گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » سوله د اوسنــــی فاسدحـــکومت او نه حکومـــت په میـــنځ کـــی ؟
سوله د اوسنــــی فاسدحـــکومت   او نه حکومـــت په میـــنځ کـــی ؟

سوله د اوسنــــی فاسدحـــکومت او نه حکومـــت په میـــنځ کـــی ؟

د روانې جګړې لوړ انسانی تلفات چې ډیرى یې بیګناه ملکی خلک وی  هره ورځ د جګړې له مخ څخه د سپیڅلتیا پرده پورته کوی او د سولې اړتیا ته یې په زرګونو دلائل وړاندې کوی، خو ښکېل اړخونه یوازې په غندنو او انکار باندی د مسئولیت له دروند بار څخه خپلې اوږې خالی کوی.که زمونږ په مشرتابه کې د ایمانی فراست څرک لګیداى، نو په جګړه کې له دواړو خواوو د وژل شویو بیګناه ملکی افغانانو انځورونو ته یو نظر کتل کافی وه چې ویده وجدانونه راویښ او انعطاف ته تیار شوی واى.مونږ د نظامونو د نسکوریدو بوږنونکې پایلې لیدلی دی.  د  نظام د ټینګښت  لپاره مو مبارزه کړې ده. اوسنى نیوکې مو هم د نظام د پیاوړتیا په موخه دی.  هیله مو داده چې د نجیب دحکومت د نسکوریدو وروسته سناریو د تکرار د مخنیوی هڅه وشی.  مونږ ته له نسکور حکومت څخه اوسنى فاسد حکومت هم ښه ښکاریږی.د سولې  باور ترلاسه کول د ولسمشر غنی او د اسلامی نظام جوړولو ژمنه ترلاسه کول د طالبانو حق ده. که په پورتنیو دواړو برخو کې د دواړو خواوو باور ترلاسه شی، نو د یوې هوکړې ترمخ د لنډې انتقالی دورې لپاره د ګډ حکومت جوړول نه یوازې د دیموکراسی تمثیل او د اساسی قانون درنښت ده بلکې د حاکمې ډلې شهامت  هم ده.  له نیکه مرغه ولسمشر غنی اوس په مشروطه توګه  انتقالی حکومت ته تیارى ښودلى ده، خو د مخالف اړخ باور ترلاسه کولو لپاره باید د انتقالی حکومت د جوړښت لپاره وخت قید شى.مونږ د خیالاتو په نړۍ کې اوسیږو او کاذب غرور مو په عصبی سیستم باندی حاکم ده. د عینی واقعیتونو د درک وړتیا نلرو. یوه خوا د تیرو شلو کلونو خیالی لاسته راوړنو خوندیتوب بانه نیسی. له ځمکنیو حقایقو سره په ټکر کې وړاندیزونه کوی او بل لورئ یوازې دومره وایی چې اسلامی نظام قائموی او امریکا یې ماته کړې ده، نو کابل باید له هر ډول ستونځې جوړولو پرته ورته سلامی شی.دواړه لوری باید پوه شی چې که یوه خوا د جګړې لپاره ښه ورزیدلئ بشری منابع لری، نو مخالف اړخ هم افغانان دی او افغانان په جګړه کې ماتیدل نه منی. د تسلیمېدو خیال به محال وی  او د خپل ورور تسلیمول شهامت هم نه ده. افغانستان د شل کاله پخوا په پرتله اوس ډیر بدل شوى هم دى. ښه به وی چې له افغانان په خپلو کې د څه واخله او څه ورکړه فارمول تګلاره خپله کړی.ولسمشر غنی  اکادمیک شخصیت ده، وړتیاوې یې د انکار وړ نه دی. د اقتصادی ستونځو لپاره حل لارې موندلاى شی. کله چې په انګریزی ژبه خبری کوی، ښه استدلال کوی ، په موضوع حاکم معلومیږی او د مطلب په بیانولو کې د الفاظو له ستونځې سره نه مخ کیږی. خو په پښتو او دری کې په خپلو الفاظو تسلط نلری. په خبره ولاړ او تعهداتو ته ژمن شخص نه دى. کاری ټیم نشی جوړولاى.  په دینی او ملی مسایلو کې د افغانانو ترمنځ په حساسیتونو نه پوهېږی. له خپلو سرو کرښو اوښتل ورته عادی خبره ده. په کورنی سیاست کې د تسلسل  پرځاى د  تذبذب ستونځه لری. احساساتی پریکړې کوى او له واک سره د جنون تر کرښې مینه لری. د واک لپاره  تر هرې سرې کرښې اوښتلاى شی. په دیموکراسی کې دیکتاتورانه چلن کوی.

د ښځو د حقونو خوندیتوب، ټول شموله سوله سرتاسری سوله، باعزته سوله تلپاتی سوله او داسې نور شرطونه ږدی، خو په ارګ کې هره ورځ له پورتنیو شعارونو سره ضد او نقیض کړنې روانې دی.که نیمه نیم ښورې لاسته راوړنې ومنم، نو کمزورى پاشلى او د پردیو په مرستو ولاړ حکومت، پراخ مالی ادارې او اخلاقی فساد، له فقز بېوزلی بیکاری او ورځنیو جګړو سره لاس او ګریوان ملت هم د اوسنۍ دیموکراسی د شل کلنو لاسته راوړنو په کتار کې راځی او مونږ ته سوله مهمه ده.په مساجدو مدارسو، جنازو، هدیرو او د ودونو په تالارونو کې  بریدونه،  رب ته په سجده نسکور مسلمان وژل، په پوهنتونونو کې جګړه، په تور سرو باندې ناتار، د پلونو نړول د ښوونځیو سوځول د سرکونو خرابول څه ډول اتلولی ده؟

زمونږ په آند زمونږ په لاس مات شوی هیوادونه اوس هم په نړۍ باندی حکومت کوى او مونږ یې خیرات ته ناست یو. ولس مو په یوه ګوله ډوډۍ پیدا کولو پسې حیران ده. ځوانان مو له هیواد څخه تیښتې ته مجبور دی.  مونږ د خپل منځی اختلافاتو او کورنیو جګړو له امله تیت او پاشلى  ملت یو.  مونږ  مات شوى ملت یو. کله چې پردی پوهیدلی دی چې افغانان په خپلو کې هم یو بل سره وژنی، نو ځانونه یې ایستلی دی، خو مونږ کاذب غرور په سر اخیستې یو. د واک لپاره خپلمنځی جګړو ته د تیارى ښودلو شعارونه ورکول اتلولی نه ده.په اخر کې له جګړو څخه ستومانه شوى ولس چې سولې ته په انتظار کې یې د سترګو تور سپین شوی دی له دواړو څخه هیله مند دی چې فرصتونه هر وخت نه راځی شېبې په حساب دی. وخت په تیزی سره له لاسه وزی. جګړه ګټونکئ او سوله بایلوتکئ نلری. ستاسو یوه وړوکې غلطی دغه هېواد د تباهی کندې ته رسولاى شی او دغه مظلوم ولس له یوه بل ستر ناورین سره مخ کولاى شی. دغه خاوره مو عزت عفت مو ده او دلته په هسکه غاړه اوسیدل خوند راکوی. هر ځاى چې وغواړم کډه کولاى شم خو نه غواړم بیا مهاجر شم. د خپل رب، هیواد او تاریخ په سخت ازمون کې نښتې یاست. نن سختې پریکړې وکړئ تر څو سبا ته دغه ولس درباندی وویاړی. نن د خپل ملت او هیواد لپاره قربانی ورکړئ تر څو دغه هېواد وژغورئ. که داسې مو ونکړاى شو، د رب حساب او د تاریخ قضاوت ډیر سخت ده.بله اندېښنه داده چې زمونږ دهیواد راتلونکې سیاسی او امنیتی وضعیت د وړاندوینې نه ده. هر وخت هر ډول بدلون راتلاى شی.که بین الافغانی سوله همدغه شان له بن بست سره مخ وی او دواړه خواوې په خپلو دریزونو کې انعطافی اړخ خپل نکړی، نولرې نه ده چې له دغې نیمګړتیا څخه د پردې تر شا ناست پردى دښمن ګټه واخلی، ګډوډی جوړه کړی،د نظام کشتۍ څپانده، دسولې ټوله پروسه سبوتاژشی اوافغانان بیا یوه اوږده پردئ نیابتی جګړوکې ښکېل شی، بیا به هم د خپل وجدان په محکمه کې محکوم یاست او هم به واک له لاسه وتلى وی.هغه د پښتو متل دى چې وایی ژاولې خونجوړا شوې نه ستا شوې نه زما شوې!

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا