گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » الـــوتنې، بـــیـــې او د افـــغان هــــوایـــې شرکتـــونـــو رکـــود !
الـــوتنې، بـــیـــې او د افـــغان    هــــوایـــې شرکتـــونـــو رکـــود !

الـــوتنې، بـــیـــې او د افـــغان هــــوایـــې شرکتـــونـــو رکـــود !

دا چې اوس وخت کې زموږ د ګران هیواد ډیری وګړی او مسافر د خلیج عربی  او نوری نړۍ هیوادونو  ته  د هوا د لاریسفرونه کوی، اړینه ده چې د هیوادوالو مصارفو او اسانتیاوو ته پوره او جدی پاملرنه وسی.

په هیواد کې تر ټولو ستر هوایې شرکت آریانا افغان لرو، چې په حقیقت کې د هیواد له پاره لویه شتمنی وه او ده، ولی په ورستیو وختونو کې د هیوادوالو د ستونزو د حل او یو سالم رقابت په موخه څلور نور کورنی هوایې شرکتونه هم جوړسول ( پامیر،کام آیر، صافی او افغان جیټ). ډیر ښه پرمختګ وه، بدبختانه دعلمی کدر د نشتوالی، اداری فساد او د شخصی حرص له کبله آریانا افغان هوایې شرکت ډیره شاته پاته سوه، علمی کدر یې په شخصی شرکتونو کې  د لوړ امتیاز تر لاسه کولو له امله جذب، کورنی او بهرنی پروازونه یې محدود،کیفیت ته نه پاملرنه، ناسم مدیریت او ګډوډې په نتیجه کې تر ډیره یاد شرکت د رکود خواته نږدې سو، خو د دې رقابت سره سره د بهرنیو هیوادونو هوایې شرکتونو ته هم ښه او ارزانه مارکیټ په لاس ورغی، په ځانګړی توګه د متحده عرب اماراتو دری هوایې شرکتونو  افغانستان کې فعالیت پیل کړ، امارات، فلای دبۍ او العربیه، لږ وخت وروسته ترکیش، آیرانډیا او سپایس جیټ هم خپل فعالیت پیل کړ.

یوازی العربیه هوایې شرکت چې د شارجې څخه یې ورځنۍ الوتنې کابل ته در لودی، د ځینو ستونزو له امله یې خپل فعالیت په  ټپه ودراوه، نور شرکتونه لا تراوسه هم ښه فعال او له کابل څه نورو هیوادونو ته الوتنې لری.داچې د افغانستان هوایې شرکتونه تر شا لوی او قوی ملاتړ نه لری، د داسی قوی او لویو نړیوالو شرکتونو سره په رقابت کې وو چې هم یې قوی هیوادونه تر شا ولاړ او  هم یې اقتصادی قوت درلود، افغان هوایې شرکتونه په کراره کراره دیوه نه جبرانیدونکی تاوان په منلو سره، یا خو د رقابت څخه ولویدل او یا هم سقوط سوو، پامیر او صافی هوایې شرکتونه سقوط سول، د سقوط سره سره په لسګونو ملیونه ډالره خساره هم ورته واوښتله. کام آیر په ډیرکمزوری حالت کې دی، افغان جیټ لا تر دې مهاله په کور دننه الوتنی لری،

د دوی د دغه سقوط په اړه که څه هم داسی معلومات نه دی ترلاسه سوې چې اصلی لامل به یې څه وو، خو په ښکاره ډول څلورلاملونه موجود دی:لومړی: دا چې په پېل کې بهرنیو هوایې شرکتونو دخپلو ټکټونو بیې دومره ټیټه کړی چې ترخپل اصلی قیمت هم کښته وو، د دی له پاره چې مارکیټ وګټی، هغوی پوهیدل چې افغانی شرکتونه تر ډیر وخت پوری د دوی سره رقابت نه سی کولای او نه هم دوامداره تاوان تحمل کولای سی، یوه ورځ نه یوه ورځ به میدان دوی ته پریږدی، چې همداسی هم وسول.
دوېم : په خپل وخت باندې افغان مسؤلینوهم دغه اړخ ته پوره پاملرنه نه وه کړی او نه هم نورمال سالم رقابت په نظرکې نیول سوی وه، یوازی دغه ډول رقابت د موقت تاوان په صورت د ماتې د رقابت په توګه ترسره سو.

درېم:افغانی شرکتونودخپلو الوتنو له پاره دالوتنو پیسوستون (Connection) نه درلود او نه هم په کور دننه کې د بهرنیو مسافرو له پاره د ترانزیت اسانتیاوې موجود وی، چې د دوی الوتنو ته د مسافرو پام ور واړوی.څلورم: د باندینو هوایې شرکتونو په پرتله د کورنیو هوایې شرکتونو مالیه او محصول ډیر لوړ وه، چې لوړ محصول او مالې هم  د دوی په رقابت باندې منفی تاثیر درلود.دا چې اوس د کورنیو هوایې شرکتونو په سقوط سره بهرنیو هوایې شرکتونو ته میدان یوازی پاته سو، په دی وختونو کې یې د خپلو ټکټونو بیې د پخوا په پرتله نږدې دوه برابره لوړې کړی دی، چې بیرته یې زور تر ډیره له هغو افغان مسافرو خیږی ،کوم چې په عرب هیوادونو کې  ستونزې ګالی، مسافری کوی، او د لاس په تڼاکو د خپلې کورنۍ له پاره پیسې ګټې او په سختو ګرمیو کې مزدوری کوی.د دی له پاره چې د بهرینو هوایې شرکتونو د ټکټونو د لوړو بیو کنټرول وسی، او یوه د حل لاره ورته پیدا سی، افغان واکمنو ته په کار ده چې د هوایې شرکتونو منځ کې د یوه سالم  رقابت په رامنځ ته کولوسره افغان مسافرو ته د ور پېښ مالی تاوان مخه ونیسی، او د افغان هوایې شرکتونو سره په ځینو برخو کې اړینه او وړ مالی او غوښتونکی مرسته وکړی.دا چې څه ډول دغه کار شونی کیدلای سی، یوه لاره یې داده، زما د معلوماتو له مخې کویټ او قطر هیوادونه لیوالتیا لری چې افغانستان ته خپلې الوتنې پیل کړی، قطریه هوایې شرکت خو یوکال وړاندی په خپل هوایې سیسټم کې د افغانستان نوم داخل کړی دی،

هغوی غواړی چې هره ورځ  افغانستان ته دوې الوتنې له دوحې ښار څخه ولری،کویټ هیواد هم ورته پلان لری، زه یې د ځنډ او خنډ لاملونو څخه خبر نه یم، ولی تر ډیره د دی الوتنو مانع  افغان لوری دی او علت یې په عربی نړۍ کې سیاسی کړکیچ  دی، په کار ده چې د خپلو افغانو د ګټې په خاطر، څومره چې ژرکیږی افغان  واکمن د یادو هیوادونو د هوایې کرښو له پروازونو سره موافقه وکړی، په دی کارسره به ټولو افغان مسافرو ته هم ګټه ورسیږی، هم به د هوایې شرکتونو منځ کې اسانتیا او ښه سالم رقابت رامنځ ته سی.زموږ د هیواد واکمنان باید پوه وی چې خپل د هیواد او  افغان مسافرو ګټې د عربی هیوادونود کړکیج قربانی نه سی اونه هم په طرف کې واقع سی، ښه به دا وی چې د دغه رقابت څخه سالمه او په وخت ګټه ترلاسه کړل سی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا