گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » په ګلاســکــو کی داختــــر میلـه او د غرونه،غرونه افغــانستان یاد!
په ګلاســکــو کی داختــــر میلـه   او د غرونه،غرونه افغــانستان یاد!

په ګلاســکــو کی داختــــر میلـه او د غرونه،غرونه افغــانستان یاد!

د سکاټش افغان ټولنی( Scotish Afghan Sosiety) په نوښت ، د یکشنبه ( ۱۷- ۰۶-۲۰۱۸) او داختر په دریمه ورځ , سکاټلند میشته افغانانو ، د نیک مرغه کوچنی اختر دنمانځلو

په مناسبت د ګلاسګو ښار د ریور په لس ( River Palace) هوټل په هال کی یوه پرتمینه غونډه جوړه کړی وه.غونډه د قرآن عظیم الشان د مبارکو آیتونو په لوستلو پیل شوه.وروسته  د سکاټش افغان ټولنی په استازیتوب، حاجی حمیدالدین ( صدیقی) قدرمنو افغانی او غیر افغانی میلمنو ته د هرکلی او افغانستان کی د حکومت او طالبانو تر منځ د اعلان شوی اوربند او دسولی داهمیت په هکله لنډه وینا واوروله.

دپروګرام ټوله آجندا ، یو بل ته د میلمنو او د ویناکونکو معرفی کول د سکاټش افغان سوسایټی د ریس محترم محمد آصف له خوا په ډیر ښه شکل، باالترتیب مخ په وړاندی بوتللای شوه.په ټولنه کی د ښځو د رول او فعالیتونو په هکله د سکاټش افغان ټولنی دښځو ځانګی مسولی آغلی عایشه( قاضی خیل) وینا واوره وله.نیکولاسرجن ، د سکاټلنډ لومړی وزیری، پدی پرتمینه غونډه کی د مشر میلمه په صفت ګډون کړی وو. هغی دخپلی وینا په ترڅ کی په سکاټلنډ کی د سکاټش افغان ټولنی مثبت رول او فعالیتونو لړی وستایله.

دی پرتمینی غونډی ته، په لندن کی دافغانستان دسفارت لومړی سکرتر او سرکونسلر احمد نوید( نورمل) هم تشریف را وړی وو.ښاغلی (نورمل) د افغانستان د دولت په استازیتوب د سکاټلنډ یو شمیر هغه پارلمان غړو، وکیلانو اوټولنیزو فعالینو ته د نیکولا سرجن دسکاتلنډ لومړی وزیری سره په ګډه ستاینلیکونه اوتقدیرنامی وه ویشلی چه دمهاجرینو خاصتأ افغانانوسره یی تل مرستی کړی.

پدی غونډه کی د زیات شمیر پارلمان غړو، سیاسی او ټولنیزو فعالینو ، پولیسو مشرانو او سکاټلنډ میشته افغانانو او سکاټلنډیانو پرته، په انګلستان کی لومړی افغانی سیاست مداری او کونسلری پیمانه( اسد) هم ګډون کړای وودغه پرتمینه غونډه د ملی اتڼ او ښایسته افغانی موسیقی په اورولو سره لا زیاته رنګینه او ښایسته شوی وه.غونډه، دسکاټش افغان ټولنی د ریس محمد آصف له خوا ځینو قدرمنو میلمنو ته د ګلانو په ګیډیو ور کولو او د خوندوری افغانی غذا له خوړلو وروسته په ډیر ښه منظم شکل سره پای ته ورسیدله.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا