گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » عروس البلادکه خونین البلاد!؟
عروس البلادکه خونین البلاد!؟

عروس البلادکه خونین البلاد!؟

لرغونۍ،تاریخی داسلامی نړۍ د علم او فرهنګ سرلوړی ،ویاړلۍ ټاټوبی اومرکزغزنی یادوم چې لویشت،لویشت خاوره یې په سپیڅلو وینوسره لړلی،لارې کوڅې او کورونه له مړو ډک دی.

پرون دتورپنجاب دتوروکرغیړنومزدورانو،وطن دوښمنه اوافغان دوښمنه ترهګرولاسپوڅو   په خونړیولاسونودافغانستان دتاریخ اوفرهنګ دوه دبرم اوعظمت ښکارندوی څلی اوبتان دبامیانوپه تاریخی ټاټوبی کې په بمونواوچاودیدونکوتوکودړې،وړې اورا وپرځول شول اودهیواد په ګوټ،ګوټ کې د مادی ،فرهنګی هستیواو ملی ارزښتونود له منځه وړلواوتباه کولوپه لړکې دادی تورپنجاب اودسیمی ارتجاع اودترهګروتورولښکرود برمیال غزنی دتاریخی وجاهت اودرنښت نړولواودهغه دبې ګناه مسلمانواوسیدونکو  افغانانو  ،سپین سرومیندو،سپین ږیروبوډا پلرونو،پیغلو،ځلمیانواو تنکیوماشومانوپه عام قتل اووژنې لاس پورې کړی دی. غزنۍ د مړو هدیره اوویجاړه کنډواله شوه.

پوښتنه داده چې دافغانستان ستراتیژیک دوست د امریکا متحده ایالات اود ناتونړیوال په زرګونو پوځی پرسونل هره ورځ کابو۱۲ میلیونه ډالره نغدی لګښت ادعا کوی اودا ستره پانګه دافغانستان په درې لکه څه د پاسه څوارلس زره ۳۱۴۰۰۰ سرتیرواووسله وال پوځ ورځنی لګښت دی اوپه هیبتناکونومونولکه تندر،شاهین،میوند اوداسې نورو

بیلابیلونومونویودرجن قل اردوګانې،په زرګونو،زرګونووسله وال جزوتامونه اوپه درجنو،درجنوجنرالان او لوړرتبه افسران د تورپګړی اوسپین پګړی طالب اوداعش په وړاندې له خپلو پوځی قرارګاووپه مدافعه او جګړه بوخت د ی .د پاکستان له بیلابیلو سیمواوښارونوڅخه ډلې،ډلې طالبان او داعشیان په سپکواودرنو وسلوسمبال بیلابیلوولایتونو،کلو،بنډواوښارونو ته ځانونه رارسوی د سترنړیوال ځواک د څاراو کشف په مدرنیزه تیلیسکوپی وسایلواو د افغان وسله وال پوځ په شتوامکاناتوجګړه د کورونواوښارونو په منځ کې نښتی اوافغانان د سونګ د موادواو بې ارزښته موجوداتوپه څیرپکې سوځی.

د جګړو شدت ،پراختیا او پرمختیا څخه هسې ښکاری چې هره ورځ په میلیونه ډالرد جګړې په مخنیوی نه بلکې د جګړې په پراختیا اوافغانانوپه وژلو لګول کیږی!؟افغان ولس ته خپل بې کفایته اوبلواکی چارواکی په اصطلاح په څلورمذهبه پړه خو د افغانستان غیرتی او میړنی ولس به تش په نوم نړیوال دوستان ونه بښی او داسې ویښ اوجسور نسل به را وټوکیږی چې د کورنیواو بهرنیودوښمنانو مکارې څیرې به رسوا اود هیواد د ازادی اوخپلواکۍ بیړۍ به د ژغورنې ساحل ته وباسی.هو! ملتونه نه مری او د نامردانود نامرده څیروله مخونوبه دفریب او مکرنقابونه را پریوځی.

د ښارونوعروس البلاده ! په ویرونواوټپونوکې دې شریک یم . ډول،ډول رذیل اوخبیث دوښمنان دې نابود اونسکورشه.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا