گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » ای دامارت مجاهدینو واورې !
ای دامارت مجاهدینو واورې !

ای دامارت مجاهدینو واورې !

دنواندیشی یادونه :پرته له دی چی ووایو د اسلام په مقدس دین کی چی د خوشحالی او سوکالی دین دی  موسیقی او هنر کوم ځای لری او که نه ؟ خو دا جوته ده چی پرنوروملنډی وهل ددغه سپیڅلی دین له محتوی او ماهیت سره ښکاره توپیرلری.اصولأ د اسلام د ددین اود الهی پیغمبرمحمد مصطفی  صلی الله علیه واله وسلم نړی ته د راتګ یو لامل د انسانیت پرمخ د ملنډو وهلواو حقارت  د تورداغ سره په کلکه مبارزه وه خو د خواشینی ځای دی له کله نه چی پرافغانستان د ډموکراسی په نامه ډرامه چی د قدرت او ځواک د لسګونو جزیرو پرستیژ کی ددرواغو په بدرګه ښودل کیده د امارت د مجاهدینو لخوا په داسی حال کی  دلایتنهی قدرت  او یوه شبه الهی منبر پر سر ښودل کیږی چی د ځواک دلسګونو نامسؤله  جزیرو ځای نیولی دی.معنا داچی د قدرت او ځواک په دی تورځنګل کی هرچاته چی ټوپک په لاس ورغلی اویا هم دیوویشتمی پیړې مایکروفون ځان مفتی اعظم بولی او د اولس د ملی او تاریخی ارزشونو د انهدام فتوی صادروی . زموږ محترم همکار ورور لیکوال او ټولنیزروڼانده  شخصیت الحاج حمیدالدین صدیقی د امارت دجنګیالیو هغه ویدیویی کلیپ ته په کتو چی د یوچا څخه یی  دموسیقی آلات نیولی اود هغه وړاندی یی ورته اور آچولی دی او طالبان  دغه کار د  اسلامی او مذهبی جهاد یوه برخه ګڼی او پرته له دی چی یوه مذهبی عالی فقهی مرجع فتوی ورکړی د موسیقی آلات سوزوی .! خپل نظر وړاندی کړی دی چی دادی له خپل همکار ورور الحاج حمیدالدین صدیقی څخه په مننه یی ترتاسو هم دررسو .

« یٰٓأَیُّهَا الَّذِینَ ءَامَنُوا لَا یَسْخَرْ قَوْمٌ مِّن قَوْمٍ عَسٰىٓ أَن یَکُونُوا خَیْرًا مِّنْهُمْ وَلَا نِسَآءٌ مِّن نِّسَآءٍ عَسٰىٓ أَن یَکُنَّ خَیْرًا مِّنْهُنَّ ۖ وَلَا تَلْمِزُوٓا أَنفُسَکُمْ وَلَا تَنَابَزُوا بِالْأَلْقٰبِ ۖ بِئْسَ الِاسْمُ الْفُسُوقُ بَعْدَ الْإِیمٰنِ ۚ وَمَن لَّمْ یَتُبْ فَأُولٰٓئِکَ هُمُ الظّٰلِمُونَ»اې مؤمنانو! نه دی نارینه پر نورو نارینه ؤ ملنډی وهی، کېدى شی چی هغوى له دوى څخه غوره وی. او نه دی ښځی په نورو ښځو ملنډی وهی، کېدای شی چی هغوى له دوى څخه غوره وی. پخپلو منځو کی یو د بل عیب مه لټوئ، او مه یو بل په بدو نومونو سره یادوئ. له ایمان راوړلو وروسته په فسق کی نوم پیدا کول ډېره بده خبره ده. کوم کسان چی دغه چار چلند پرېنږدی (توبه ونه باسی)، همغوى ظالمان دی.))-دغه طبقه خلک(ډمان) زمونږ په ټولنه کی تر نورو ټولو ټولنیزو طبقو کمزوری او عاجز خلک دی چه په کلیوالی سیمو کی دخلکو مړی او ژوندی دواړه د دوی دخدمتونو په وجهه تنظیم او سمبالېږی.دوی په کلیو کی د سلمانی، نورو کلیو ته دمړی او جنازی احوال، د ودونو او ښادیو احوال، په ودونو او جنازو کی ټول خدمات، د پیښو او اوبه خورویلو پاکولو او ځینی نورو ټولنیزو مسایلو په وخت کی د کلیوالو د خبرولو لپاره د چیغی ډول غږول او داسی نورو لسګونو خدماتو په څنګ کی د موسیقی آلات هم غږوی.

دغه کسب د پیړیو په اوږدو کی له پلرونو ورپاتې شوی چه اوس د دوی یوازینی کسب او پیشه ګرځیدلی. په نورو کسبونو کی خاص مهارت نلری.د یادولو وړ بولم که دغه خلک په پیشه د ډمانو په نوم یادیږی خو د اخلاقی لحاظه د نورو کلیوالو په شان دینداره او ډیرو ښو اخلاقو خاوندان دی، د دوی موسیقی هم هیڅکله په ټولنه کی دفساد سبب نده ګرځیدلی.او وړاندی تر دی چه دی خلکو ته د حلالی روزی ګټلو او معیشت وسایل او لاری چاری برابری شی. د هغوی د وسایلو د سوزول او ماتول ظلم او سپکاوی بلل کیږی، د چا د وسایلو سوزول او ماتول دحکومت شرعی مسؤلیت نه رفع کوی په کار ده چه اسلامی امارت د دی خلکو دحلالی روزی ګټلو او معیشت لپاره داسلامی شرعیت سره سم خپل مسولیت اجرا کړی او عدلی او امنیتی مراجعو ته جدی سپارښتنه وکړی تر څو دخلکو له سپکاوی او بی احترامی څخه ډډه وکړی.[سُوۡرَهُ الحُجرَات : ۱۱

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا