گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » عصری علومو ته اړتیااودمظلوم شهید مولوی منصورصاحب افکار!
عصری علومو ته اړتیااودمظلوم شهید مولوی منصورصاحب افکار!

عصری علومو ته اړتیااودمظلوم شهید مولوی منصورصاحب افکار!

د نواندیشی یادونه : په دی ورځو کی د طالبانو داسلامی امارت د مشرانو ترمینځ د افغانستان په ځینو پښتون میشته سیمو کی له شپږم څخه تر دولسم ټولګیو پوری د جینکیانو د ښونځیو تړل او په دی تړاؤ د ځینو مشرانو بیانات او فتاواوی او څرګندونی د ورځی داغ خبره جوړه شوی ده له هغه ځایه چی د اسلام مقدس دین د الهی فطرت هنداره بللی شی نو پکارده چی داسلام دمقدس دین په رڼا او د

اسلامی نړې په ځانګړی توګه دافغانستان د نامتو عالمانو ، پوهانو او پیاوړیو رجالو  نظریات هم په پام کی ونیول شی . شهید مولوی نصرالله منصور ،، رح ،، دافغانستان ، سیمی او نړی په کچه یو له هغو سترو علمی او مذهبی څیرو شمیرل کیږی چی زموږ دهیواد افغانستان په معاصر تاریخ کی ځانګړی ځای لری نو ځکه خو اوس چی په اسلام کی دښځو او نارینه ؤ دعلم او زده کړو په هکله د هغو ټکو ته را ګرځوو چی دهغه یوه تن خواخوږی  تر نواندیشی را رسولی ده او دادی ستاسو درانه حضور ته یی وړاندی کوو .

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

شهید مولوي نصرالله منصور د عصري علومو په اړه هیڅ تنګ نظري نه درلوده بلکې عصري علوم یي هم د ددیني علومو په شان فرض بلل، ځکه چې له دې علومو سره د مسلمانانو مادي پیاوړتیا راځي او د کفارو له احتیاج څخه خلاصیږي .

لوی شهید مولوي نصرالله منصور د تعلیم او تربیې په اړه یو کتاب لیکلی چې نوم یي دی . ښوونه او روزنه د اسلام په رڼا کې . نوموړی ددې کتاب په اتلسم مخ کې د عصري علومو په اړه د تبیین المحارم کتاب څخه په حواله لیکلي دي.و اما فرض الکفایة من العلم فهو کل علم یستغنی عنه في قوام أمورالدنیا والدین کالطب والحساب والنحو والصرف و. . . . . . .وکذا علم الاثار والاخبار والعلم بالرجال واسامیهم ، واسامي الصحابه وصفاتهم والعلم بالعدالة بالروایة والعلم باحوالهم لتمیزالضعیف من القوی والعلم باعمارهم واصول الصناعات والفلاحة والحیاکة والسیاسة والحجامة.       

   ژباړه : او هرچې فرض کفایي علم دی نو داهر هغه علم دی چې ددنیا دکارونو په قوام کې ورته ضرورت لرو او ضرورت موورباندې رفع کیږي ، لکه طب ، حساب ، نحو ، صرف داسې نور ډیر علوم دغه راز داثارو ،اخبارو ، رجالو او دهغوی په نومونوعلم ، دصحابه کرامو دنومونو او صفتونو علم ، داحادیثو د رواتو او دهغوی په عدالت علم راوستل ، درواتو داحوالو او دقوي او ضعیف دتمیز علم ، ددوی په عمرونو علم ، دغه راز دصنعتونو دقاعدو یا قوانینو علم ، ددهقانۍ علم ، داوبدلو علم ، دسیاست علم او دوینې ایستلو علم .دفقهاء کرامو په دې تفصیل کې که هرڅوک تامل او فکر وکړي نو هرومرو به دا وپيژني چې داسلام دین داسلامي ثقافت او لوړ مدنیت دڅانګو او رشتو څخه دهرې څانګې او رشتې د متخصصینو موجودیت فرض ګڼلی ، په دې هم فقهاء تصریح کړې چې که چیرې مسلمان دستنې جوړولو ته اړ وي اوپه مسلمانانو کې دستنې جوړونکی نه وي نو ټول مسلمانان دفرضو پریښودلو په ګناه کې شریک ګرځي .دعلومو له ډلې څخه هر ګټورعلم له کفایي فرضو څخه ده او تبحر په کې مستحب دی مثلا د زړه په معالجه کې تخصص فرض کفایي او تبحر په کې مستحب دی ، همدارنګه دپټرولو راایستلو علم او دهغوی لپاره دځمکې دطبقو پیژندلو ( جیولوژي ) او نفتو دراایستلو ، د آلاتو ترتیب ، تصفیه او نور چې یوازې دپټرولو دراایستلو او اماده کولو علم تراتیا پورې مختلفې برخې او پړاوونه لري چې دهرې برخې تخصص یې فرض کفایي دی ، دغه رنګه دطب ، زراعت په ټولو څانګو ، نوي صنعت او اتوم په برخه کې او دصنعت ترهوایي او بحري ټولو برخو پورې په دې علومو کې تخصص او زده کړه یې فرض کفایي ده .د شهید منصور صاحب له لوړې لیکنې څخه څرګندیږي چې نوموړي عصري علومو ته په څومره اهمیت قائل و همدا لامل و چې نوموړي همیشه د عصري علومو له مکاتبو، لیسو او پوهنتونونو سره رابطه درلوده او په هغوی یي ځانګړی شفقت درلود.په دې سربیره ددیني علومو په برخه کې نوموړي د هجرت په دیار او افغانستان کې خورا ستر کارونه ترسره کړي دي، ډير مدارس یي جوړ کړي اوډیر زیات طالبان یي تربیه کړي دي چې د نوموړي دجاري صدقې په حیث تراوسه په بیلابیلو برخو کې په دیني اوجهادي خدمتونو بوخت دي.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا