دادی نن مې بیا دلوی استاد ( استاد خادم بابا) دمنثورو اشعار له درانده اثر( خیالي دنیا)څخه دا عنوان ( ای دخیبر غرونو!) را غوره کړی اوتاسو د دشعر اوادب له مینه والو سره یی شریکوم هیله د ه په ادبی مینه خوند درواخلۍ داهم ( ای دخیبرغرونو!) لنډه خوږه ادبی پارچه !!!
پریږدئ، چې دیوې مور او يو پلارزامن سره په دیدارماړه شی، په یوه کورکې په یو انګړ کې دننه ، تاسو دکوه قاف مثال څله جوړکړی دی ؟را ټيټ شئ او په خپله سینه لیار ورکړئ ، هغه مېندو ته چی زامن یی تاسو یو تربله پناکړکړی دی ـ او هغه خویندو ته چی وروڼه یې دهغو په بې آبۍ په خپلوسرونه اورونه بلوي!بس کړئ دمېنانو ا وعاشقانو په مینځ کی رقیبانه سیاست ترکومه ؟مه کوئ سر کښته کړئ ـ هغه قام ته چې په دنیا کې ستاسو شهرت د هغه د ننګ اوآزادۍ مرهون دي! لیرې شئ پریږدئ دا لیاره ـ چی شل ملیونو زیات زړونه ورنه هغه خوا او دیخوا دپارې دریاب غوندې ، دآرمان ا و آرزو په اثر په جنبش کښې دي!ای د افغان دشهامت او عظمت ډبیرینویادګارونو! ای دلویې پختونخوا د مخ پوزې! نور د دوه سترګو دآشنایې او شناخت مانع مه کیږئ !هو! وشرمیږئ او و ویریږئ چې هغه طوفان راتلونکی دی چی په غرونو، رغونو، لوړو ژورو یو شان تېریږي ـ اونه پریږدي هیڅ یوه لوړه چی څو یی ټیټه نه کاندي! ای دپختونخوا دزړه دلعلونو او جواهرو خزانې! بس کړئ دپختونخوا دتحقیر اوتذلیل سبب نه شئ !هو ! بس !!!
کږه ، خوګیاڼي پنځلسم دغبرګولي کال ۱۳۲۸