گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » عجیبــــه شـــانی عــــدالت!
عجیبــــه  شـــانی عــــدالت!

عجیبــــه شـــانی عــــدالت!

ماته وایې: که ددنیا شتمنی ښه وای پیغمبرانو به ځانته خوښه کړی وای!خو ځان ته وایې: سړۍ باید ښه کور ،موټر ،جیداد او دضرورت ټول وسائل ولری، ځکه دا الله(ج) دانسان دفایدې لپاره رالیږلی دی.ماته وایې: تعلیم دومره فرض دی چې صرف لوستل او څه ناڅه لیکل وکولی شې.خو ځان او اولاد ته یی   دماسټرې او دوکتورې تر کچې فرض دی.ماته وایې : جهاد ته ولاړ شه له کفارو سره ترهغه وجنګیږه تر څو شهید او یا غازی شې خو ځان او اولادونو ته وایی هرڅه په خپل وخت فرض دی ، په اوسنیو شرأطو کې حلال رزق پیداکول فرض دی. ماته وایې: ستا او ستا د اولادونو تګ اروپایی او امریکایی هیوادونو ته مناسب ندی ځکه مسلمانۍ او عقیدی ته پکې خطر دی.او هلته اوسیدل داسې دی لکه په زندان کې چې شپې تیروې،

خو ته اوستا اولادونه په هغه زندان کې خوښ یې او جنت مو نه خوښیږی!ماته وایې: صدقه رد بلا دالله په لاره کې یوه روپۍ صدقه ورکول لکه اوه سوه روپۍ دی چې صدقه کړی وی!خو ته دی ځان او اولادونو ته توصیه کوې: چې اول ځان دی بیا جهان .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا