گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » امریکایان،که اوس هم نه پېژنو !نو بیا رښتیاچی شنه لوټونه ښه پېژنو!
امریکایان،که اوس هم نه پېژنو !نو بیا رښتیاچی شنه لوټونه ښه پېژنو!

امریکایان،که اوس هم نه پېژنو !نو بیا رښتیاچی شنه لوټونه ښه پېژنو!

امـــریـــکـــایـــان، که اوس هـــم نه پــېــژنــو؟؟؟
نــو بـــیــا رښـــتــیــا، شـــنـه ډالـــر ښــه پېژنو!!!

بـــاور انـــصـــارو، یــــهــــودیـــــانـــو، بـــانـــدې
دې فــــرعــــونــــیـــانــو، نـــمـــرودیـانو بــانــدې

ځــان غــوولــول، ځـان تــېــر ایــسـتـل بـولـم زه
افـــغـــانـــســـتـــان، لـــه لاســـه تــــلـل بـولـم زه

دا فـــرعـــونـــیــان، د لــوی الله(ج) دښــمــن دی
د مـــــحـــــمّـــــد رســـول الله(ص) د ښــمـن دی

چـې زور یــې ورســی؟ اســـلام نــه پـــرېـــږدی
د خدای(ج)، رسول(ص)، په لار، نظام نه پرېږدی

پــه جـــــــعـــــلـــــی، مـــجـــاهـــدیـــنــو بانـدې
پـه مـــلـــحـــدیـــنـــو، مـــفـــســـدیـــنـــو بانـدې

د اســـلام دیـــن، د خـــدای(ج) قـــرآن مـــاتــوی
مـــســـلــــمـــانـــان او افـــــغــــانــــان مـــاتــوی

نـــن دا مـــلــحــد، مـــفـــســد مـشـران وګورئ!!!
د دوی وجـــــــدان، د دوی ایـــــمـــــان وګورئ!!!

ټـــرمـــپ مـــو نــړۍ کـې، لــه نــقــشـې ورکوی
افــــــغــــــانــــان واړه، لــــه ریـــــشــــې ورکوی

امـــنـــیـــتـــی تـــړون، پـــیـــمـــان مــو ګورئ!!!
نـــمـــک حــرام، رزیــل دوســـتــان مــو ګورئ!!!

نـــور د لـــیـــکـــلـــو، هــیــڅ حــاجــت نه بولـم
د څـــــه ویـــــلــــو، هـــیـــڅ حــاجــت نه بولـم

مـــســـلـــمـــانـــان یــو، جــنــتــونـو تـه ځو؟؟؟
کـــه دوزخــــیـــان یـو، دوزخـــونــو تـه ځو؟؟؟

۱ ــ ریشې: ریښې

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا