گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » اشرف خان غنی په راتلوکو ټاکنو کـــی خپل ګــډون ډنډوره کــړ!!
اشرف خان غنی په راتلوکو ټاکنو  کـــی خپل ګــډون ډنډوره کــړ!!

اشرف خان غنی په راتلوکو ټاکنو کـــی خپل ګــډون ډنډوره کــړ!!

محمد اشرف غنی د افغانستان د ملی وحدت د حکومت مشر د لومړی ځل لپاره په ډاګه کړه چې غواړی د جمهوری ریاست د بلې دورې لپاره هم کاندید شی او په دی توګه ویلای شو پخوا له دی چی په افغانستان کی د ولسمشرې لپاره د ټاکنو پر موده د ټولوخواؤ ترمینځ هوکړه او یا هم په ارګ ماڼۍ کی د امریکا افغان ټباره استازی اشرف خان غنی په قول ملی اجماع را مینځ ته شوی وی

او د هغی له مخی د ټاکنو نیټه وټاکل شی دافغانستان د وسله وال ځمکنی ، هوائی او بحری پوځ اعلی سرقوماندان ، دنړۍ دوهم لمبر متفکر اود امریکا دمتحدو ایالاتو د پخوانی خارجه وزیرجان مد خان John Forbes Kerry له لوری  غوره شوی ولس مشر له د امریکا  د ماسوچوسیټ (Boston (Massachusetts), له ایالت څخه خپریدونکی خپرونیBloomberg   له افغان ټباره  خبریال ښاغلی الطاف نجفی زاده سره په مرکه کی په راتلونکو ټاکنو کی خپل ګډون ډنډوره کړ .

اشرف خان  غنی په داسې حال کې د ولسمشرۍ د بلې دورې لپاره خپله لېوالتیا ښیی چې د افغانستان د سیاسی جریانونو او ګوندونو ترمنځ د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو او د نظر وړ کاندید د غوره کولو لپاره پراخې سلا مشورې روانې دی او لا هم دټاکنو خپلواک کمیسیون وړندوینه کړیده چی کیدای شی د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د راروانې حمل میاشتې په ۳۱مه ترسره شی اشرف خان غنی له بلومبورګ خبری شبکې سره په مرکه کې ویلی دی چې د افغانستان د روانې ۱۷ کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره طالبان باید د ملی یووالی له حکومت سره د سولې مست قیمو خبرو ته کېنی.

افغان ولسمشر وویل، له دولت سره د مستقیمو خبرو له لارې طالبان کولای شی چې د افغانستان د جګړې چې لسګونه زره افغانان یې مړه او معیوب کړی او د امریکا ۹ سوه میلیارده ډالر پرې لګېدلی، په ختمولو کې مرسته وکړی.ښاغلی غنی ویلی دی چې طالبان اونورې ترورېستی ډلې هڅه کوی چې زمونږ ښکلی هېواد د تاوتریخوالی په مرکزبدل کړی.

خو بل لورته د چارو کتونکی په افغانستان کی  افغان ټباره امریکائی داروغه اشرف خان غنی چی له نیکه مرغه په افغانستان کی دخطیب العالمی په نوم دلبنانی تجارتی شرکت د لویو پانګه والوڅخه شمیرل کیږی لهامریکائی شبکی Bloomberg سره په مرکه کی دده دغه شانی څرګندونی دافغانستان له واقیعتونو څخه بی خبری بولی اودا په داسی حال کی ده چی دامریکا دغه داروغه کله نا کله نه شی کولای دهغه په مشرتابه دامریکا اونړیوالوښکیلاکګرولاس پوڅی حکومت پرښکاره ماتوسترګی پټی کړی .

سرچینه : د بلوم برگ په نوم خپرونه 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا