گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » لـــه بارانـــه تښـــتو خو لـــه نــــاوې لاندي مـــــو شـــپه شي !
لـــه بارانـــه تښـــتو خو لـــه نــــاوې لاندي مـــــو شـــپه شي !

لـــه بارانـــه تښـــتو خو لـــه نــــاوې لاندي مـــــو شـــپه شي !

موږ په افغانستان کې له تيرو څو لسيزو راپدېخوا استبدادي رژيمونه او يا هم د زورواکي او ديموکراسي ګډه نسخه تجربه کړل. موږ په بشپړه توګه د ولسي ارادو ممثل او ټول ګډونه نظام درلودلو شاهدان نه يو. نه مو له ژمنو سره سره اسلامي نظام پلى کړاى شو او نه هم دلته له مبالغې سره مله وارداتي ديموکراسي وپنځېده. چا د “کور کالي ډوډۍ” په نوم وغولولو ، چا د عمري عدالت د رامنځته کولو په شعارونو دوکه کړو، چا د ديموکراسي په خيالي رنجو سترګې راباندې تورې کړې  او څوک د سوچه اسلامي نظام د ترانو په ځوږ کې په سر باندې را کيناستل، خو ټول شعارونه او ژمنې واک ته د رسيدو ابزار ثابت شول. دَ ټولو مشترکه او په لوړه کچه د اهمیت وړ نکته د واک ساتل او غځول وو. هر بدلون ته مو د نيک شګون په سترګه وکتل، هره ننګونه مو فرصت وګڼله، خو هر ځل مو د هيلو غوټۍ ورژېدې او ارمانونه مو له خاورو لاندې شول. له بارانه تښتو او له ناوې لاندي مو شپه شي.له عجيب او غريب سياسي وضعیت سره مخ يو. داسې سياسي حاکمیت لرو چې ملاتړ يې د هېواد په ګټه نه ده اواوسنيو ځمکنيو واقعيتونو ته په کتو نسکوريدل يې هم له باران څخه ناوې ته کيناستل دي. د نظام د نوعيت قانوني کولو، ټول ګډونه حکومت جوړولو او د ښې حکومتولي رامنځته کولو په برخه کې له زياتو فرصتونو سره سره مو هم د تيرو دوو کلونو په اوږده موده کې هيڅ ډول پرمختګ نه دى کړى. د امارتي مشرانو له څرګندونو او د دوحې په تړون کې له ژمنو سره سره طالب مشرتابه خپل مکلفيتونه نه دى عملي کړى او متاسفانه همدغو نيمګړتياو هېواد او ولس ته ستونځې جوړې کړې دي، په نړيواله کچه د حاکمې ډلې په وړاندې د مخالفتونو د زياتيدو لامل ګرزيدلې دي، خو ظلم لا دادى چې د طالب مشرانو مټکورو تګلارو ته د نړيوالو د غبرګون بيه هم ولس ورکوي.په يويشتمه پيړۍ کي له زده کړو څخه د نيم ولس محرومول د ملت معنوي ټول وژنه ده. انجونو په زده کړو باندي  له  هيڅ قسم نقلي او عقلي استدلال پرته لګول شوي ناوړه بنديز ته کله کلتوري پولې بانه ګرزول کيږي، کله په ولس باندي د بدويت ټاپې په لګولو توجیه کېږي، کله بنديز موقت او عارضي ګڼل د ولس د غولولو لپاره پلمه کيږي، کله يې  ګډې زده کړې  لامل ګڼل کېږي، کله د فحشا د مخنیوي په نوم توجیه او د خپل ولس سپکاوى کيږي، کله د حالاتو پلمې، کله د نصاب د نيمګړتياو تورونه او کله هم  نور عجيب او غريب توجيهات وړاندي کيږي خودَ دغوتورونولګولو پرمهال دواکمنانواودهغوى ناوړه کړنو ته د توجيهاتو لټوونکو ړندو مقلدينو په تندي باندې کله هم خولې راماتې نشوې.

خوښ يو چې امن شته خو  په لوړه کچه د بيکاري او د اقتصادي رکود له امله د ولس سکون تالا ترغه شوى دى. نظم شتون لري خو دَ نظام جوړولو څرک هم نه لګيږي. پياوړى او د افغانستان عيني شرائطو سره سم مرکزي حاکمیت شته خو ښه حکومتولي نشته او له شته فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې لپاره اراده او احساس نشته. د قانون د عملي کولو وړتیا شته خو دَ قانون جوړلو او تصويب نښې شتون نه لري. په سملاسي ډول له هر ډول کورنيو امنیتي ګواښونو سره د مقابلې وړتیا شته خو دَ بالقوه امنیتي ننګونو د مخنيوى ظرفیت نشته. د  نمايشي سياست کچه دومره لوړه ده چې د کانکور عمومي اول نمره د حکومتي مقام لخوا ستايل کيږي خو دَ کانکور په ازموينو کې د انجونو په نشتون باندي نه يوازې داچې د هيڅ حاکم په تندي د پښېماني نښې نه ليدل کېږي، بلکې د غولوونکو توجيهاتو وړاندې کولو له لارې دغه نارواعمل ته مشروعیت هم لټوي.هېواد مو مفتوحه خاوره ګڼل کېږي، ملي شتمني ته د ملت د امانت په سترګه نه کتل کیږي  او ولس ته د دغه هیواد د مالکانو حيثيت نه ورکول کېږي. په زده کړو باندي بنديزدله امله دَ نيمايي نفوس په ستوني کې پښه ايښودل شوي ده خو يو مشرلاهم هم وايي؛”ښځې دې بيړه نه کوي، موږ د هغوى د ټولو حقونه ورکولوته ژمن يو”.تر ټولوستره ستونځه داده چې دعلماو تر حاکمیت لاندي ساينسي علوم بې ارزښته ګڼل کېږي. له پورته يادو شويو ټولو ستونځو سره سره د بديل دنشتون له امله د اوسني نظام د نسکورېدو مخالفت کوو.په طالب مشرانو باندي د هغوى په تګلارو کې د اعتدال او انعطاف ښودلو لپاره بنديزونو  تر اوسه پورې نه يوازې دا چې طالبان  سمون او بدلون ته مجبور نکړاى شول، بلکې په معکوسه توګه يې عام ولس ځپلى دى، د ځوان نسل کاري فرصتونه يې له منځه يوړل، د ولس اقتصادي حالت يې خراب کړ، د بيکاري کچه له تصور او اټکل څخه لوړه ده، ځوانان په ټوليزه توګه له هېواد څخه وتلو ته مجبور شول، خو طالبانو، نه د انجونو په زده کړو باندي بنديز ختم کړ، نه يې ټول ګډونه حکومت جوړولو ته غاړه کيښوده او نه يې هم بشري حقونو ته د ژمنتیا څرک لګيږي.بندیزونو په يقيني توګه کورنئ بهرنئ پانګونې ټکنۍ کړي دي، سوداګري يې محدوده کړې ده، د خصوصي سکتور بانکي سیستم باندي يې اغيزې کړې دي او مالي  چوپړتياوو ته لاسرسی محدود شوى دى.   د کار فرصتونه له منځه تللي دي ، د توکو د بیو لوړې شوې دي ، او  اقتصادي بې ثباتي رامنځته شوې ده.  سربیره پردې، سرچینې کمی شوې، کنګل شوې او يا هم بيرته ګرزول شوې دي.له ټولو ستره او ننګوونکې ستونځه داده چې په افغانستان باندې لګول شوي بندیزونه  د اقتصادې ستونځو ترڅنګ په غیر مستقیم ډول امنیتي اندیښنې هم لا پسې زیاتولاى شي.  دغه ډول بنديزونه به هغه مهال ننګوونکى صورت حال رامنځته کړي  چې افراطي ډلو ته له طالبانو څخه د مالي ملاتړ په بدل کې  د هغوى د اوسيدو او ودې لپاره فرصتونه او مناسب چاپیریال رامنځته شي. له دې ورهاخوا نړيوالو بنديزونو او انزوائي حالت په طالبانو کې د مقاومت روحيه پياوړې کړه. د يادې ډلې د خپلمنځي يووالي د پياوړتيا لامل وګرزيده او مجبور شول له کورنيو سرچينو څخه د خپلو لګښتونو برابرولو لپاره ګړندي او پريکنده ګامونه پورته کړي. د بنديزونو له چورلټې ناکامي وروسته نړيواله ټولنه بايد د ننګوونکو او پاروونکو بنديزونو پرځاى نورو هڅوونکو تعاملاتو ته په مخه کولو باندي تمرکز وکړي.

طالب مشران هم باید پوه شي چې د هغوى کورنیو او بهرنیو مټکورو تګلارو نه يوازي داچي ولس يې له ستونځو سره مخ کړ بلکې هېواد ته يې هم له ننګونو سره مخ کړ او د ولس ترمنځ يې د ديني علماو راتلونکى ټولنيز اړخ ته زيان ورساوه. له خپل ولس سره تقابل له نړيوالې ټولنې سره تصادم او له تر ټولو مهم داچې له خپل وجدان سره جګړه به اخر ترکومه وخته پورې دوام مومي. د دغه شان حکومت دوام د مختلفو لاملونو پربنسټ ناشونى کار دى.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا