گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » اصــلي ســـتـــونــــزه چیــــرته ده؟ او ولــــې داســـــې کـــیږي؟
اصــلي ســـتـــونــــزه چیــــرته ده؟  او ولــــې داســـــې کـــیږي؟

اصــلي ســـتـــونــــزه چیــــرته ده؟ او ولــــې داســـــې کـــیږي؟

ستونزې، اختلاف ، شخړې ،ځانځاني ، جلاتوب او له ډول ډول ګواښونو سره مخامخ کیدل د ټولو انسانانو له ژوند سره تړلې موضوعات دي – (﴿لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنْسَانَ فِي كَبَدٍ﴾). انسانان د همدغو ستونزو او ګواښونو سره د تعامل او د حل لارو میندنې په مسیر او تجربه کولو سره بلوغ او پوخوالي ته رسیږي. په حقیقت کې: مسایل ، موضوعات ، ستونزې، ګواښونه ، تفاوتونه او اختلافات زموږ د ژوند او اړیکو مهمې برخې دي. دا موضوعات د زیانونو او مصیبتونو عوامل نه دي- بلکې د نوښتونو او اصلاحاتو د تحرک او زموږ د ویښتیابه ، تحول، پرمختګ او آسانتیاوو را منځته کیدو لپاره د فرصتونو ظرفیتونه دي. فَإِنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْراً «۵» إِنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْراً «۶». لکه چې یادونه وشوه ستونزې او ګواښونه په خپل ذات کې بد نه دي- اصلي بدي له هغو سره د مخامخ کیدو، پیژندنې ، تصور ، تعبیر ، تفسیر او زموږ د تعامل له طریقو سره تړاو لري. مثلا: د ستونزو او ګواښونو له وضعیت سره د اړیکو او تعامل په لارو چارو باندې نه پوهیدل ، په صبر ، استقامت ، سړه سینه او پاک ذهن سره نا مناسب چلند غوره کول ، د اړونده مهارتونو نه پیژندل او نابلیدي، له پوهیدنې څخه یې بې پروايي او غفلت ددې سبب شوی / کیږي چې ستونزې او ګواښونه د فرصت او اصلاح په عوض زیان رسوونکې تخریبي بڼه غوره کړي. په عامه توګه له ستونزو اوشخړو سره مخامخ کیدل هیجانات را پاروي اود هوښیارتیا مخه نیسي . له همدې امله د تعقل او هوښیارتیا په نه موجودیت کې له ستونزو سره هیجانی تعامل د د حملې یا تیښتې بڼه غوره کوي او ستونزې لا نورې په بده اوړي. له دې کبله له ستونزو او ګواښونو له وضعیت سره د اړیکو او سم تعامل په لارو چارو باندې پوهیدنې او تعمیري طریقو زده کړو ، د مهارتونو پکارولو سره بلدیدلو ته اړتیا ده. مثلا: موږ کولای شو له شخړو یا اختلافو سره د نږدې کیدو او له هغو سره د تعامل تعمیري طریقو غوره کولو لپاره لاندې اړینو ټکو ته پاملرنه وکړو: – په درناوي سره خبرې کول ،

تعمیري بحث، مفاهمې – مذاکرې، منځګړیتوب…ته مخه کول، د سوله ییزو ارزښتونو ( لکه: د ځاني خبرتیا او ذهني سکون ساتنه ، د اختلاف فضاء ته د درناوي، آرامش او اطمینان … ارزښتونو او آدابو شاملول…) د شخړو په سوله ییز حل او بدلون کې آسانتاوې را منځته کوي. – د ویرو ،غصې او اضطراب را کمول او د هغو له ناوړه اغیزو ساتنه کول ( خپل او د مقابل لوري اطمینان او سکون فعال ساتل) د ستونزو او ګواښونو په مدیریت، د مطلوب حل او مناسب بدلون لور ته اړولو کې مهم رول لوبوي. لکه چې مخکې یادونه وشوه دا موضوعات موږ ته راښيي چې د ژوند او اړیکو په متن کې مسایل ، موضوعات ، ستونزې، مشکلات یا اختلافات د ژوند او اړیکو مهمې برخې دي. همدا برخې د نوښتونو ، اصلاحاتو او پرمختګ لپاره نوي فرصتونه او ظرفیتونه را منځته کوي. په دې باندې هم پوهیدنه اړینه ده چې: مسایل ، موضوعات ، ستونزې، مشکلات یا اختلافات هغه وخت په خطرونه ،زیانونه اومصیبتونو اوړي چې له نوموړو مسایلوسره په سمه طریقه او روش تعامل ونشي. مثلا: په اکثره حالاتو کې لیدل شوي / لیدل کیږي چې ستونزې یا اختلافات له یوې خوا د انسانانو خواوو د ذهني وضعیت له حالت اوله بلې خوا د هغوی د تعامل طریقو یا روشونوله څرنګوالي مستقما تړاولري. مثلا: له ستونزو او اختلافاتو څخه د خواوو په ذهن کې ناسم تصورات ، برداشتونه او تعبیرونه او له اختلاف سره د تعامل ناسمو روشونو انتخاب او کړنې یا زهري مداخلې د لا زیاتو خنډونو ، خطرونو او ورانیو سبب کیږي. انسانان ددې پر ځای چې: – د اختلاف / شخړو له موضوع سره د سم او مناسب تعامل لپاره د اطمینان آرامه فضا‌‌ء جوړه کړي او په دې فضاء کې د تفکر، تحلیل او تعقل په مرسته د منطقي حل او بدلون لارو په میندنې تمرکز وکړي – برعکس له هیجان ، قار اوغصې سره مل کیږي. – ددې پر ځای چې په ګډه او مشترکه توګه په شخړې یا اختلاف تمرکز وشي، د مناسب حل او بدلون لپاره اقدام وکړي په مقابل لوري حمله کوي او یا له ستونزې څخه تیښتې ته مخه کوي. – په دې سره شخړې دوام مومي ،لا نورې پیچلې کیږي ، تخریبی بڼه غوره کوي او بحرانونو ته لاره اواریږي. سره له دې چې موږ په دې پوهیږو چې: – شخړې په مقابل لوري حملو، جګړو ، معطلولو او یا له هغو څخه په تیښتې نه حل کیږي. – رښتینې سولې ، موافقې ، رضایت او خوشحالي ته رسیدل د جګړو په میدانونو کې نه را منځته کیږي. – مګر بیا بیا د تاریخ په اوږدو کې انسانان له شخړو سره د تعامل لپاره ناوړه لارې غوره کوي. اصلي ستونزه چیرته ده؟ اوولې داسې کیږي؟

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا