گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » امریکا تېروتنه کوی”خوطالبان؟
امریکا تېروتنه کوی”خوطالبان؟

امریکا تېروتنه کوی”خوطالبان؟

په ۱۹۸۸ ز.کال کله چې شوروی اتحاد پرېکړه وکړه چې له افغانستانه وځی هغه وخت کې ۶+۲ (شپږ ګاونډی او دوه امریکا او شوروی اتحاد) هېوادونه په ژینو کې سره را غونډ سول او د افغانستان په مورد یې له شورویانو اعتراف واخیست او یو مهالویش یې اعلان کړ چې ووځی، خو په هغو خبرو کې نه افغانستان په نظر کې ونیول سو، نه د افغانستان ابادی او نه د افغانستان راتلونکی ته پام وسو.

پایله دا سوه چې د جنګ مخه ونه نیول سوه؛ بلکې کورنی جنګ پیل سو او افغانستان پکې تباه سو چې تر اوسه یې موږ ناوړه اغیز او نتیجه وینو. اوس هم امریکایان په ورته شکل غواړی په افغانستان کې هماغه تېروتنه تکرار کړی، دوی غواړی چې ګاونډی او هغه هېوادونه چې د ۱۹۸۸ ز. کال په قضیه کې دخیل ول، هغوی بیا دخیل کړی او د افغانستان په سرنوشت کې هغوی ته هم ونډه ورکړی.

خو دغه ډول سیاسی معادله چې یو ځل ترسره سوې ده بیا تکرار یې نه ممکن دی، نه ګټه رسوی او نه د افغانستان موضوع حل کولای سی. په دا اوس نژدو کې چې امریکا له طالبانو سره د سولی خبرې پیل کړی ، درې تېروتنې یې وکړې:

لومړی: د ابوظبۍ غونډه کې یې نور هېوادونه د افغانستان په سرنوشت کې را شریک کړل، چې دا د طالبانو لپاره هم یوه اشتباه وه چې باید په همدې بسنه وکړی او بیا دا ډول اشتباه تکرار نه سی، او که په دې لاره کې پر دوی هر څومره فشارونه راځی د لوی هدف ته د رسېدو په خاطر دې وزغمی.

دوېم: د دغه مجلس اجنډا چې له مخکې نه په ډیسمبر میاشت کې په قطر کې موافقه ورباندې سوې وه چې د امریکایانو د وتلو مهالوېش او اوربند خبره به څېړل کېږی، له هغې اجنډا څخه امریکایان بلې خواته ولاړل او د افغان حکومت د ګډون او نور موضوعات یې ور شامل کړل.

دریم: دوی دا تېر اوولس کاله په افغانستان کې جنګ کړی دی، پر طالبانو یې هیڅ نوعه رحم نه دی کړی، د زور، فشار، بندی کولو او د توهین هرڅه یې وکارول آن تر فتواوو پورې؛ خو دا هرڅه یې بې نتیجې ول، اوس خلیلزاد چې دنده یې سوله راوستل دی، غواړی بېرته هماغه مسیر تعقیب کړی چې اوولس کاله یې تجربه کړی دی او هیڅ نتیجه یې نه ده ورکړې،غواړی دفشارپه مټ طالبان یو څه ته راولی، چې دا کاردسولې لپاره ددوی په نیت کې شکونه را پیدا کوی، دڅوعواملو له امله دا کارګټه نه لری:

لومړی: د افغانستان په سرنوشت کې د نورو هېوادونو دخیل کول ناکامه طریقه ده؛ ځکه چې د افغانستان موقف دومره قوی نه دی چې د دغو هېوادونو رقابت ته په پام سره خپلې ګټې خوندی کړی؛ بلکې د هغوی د ګټو او اهدافو ښکار کېږی.

دوېم: طالبان اوپه مجموع کې ټول افغانان د هغه څه تکرارېدل نه غواړی چې په ۱۹۸۸ز. کال کې وسول

دریم: دا کار د طالبانو ترمنځ مشکلات پیدا کوی او طالبانو ته د خپل صف اتحاد او اتفاق ترټولو مهم دی.

څلورم: که په دې پروسه کې د سیمې ځینې هېوادونه دخیل کړل سی، ځینې نور هېوادونه له هغو سره حساسیت پیدا کوی؛ نو مجبور دی چې بیا هغوی هم دخیل کړی، او که ځینې ګاونډیان را دخیلوی بیا مجبوره دی چې ټول ګاونډیان را دخیل کړی، د ټولو هېوادنو په را دخیل کولو کې بیا د افغانستان مقام کمزوری دی او بیا ستونزه د افغانانو له لاسه وځی او نورو لاسونو ته لوېږی.امریکا دطالبانو مقابل کې ډول ډول فشارونه کارولی او کاروی یې،

همدا اوس د نورو فشارونو تر څنګ؛ انتخابات د امریکا یوه بله پر طالبانو د فشار وسیله ده چې دوی یې کاروی، تبلیغات ورته کوی چې انتخابات کیږی او دادی نوملېکنه هم ورته وشوه.فکر کیږی لکه پخوا چې طالبان د امریکا هر ډول فشارونو ته کلک دریدلی دی، له دی وروسته به هم طالبان د امریکا د فشار هرې طریقې ته کلکه اوږه ورکړی، او په کومه برخه کې به د امریکا فشار ونه منی، که طالبانو پخوا یا اوس تیروتنه کوی، د کوم فشار تر تاثیر لاندی راځی، بیا به مجبوره وی چې  د فشار په مقایسه څو برابره درنه بیه پری کړی.نو بناً څه چې په سیاسی لحاظ خلیلزاد تکراروی او یا به د امریکایانو  تګلاره همدا وی نو دا د سولی لاره نه؛ بلکې دا یو سازش دی چې دوی یې په مخه وړی او نتیجه نه ورکوی؛ ځکه چې دوی اوولس کاله همدا سازشی طریقې استعمال کړی خو کومه ګټه یې ورته ونه کړه.

د موضوع حل داسې را  وتلای سی چې امریکایانو د طالبانو نظام له منځه وړی دی، تر دوه لکه ډېر طالبان او افغانان یې په شهادت رسولی دی او تر دوه لکه زیات یې په زندانونو کې توهین کړی، تعذیب کړی چې تر اوسه هم ځینې په ګوانتانامو او ګڼ شمېر یې په افغانستان کې د دوی په زندانونو کې بندیان دی، دوی یې له ټولو حقوقو څخه محروم کړی، دنیا ته یې د ترورستانو په نوم معرفی کړی دی، د دوی سیاسی او اقتصادی ارزښت یې له منځه وړی یا یې داغداره کړی دی، نو د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د بې باورۍ یو لویه فاصله موجوده ده او د دوی ترمنځ یو لوی حساب پروت دی. ښه به دا وی چې دا حساب تصفیه سی او د دوی ترمنځ د اعتماد یوه فضا را منځته سی او طالبان په دې مطمئن سی

چې امریکایان له افغانستانه وځی او بیا وروسته هم د پیسو یا زور یا بل څه له لارې د افغانستان په چارو کې مداخله نه کوی او په مستقبل کې پر افغانانو یوه تحمیلی اداره نه غواړی او له سولې وروسته بیا جنګ ته لمن نه وهی او د افغانستان مستقبل په سوله او ثبات کې راځی، دا موضوعات له طالبانو سره مطرح او نهایې سی او له دې وروسته بین الافغانی ډیالوګ پېل سی، هیچاته اجازه ورنه کړل سی چې د افغانستان په سرنوشت کې مداخله وکړی، نور افغانان په خپل منځ کې سره کښېنی او د هېواد په راتلونکی، د هغه په اقتصاد، د حکومت او نظام پر جوړښت، اساسی قانون، د حکومت پر نوعیت او نورو اساسی اصلاحاتو فکروکړی او اتفاق ته ورسېږی، بین المللی ټولنه یوازې د ګاونډیانو عدم مداخله تضمین کړی او د افغانانو د پرېکړو ملاتړ وکړی.

لومړۍ مرحله: د امریکا او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې وشی، او تر یو معین وخت پورې انتخابات په تعلیق کې ولویږی.دوېمه مرحله: کله چې د امریکا او طالبانو ترمنځ توافقات وسوه،  بیا بین الافغانی مذاکرات پېل، ټول افغان طرفونه به پکې برخه لری.همدا د افغانستان لپاره ترټولو ښه لاره ده چې بیا کولای سی نړیوالو ته تضمین ورکړی چې بیا به افغانستان د دوی پر ضد نه کارول کېږی. نو که امریکایان غواړی همدغه یې لاره ده، او که په سازش، دسیسو او زور باندې څه غواړی دا نتیجه نه لری، هغه د جنګ برخه ده، او که دوی بیا هم دا خبرې کوی معنا یې دا ده چې دوی لا هم د جنګ ستراتیژی یوې ډیپلوماټیکی او سیاسی ستراتیژۍ ته کاملاً نه ده تغیر کړې.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا