اختره مه راځه موږ دلته خوشحالی نلرو
موږ ځوریدلی افغانان یو ، چی خوښی نلرو
تل مو مظلوم اولس اختره فریادونه کوی
غزنی ته ګوره لویه خدایه ! آرامی نلرو
موږه بی وسه افغانان یو همیشه قتلیږو
حالات مو وګوره اۍ مشره ، سوکالی نلرو
کله غزنی کله فراه کله کندز وی وروڼو
تل بی ګناه موږوژل کیږو نیکمرغی نلرو
دغه مشران مو بی پروا دغریب غم نکوی
ځورول کیږو چی مدام ښه رهبری نلرو
له جنګه ستړی افغانان درته پیغام آستوی
ستاسو له لاسه موږ خوشبخته ، زندګی نلرو
ظلمونه بس کړه نور آرامه زندګی جوړؤ
ای طالبانو وروڼو راشی خوشحالی نلرو
موږه غوښتونکی یو دسولی خادم جان شاعره
زموږ بد بخته دا مشران دی سم سړی نلرو