گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » اولس پورغواړی سرکارنورغواړی
اولس پورغواړی سرکارنورغواړی

اولس پورغواړی سرکارنورغواړی

هسی خو زموږ په سیمه کی یو تاریخی متل دی چی وایی ” بن چی له بنی ” وروسته پاته شی نو پوزه یی د غوڅیدو ده خو دامتل یا په بله ژبه ضرب المثل هغه وخت عملی جامه واغوسته چی کله هم یونس خان قانونی له کورنیو چارو وزارت څخه ګوښه کړای شو او د ښوونی وزارت پر ګدې کینول شو نو سمدلاسه یی د معارف په نوم یو بانکی حساب پرانیست چی ګنی د افغانستان په علم پالونکی ولسونه به په دی بانکی حساب کی چی موږ یی د معارف کشکول بولو خپلی مرستی د معارف د ارتقأ او لوړیدو په موخه ذخیره کړی دا په داسی حال کی ؤ چی یونیسف او ټولی بهرنی نړی د خپلو موخو ته درسیدو په هیله په سلګونو میلیونه ډالرو د ښوونی او روزنی په لاره کی لگولی خو په خواشینی سره باید وویل شی چی د پوهنی وزارت څخه د یونس خان قانونی په ګوښه کیدو نوموړی هغه  د معارف کشکول هم له ځانه سره یووړ او په متحده عربی اماراتو کی یی د خپلو مافیاېی شریکانو په مرسته په میلیونونو ډالرو راکړه ورکړه پیل کړه .

دا خبره مو ځکه وکړه چی څو ورځی د مخه د کرنی او مالدارئ او همداشان د اوبو لګولو او برښنا وزارت لخوا د یوه مطبوعاتی کنفرانس په ترځ کی د فراه ولایت د بخش آباد د بند د جوړیدو په موخه دیوه بانکی حساب د پرانیستو غوښتنه وشوه او دداسی بانکی حساب د پرانیستو زیری هم ورکړل  شو . طبیعی ده کله هم چی په افغانستان کی د مسؤلو چارواکو له لوری داسی اقدامات ترسره کیږی چی په هرحال د جنګونو او کړاؤنو ځپلی اولس پر زخمونو د مرهم پټۍ کیښودل شی .

خو کیسه بل شانی ده هغه داسی چی همدا د فراه ولایت د بخش آباد بند د پخوانیو مافیاېی یرغلګرو د واکمنی پر مهال لومړی د یوه پاکستانی شرکت او وروسته د هایدروهارک په نوم له یوه ایطالوی شرکت سره د څه دپاسه  څلورو میلیونو په لګښت ددغه بند دجوړیدو تړون لاسلیک شو چه دغه تړون د پخوانی حکومت د اوبو او برښنا د وزیر علی احمد عثمانی او د هایدروهارک شرکت د رئیس کتیلو ماسلو لخوا په داسی حال کی لاسلیک شو چی د دهیواد ولس مشر اشرف غنی هم حضور درلود .

خو اوس د اوبو او برښنا وزارت د چارواکو لخوا د څلور سوه میلیونه ډالرو په موخه یو بانکی حساب یا په لرغونی اصطلاح کشکول اعلان کړای شو . کتونکی واېی چی کیدای شی له کله نه چی په پاکستان او قطر کی روزل شویو د طالبانو په نامه افغان جنګیالیو پر افغانستان منګولی ولګولی او ټول امریکائی او اروپاېی اشغالګر یی له هیواده وشړل نو بیا یی د هم هغه پاکستانی ساختمانی شرکت سره ګوتي پټی کړی وی او د څه دپاسه څلور و میلیونو ډالرو پر ځای یی څلور سوه میلیونه پری حساب کړی وی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا