گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » انګریزان اودمیوند او مکناټن انتقام
انګریزان اودمیوند او مکناټن انتقام

انګریزان اودمیوند او مکناټن انتقام

که له یوی خواه زموږ ویاړمند تاریخ د غازی وزیر محمداکبرخان، ایوب خان، میربچه خان او لسګونو نورو غازیان، ښاغلو او د افغان ساتنی له نوموتو او مبارکو غورځنګونو، انقلابونو او حماسو ډک ده، په مقابل کې زموږ د دښمنانو، د انسانیت د ښیرازۍ د بدخواحانو او د اسلامی امت د عزت د ورځی د قسم خوړلیو مخالفانو تاریخ هم د غچ، انتقام، کینی، نفرت، شرارت او فتنی له بوږنونکو کیسو او روایتونو مالامال ده.دوی د موهن لال کشمیری پر څیر د فساد پیشوو مخبرانو، اجنټانو، خبرچینانو او جاسوسانو پر څیر پرون د عبدالله خان اڅګزی او عنایت الله خان لوګری ترمنځ د نفاق بزغلی کرل،

ابله ورځ یې د افغان هویت اسلامیت ـ افغانیت پر خلاف د بیلتون د دسیسو ترشا وواوهمدا نن بیا د افغان تاریخ د یوه ویاړمند فصل د اصلی خلق کوونکی یعنی د لومړۍ افغان انګریزد غزاه د ملی اتل غازی وزیرمحمد اکبرخان د تاریخی یادګارونو پرکمزوری کولو، کاواکه کولو، متنازع کولواوبی ارځښته کولو ناکامه شیطانی هڅه کوی.هغه چې د دی فرنګی، اسلام او افغان دښمنی هڅې مشهوده بېلګه د شهید استاد ډاکتر ایاز نیازی قصدا خاورو ته د وزیر محمداکبرخان پر جامع مسجد کې سپارل او بیا اوس د همدغه مسجد د تاریخی، ملی او سیاسی اصالت د بدلولو کیسه ده.موږ منو چې استاز نیازی د افغان وطن ریښتونی خدایی خدمتګار او خیرخواه عالم وو، دهغه د هڅو قدر کول غواړو او هیله لرو چې حکومت یې علمی هڅو او سرښندنو ته پر درناوی د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځی پر نوم ونوموی.مګر دا هېڅکله راته د منلو نه ده چې هم مو ووژنی او مو د تاریخ د مسخه کولو او د تاریخی ارزښتونو د مسخره کولو سپکاوی راته وکړې.داسی ښکاری چې کابل میشتی انګریزی فرنګی او امریکایی مغلی سفارتونه د شوربازار د موهن لال کشمیری د جاسوسانو او سقاوی عناصرو پر ملتیا غواړی زموږ پر وینو کې د لژنده حالت څخه په استفادی د میوند او مکناټن غچ واخلی.پر همدی خاطر یاد سفارتونو او پنځم ستون یې د اتنیکی تعصبی ډلو سره چې د فرید مزدک لارویان، ستمیان او شوله یان دی یوځای او پر ګډه داسی مهال چې افغان ملت د جګړې د پای، یو او بل منلو ـ زغملو او سولې ته کار کړې مګر دوی تراژیدۍ رامنځته کوی، اوبه خړوی، نفاق اچونکو مسلو ته لمن وهی او حتی د افغانانو د یوالی او وحدت پر شارګونو بریدونه کړې، په لوی لاس متفق علیه کارونه متنازع کوی او نوی ـ نوی جنجالونه رامنځته کوی.دوی تر دې وړاندی یوځل د کابل پر ششدرک سیمه کې دهغې ونی پر له منځه وړلو سره چیرته چې وزیر اکبرخان او محمدشاه خان بابکر خیل هلته مکناټن هلاک کړې وو له منځه یوړله او د مکناټن روح یې پرې تسکین کړه او داځل د لوی غازی وزیر محمداکبرخان د مسجد تاریخی اصالت ته پر سپکاوی سره غواړی پر لوی لاس د یوه ملت تاریخی ویاړونه او کارنامی کاواکه او بی ارځښته کړې.هغه وزیر اکبرخان چې د جنرال الفنستون په څیر د واټرلو د مشهوری انګریزی جګړې اتلان یې مات کړل، هغه څوک چې ناپلئون هغه د انګریزی مستعمراتو اوسپنیز سوک وایه، بل لور ته هغه ځانی، مالی او حیثیتی تاوانونه چې افغان غازیانو انګریزانو ته د غازی اکبرخان تر رهبری لاندی ور واړول بېساری او د انګریزی مورخینو د اعترافاتو او یاداښتونو پر بنسټ چې د انګریزانو پر ټولو مستعمرو کې یې د دغسی پریمانه زیانونو ساری او بېلګه نه وه لیدلی.مګر الحمدالله د افغان انسان غرور پر ایشیدلو ده، هغه ورځ لری نه ده چې ولس د افغانستان د تذلیل او دغو ارزښتونو او شخصیتونو ته د سپکاوی په جرم ستاسو د ذلیلانه کردارونوه انتقام درڅخه واخلی او موږ به د پردو هیلو دا ازغن تار پر ملی تېغ ډېر ژر غوڅ کړو.بل لور ته وزیر اکبرخان هغه څوک ده چې پر لومړۍ افغان ـ انګریز جګړه کې یې د وطن د آزادۍ متولیان، غازیان او د خدای د لاری مجاهدانو رهبری هغه مهال چې ایله ۲۰ کلن وو پر غاړه واخیسته، هېواد یې له شماله تر جنوبه د وطن د آزادۍ په لار کې په یوه ټغر راټول او په یوه سنګر کې متحد کړل.هغه پر وروستی تدبیر او بشردوستانه کردار سره د یوه بی تجربی، نامنظم، د وسلو او تنظیم له اړخه نابرابره ولسی ځواک په مټ یې د وخت د ترټولو مجهز، منظم، مغروره او کبرجن زبرځواک فرنګی انګریز د استعمارټول جالونه، چالونه، دمکر او شیطانۍ طلسم ترپندونه ورمات، تارو ماراود وخت دغه بدمست ته یې د تاریخ تر ټولو شرمونکی او مثالی درس ورکړل.هغه چې د دی تاریخی ماتی، د یوه ملت د غرور او پر ځانګړې توګه د ځوان او کاریځما شخصیت غازی وزیر محمد اکبرخان د اهیبت، جلال، شان، نظامی تکتیکی تدبیرونو، د جګړې په حالت کې له افغانی صله رحمۍ مالامال انسانی کردار بیان خپله د انګریزی جنرالانو، شهزادګیو او اتباعو په لاس د لیکل شویو کیسو او زرګونه مکتوبی یاداښتونه باندی د بریټانیی سلطنتی ارشیف ډک ده.زه ډاډه یم هغه ولسی هل هله، غوغاه او ملی چېغه چې همداوس د لوی غازی وزیر محمداکبرخان پر دفاع جوړه شوی د دی غازی د اتلولیو، مبارز او سرښندنو د ملی رنګ او ننګ هیله بښوونکی نطاره ده.د وطن سره غداران، دشر او فساد ډانګیان، د جهاد او مقاومت بړیڅی، د لنډی کوتل ګنډې ماران، د فرنګ او مغل د سوټیانو سرونه به د دې ولسی ویښتابه او ملی وحدت په قوت سره لکه د مارانو په څیر ور وټکول شی.نن به د فرنګ او مغل د ناکام انتقام له وجی د لوی غازی او د وطن د ټولو متولیانو روحونه خوښ، آرام او په سکونه کې وی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا