د غوره کوؤنکی یادونه : درندو او عزتمنو دوستانو خویندو وروڼو اصیلو هیواد والو وروسته له یوې مودې دا دی بیا هم دلوی استاد (استاد خادم بابا) د (منثور اشعار ) ددرانده اثر څخه دالاندې په زړه پوری نثری شعر چی عنوان یی دی اشرف المخلوقات تاسی ته راغوره او امید چی په غور یی ترپآیه ولولئ .
اشرف الــــمــخـــــلـــــوقـــــــات
وګورئ دوه مرغې تمام ژمی بی له ازدواجی احتیاجه په یوه ځاله کښې په څه اتفاق او مینه ژوند کوی ؟ کوترې سیلونه سیلونه آلوزی اوپه ګډه نزدی نزدې ، په سختو کمرونو لوړو برجونو او دبنیادمانو په کورنو کښې جوړې جوړې اوسیږی ، د دوی مښوکې مښل وزرونه رپول او خواږه آوازونه ایستل دکډون او محبت قابل رشک مظاهر ښيئ ! زاڼې لوی لوی قطارونه جوړوی ، د اسمان په شنه فضاء کښې الوزی ، دخپل مشر په راهنمایئ دسفر لیاره تعقیبوی ، اوړی یخو اوژمی تودو هیوادونو ته ځی .دمشر په انتخاب ، دلیارې په خوښولو ، او درزق په پیدا کولو باندی ددوی په منځ کښې هیڅ نزاع او اختلاف نه پیدا کیږی ، کاڼي خوری خو دیو دبل غوښې نه خوری !لیوان په غرونو او پړانګان په ځنګلونو کښې اوسی ، دمخمصې په حال کښې دبل په غوښو خوراک ته اړ کیږی ، مګر دراتلونکی ورځی او اینده کال په غم یا دخویښ ، اقربا ، قوم ، وطن دخودساخته تعبیراتو په لحاظ دبل دکور ورانولو وینو تویولو ، او استیصال ته ملا نه تړې او ځانونه په مرګ نه ورکوی !متاء سفانه انسان د عقل په غرور په نرمئ یا ګرمئ دبل په وینو څښلو لا نه قانع کیږی څو دقومونو قومونو ، ډلوډلو په زړونو دماغونو، اعصابواوفطری خواهیشونو تسلط ونه کړی او ړانده ، کاڼه او شل یی ونه ګرځوی ، دی تل خپل جنسی ، غذایئ او غریزی میلانات پوره کول دنورو په ضرر او تهلکه کښې لټوی ، او بیا ورته دتهذیب ، قانون او فلسفی جامه ور آغوندی !آه ـ کاشکې چی انسان هر څه وای خو اشرف المخلوقات نه وای !!!
دوستانو بیاهم هیله پورته لیکنه په غور یو ځل بیا ولولئ .
دلیکنې انتخاب او ترتیب کوونکی :
داکتر ثریا خادم
ټورنټو . آنتاریو ، نیټه د سپتمبر نهمه