گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » احمق ګاونډۍ د برازیلی لیکوال پاولـــو سولـــوله نـــظـــره !
احمق ګاونډۍ د برازیلی لیکوال پاولـــو سولـــوله نـــظـــره !

احمق ګاونډۍ د برازیلی لیکوال پاولـــو سولـــوله نـــظـــره !

یو عربی متل دی چې که تاسو کوم احمق ته د نړۍ زرگونه عقلونه هم ډالۍ کړی،بیا به هم د هغوی نظر ستاسو په شخصی عقل اوسی.داسې ده،چې موږ په ډېر شوق او خواری د خپل ژوند بڼ برابروو،د فطرت له خوشبو څخه په ډکه خاوره کې د رنگارنگ گلانو تخمونه ږدو.خپلې تویدونکی خوالې ارام رابښی،همدغه مهال د بڼ پر دېوال د ګاونډی کوپړۍ موږ ته راگوری.هغه گاونډی کوم خپل بڼ نه لری،که لری یې هم،وران او ویجاړ اوسی،خو بیا هم تاسو ته ښوونه کوی،د مثال په توګه تخم کله کرئ؟کوم تخم دی؟څومره ژور یې کرئ؟څه ډول باید خاوره ورته جوړه او عیاره شی؟څه ډؤل یې خوندی وه ساتو،څه ډؤل له وخت ګټه پورته کړو؟ او په راتلونکی کې څه ډؤل پرمختگ کولی شو؟وغیره…

که موږ یې خبرو ته پام او توجه ورکړو،نو بالاخره به هغه څه کوو،چې دی یې وایی.له هغه وروسته به یې موږ غلامان او بڼ به د هغه اوسی.ایا پوهېږئ موږ پر یو چا کله باور او تکیه کوو؟ هغه وخت چې غواړو له تجربې پرته له نقصان خوندی واوسو.کله چې غواړو له مکمل وخت ورکولو پرته علم ترلاسه کړو.کله چې بیړه کوو او یا هم د مشکلاتو په وسیله ګټلی نوی فکر ته تیار نه اوسو.موږ به له هغه گاونډی سره دومره وتړل شو،چې پخپله به پخپلو سترګو هغه لید هم نه لرو،چې موږ په څه ډؤل خاوره کې څه ډول تخم کرلۍ وو،موږ به په دې هم نه پوهیږو،چې په هره لږه فاصله کې هم خاوره بدله اوسی،د خپلې خاورې ځانګړتیاوې به په چورلټ ډؤل له پامه غورځوو.گاونډی کله هم دغه خاورې ته نږدې نه وراغلی،نو ځکه هغه د کومې بلې خاورې په تړاو اوریدلی خبرې او هدایت وړاندې کوی،خود لږ نوې یا له وړاندې څخه د ښه تخلیق لپاره باید موږ د خاورې په ژبه پوه شو،داسې هغه وخت کیږی چې موږ خپل بڼ پر عقل او مینه خړوب کړو.د کوم بل چا کوپړۍ ته اهمیت ورنه کړو.که کوم بل څوک موږ ته هدایات راکوی،نو موږ به په میکانیکی توګه حرکات کوو،نور هیڅ.موږ به د خاورې په احساساتو نه پوهیږو،خاوره به راته مړ شی ښکاری او خپله کوپړۍ به بنده ساتو.موږ به لمر،سیوری،باد،وریځو،موسم،صبر،راتلونکی او تېر وغیره و …ته هیڅ پام نه کوو،البته هغه کوپړۍ ته به متوجه اوسو،چې د باغ له دېواله زموږ پرلور راگوری.په یاد ولرئ،کوم څوک چې موږ ته هدایات راکوی،ستر احمق اوسی،ځکه هغه پخپله هیڅ نه کوی او نه یې کول غواړی او نه یې کولی شی،نوځکه تجربه هم نه لری،که تجربه لری،هم د یوې گلدانۍ تجربه به لری او دومره احمق اوسی چې فکر کوی،د یوې گلدانۍ د تجربې په اساس به پوره بڼ ته بدلون ورکړی.له هغه څخه ستر احمق هغه دی،چې د داسې بې عمله خلکو کسانو خبرو ته توجه ورکوی او له ماتې څخه ووېریږی.علم دا دی چې د بریا متضاد ماته نه ده،په ژورو کې د زده کړی درس ده او بریا هم یو درس دی،دغه بریا به تل نه اوسی،بالاخره به په فطرت پیرزو کړی عقل باور کوو،ترڅو موږ ته خپله لار ښکاره او څرگنده اوسی.نو ځکه د بڼ پر دېوال ښکاره کیدونکی کوپړۍ ته له لیرې لاس خوځوئ او خپل کار ترسره کوئ.تاسو پوښتنه کولی شئ چې که دغه لیکنه ومنو،نو ستاسو له لیکنې سره هم په ټکر کې ده،ډېر ښه،دغه پوښتنه له ځانه وکړئ اوپخپله یې ځواب پیداکړئ… 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا