گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » بابادستادتاریخونو وطن وران ګورم
بابادستادتاریخونو وطن وران ګورم

بابادستادتاریخونو وطن وران ګورم

د شاعری یادونه : درندو او عزتمندو دوستانو خویندو وروڼو درناوی او ښې هیلې می ومنئ .دا دی نن بیا وروسته له یو ځنډ خپل یولنډ نظم چی د( آسمانی غږ) څخه  چی عنوان یی دی ( خادم بابا ته) درسره شریکوم  په ادبی مینه یی ولولئ او ادبی خوند تری واخلئباباد ستا د تاریخونو وطن وران ګورم

ستا آباد شوی ګل ګلزار وطن تالان ګورم

هلته عرب و پاکستان او سعودی جنګیږی

هم د روسانو ، ایرانیانو ګوډاګیان ګورم

ستا دملت په ناموس داسی تجاوز رولن دی

دهرې خوا دغلیمانو نن بحران ګورم

ولس په غیږ کښې ګرځوی دخپل بچو سرونه

وطن په وینو سوردی قتلستان ګورم

کورونه چورشول ، پوهنتون او مکتبونه وران دی

هلته ! نن ټول داړماران ټیکداران ګورم

هم یې تاجک هم هزاره ، هم یې پښتون او ازبک

قتل او لوټ شول د ظالمو لوی کاروان ګورم

بابا را پاڅیږه له خوبه چی هیواد تباه شو

هلته ! دروس ، پنجاب ، ایران ډیرغلامان ګورم

بابا ته ووایه ! ولس ته چی وطن وګټی

هلته ! جامه دمسلمان کښې شیطانان ګورم

بابا ! زه بیا ستا دبچیانو لوی غورځنګ غواړم

چی ټول یو موټۍ شی دښمن تالان تالان ګورم

یادونه : پورته څو ګډې وډې کرښې د ۲۰۰۱ کال د مۍ د میاشتی په اومه نیټه لیکل شوی وی او دا دې  له تاسی درندو دوستانو سره یی شریکوم . 

                     نیټه : د دسمبراتمه ۲۰۲۰ ـ سکاربرو ـ آنتاریو ـ کاناډا

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا