گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » اوس د پیسو دوران دی !
اوس د پیسو دوران دی !

اوس د پیسو دوران دی !

د نواندیشی یادونه : نواندیشی په کلکه پتیلی ده چی تل به هڅه کوی ترڅو  د ګران هیواد افغانستان د ملیونونوخوارانو او جګړی ځپلی اولس د زړه او هیلو داسی آواز او  څړیکه شی چی د تاریخی برم او عظمت داستانونه د دغه جګړه ځپلی خو ګلالی هیواد د تاریخ په  اوچتو منارو کی واوریدل شی . دادی په همدی هوډ ددغه ویرجن ټاټوبی د  یوه ټولنیز، فرهنګی  او سیاسی شخصیت ښاغلی جان خان صبری هغه څه چی ګران هیواد ته یی د یوه لنډ سفر په ترځ کی لیدلی او د شعر په بڼه یی کښلی دی تر تاسو دررسوؤ .

له دغه په هیواد مین فرهنګی او ټولنیز شخصیت څخه په مننه او په دی هیله چی ګران هیواد ته دخدمت په لاره کی لا بریالیتوبونه ور په برخه شی نو دادی دا تاسو او داهم د ښاغلی صبری صاحب  ښائیسته اوپه واقیعتونو ولاړ نظم .

_________________________________________________________________________________

څو میاشتې مخکې مې وطن ته د سفر پر محال ، د شته حالاتو څخه یو څوارزونکی ټکی ؛سره راټول کړی دی چی دادی ترتاسو یی دررسوم .

مینه ده ورکه د پیسو دوران دی

باور شو ختم تش لیدو دوران دی

پت او عزت ټول په پیسو کې وینی

نه یې په پوهه او ننګو کې وینی

مینه له ورور سره هم پیسو کې وینی

پښتو غیرت تش په قیصو کې وینی

پیسې د ورور زامنو سر پرېکوی

هم یې له څټه بې خبر پرېکوی

وی مسلمان له خدایه وېره نشته

ورور هېروی د پیسو هېره نشته

کوی به لمونځ خو سوچ د ګټې کوی

هم په ښکاره هم یې د پټې کوی

کندې به کندی چې ور ټېل د وهی

که دغه نشوه نو پر بېل د وهی

نور به یې بس کړم چې اوږدیږی رانه

هغه ۰۰۰ لیدلی ویل کیږی رانه

ناخوالې ډېرې لیکل کیږی کله

د صبری زړګۍ تش کیږی کله ۰

۱۰ , آپریل  , ۲۰۱۸

نیو انسپاخ

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا