گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » آخر زه خو هم انسان یم!
آخر زه خو هم انسان یم!

آخر زه خو هم انسان یم!

دغوره کونکی یادونه:درندو اومعززو به خبلواکی او ازادې مینو ملتپالو او هیوادپالو مومنوافغانانانو !دافغانستان دخپلواکې اوه نویمه کلیزه مو میارک شه  په همدی مناسبت می دلوی استاد (استاد خادم بابا) دخیالی دنیا څخه دغه لاندی درتده ادبی  پارچه (طلایی ځنځنیر) راغوره کړی،هیله ده په مینه یی ولولئ

په دې فولادی پنجره کښې زه ولی اچولی شوی یم ؟”آخر زه خو هم انسان یم ، او آزاد انسان بندی سوړ اوسیلی وایست او دا پورته جمله یی وویله.بندیوان ! دا نو ته ولی پنجره ګڼی ؟ دا خو ستا کور دی .بندی ! نه نه دا کور نه دی ، دا ګور دی .بندی ! دا نو زه څنګه کولی شم چی په خوږ او درد اخته اوسم او خوږ نشم ؟بندیوان ! خوږ او دردڅه معنی ؟ زه نشم پوهیدای چی ستا مراد څه دی ؟  اوآزادې ته  څه شی ته وایی ؟ دخوب په وخت خوب او دکار په وخت کار کولوکښې آزاد یې ، نور نو څه غواړی ؟بندی ! ته خو وینی چی په مونږ څه حال دی ؟ وګوره که نه .بندیوان !  که وږۍ  یی دا خوخدایی کارونه دی،

توبه وباسه او خدای ته راجع شه .بندی ! دلته یوازې د ډوډۍ سوال نه دی ، ډوډۍ که داوربشو وی که د ږدنو مګر خبره داده چی زه خو هم انسان یم اوآزاد پیدا شوی یم ،  نو دا چاپیره دفولادو سیخونه د څه دپاره دی ؟زه ولی په خپله خوښه خپل خیر او شر نشم ټاکلی ، آخر زما ګناه څه ده؟ او قصور می څه دی ؟بندیوان ! ما خو تاته ویلی ؤه چی خپل کار کوه چټې خبری څه فایده کوی ؟ ( چی نه کار هلته څه کار؟ ) .بندی !  زه  اوس پوه شوی یم زما ړومبی کار دا دی چی خپل ځان او خپل وروڼه له بنده خلاص کړم او آزادو مرغانو غوندی آزاد والوزم.بندیوان ! ګوره،  ستا اخلاق خراب شوی دی . که وا نه وښتی ، سخته سزا به درکړ شی .بندی ! دحیات خوند آزادې ده . زه له آزادې محروم یم ددی نه به لا سخته سزا بله څه وی ؟بندیوان ! دې بندی ته سزا لازمه دی نیسئ یی !بندی ! بندیانو وروڼو هله فولادی سیخان مات کړی !… وزئ تاسو ازاد انسانان یئ  فساد مه کوی او اصلاح ستاسی کار دی …

( پنجره ماته شوه او بندیان را ووته .)

یو بندی ! اوس به څه کوو ؟

بل بندی ! اوس به ځو که نه .

دریم بندی ! چیرته به ځو؟

څلورم بندی ! دسعادت سرحد ته .

پنځم بندی ! نو ځئ چی ځو . بسم الله !

ټول بندیان !  آه زمونږ په پښو کی خو ځنځیرونه دی .

 دبندیانو مشر! آه ! دا ځنخیر خو زما په پښو کی هم دی .

(( آه دا خو مونږ په خپلو لاسو جوړ کړی ” طلایې ځنځیر” دی) .

دبندیانو مشروویلاو بیا ټول غلی شول .( سنبله ـ کابل ـ ۱۳۲۸)

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا