گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » علی امین ګنډاپورهم غائب شو !
علی امین ګنډاپورهم غائب شو !

علی امین ګنډاپورهم غائب شو !

له پیښور څخه خپریدونکی تلویزیونی شبکی خیبر نیوز او د پاکستان نورو خبری آژانسونو د خیبر پښتونخوا د لومړی وزیر علی ګنډاپور د یرغمال کیدو اویا هم زندانی کیدو خبرونه خپاره کړی دی .

بل لوری ته د عمران خان په مشرې د پاکستان تحریک انصاف ګوند په خپله ایکس پاڼه کی د علی امین ګنډاپور د نیولو خبر خپور کړی دی . او لیکلی دی لکه څنګه چی په بل هیواد کی د سیاسی استازوالی ځای او کور د هغه هیواد ملکیت ګڼلی شی همد اشانی خیبر پښتونخوا هم د پاکستان کور ګڼلای شی .ددغه خبر په اوریدو د پاکستان د کورنیو چارووزیر د خبریالانو په وړاندی وویل چی له بده مرغه د خیبر پښتونخوا لومړی وزیر علی امین ګنډاپور نه یواز د کورنیو چارو وزارت په ؤلکه کی نه دی بلکه د پاکستان هیڅ یوی اداری لخوا نه دی نیول شوی . ددغه مطبوعاتی ناستی په ترځ کی د خیبر پښتونخوا والی عبدالکریم کنډی چی د پاکستان له پوځ سره نږدی اړیکی لری وویل چی علی امین ګنډاپور نه غواړی چی د انصاف ګوند بنسټ ایښودونکې عمران خان له زندان څخه راؤوزی ځکه بیا دهغه لپاره د دغه بی قانونه اقداماتو ترسره کیدلو پلمه او بهانه نه پاته کیږی .

  کله چی د خیبرپښتونخوا له والی (ګورنر ) څخه په پیښور کی د ګورنر راج د برقرار ولو په هکله پوښتنه وشوه نو هغه وویل چی که دپاکستان مرکزی حکومت ؤغواړی نو ده کار ترسره کیدونکۍ دی . که څه هم د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علی امین ګنډاپور څو ورځی وړاندی هم کله چی د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کی د انصاف دتحریک د غورځنګ په غونډه کی له ګډون وروسته د څو ساعتونو لپاره لادرکه شوی ؤ
خو وروسته دسهار د څلورو بجو په شاوخوا کی په داسی حال چی وړاندی یی له بهر سره هرشانی اړیکه پری وه او وروسته کله چی پیښور ته راورسید سم دلاسه یی د پارلمان ټول غړی راوغوښتل او هغوی ته یی د خپلی لادرکی قیصه ویلی وه او هلته یی له ځینو مهمو چارواکو سره د ځینو امنیتی مسائلو په باب د غونډی خبره یاده کړی وهخو سیاسی څیړونکی چی دپاکستان او په ځانکړی توګه د خیبر پښتونخوا چاری څاری  باور لری چی کیدای شی د پاکستان د اساسی قانون له مخی د خیبر پښتونخوا په ایالت کی د والی یا ګورنر ترمشری لاندی لنډ مهاله حکومت رامینځ ته شی . خو داهر څه به د علی امین ګنډاپور له را څرګندیدو سره جوخت او د شرائطو په غوښتنه کتلای شی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا