قانع کولو را څرخیده. البته د دواړو مشرانو له خبرو داسې ښکاریده چې د خبرو په منځپانګه مخکې له مخکې تفاهم شوی وو. دا هماهنګی د ولسمشر غنی، پینټاګون او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د متخصصینو ترمنځ کیدای شی.         ټرمپ وویل چې له افغانستان څخه به نظامیان وباسی او ولسمشر غنی وویل چې په راتلونکو درو میاشتو کې داعش ته په ټول افغانستان کې ماتې ورکوو. بل لوری ته ولسمشر ټرمپ وویل چې طالب اړ دی چې اوربند وکړی. ولسمشر غنی وویل چې سولې ته شرایط باید د افغانستان په خوښه وټاکل شی. امریکایی ولسمشر افغان او امریکایی ځواکونه دواړه وستایل او ولسمشر غنی وویل چې د امریکایی قواو له ملاتړ څخه مننه او د افغان ځواکونو پر میړانه ویاړی. له دې ښکاری چې امریکا او افغانستان د اوږدمهاله سیستماتیکې ملګرتیا په لټه کې دی. ولې چې د دواړو ولسمشرانو له خبرو ښکاریده چې ګاونډیان هم د دې ناورین د پای ته رسولو په بهیر کې باید را ښکیل شی.  د ټرمپ د راتګ په اړه نړیوالو رسنیو ډېر تحلیلونه کړی او دا یې یو غیر اعلان شوی سفر ښودلی خو بیا د افغانستان ګاونډیانو دا یو حیرانوونکی سفر انګیرلی دی. دا چې د دې سفر مثبت او منفی اغیزې به کله را څرګندیږی، د افغانستان په بهرنۍ پالیسی او د سیاسیونو په بصیرت پورې تړلې ده. خو موږ باید د امریکا له موجوده مجبوریتونو ځان خبر کړو او هغه دا چې امریکا په سیمه کې څه غواړی، باید مالوم شی. که دې پوښتنې ته ځواب پیدا شی نو بیا اړینه ده چې د سیمې له بیلابیلو هېوادونو سره د افغانستان د طرف کیدو او یا نه طرف کیدو په اړه په سنجیده ګۍ پریکړه وشی. دا کار به افغانستان د امریکا له اوږدمهاله ملاتړ برخمن کړی او زموږ روابط به له امریکا سره هم تعریف کړی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا