گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » بـدنصـیبه قانــع ملـت او بختـــــور بـې مســئــــولیتــه مــــشــران !
بـدنصـیبه قانــع ملـت او بختـــــور بـې مســئــــولیتــه مــــشــران !

بـدنصـیبه قانــع ملـت او بختـــــور بـې مســئــــولیتــه مــــشــران !

څومره بد نصیبه قانع ملت او څومره بختور بی مسؤلیته مشران لرو. څوک پردیو راباندی مسلط کړی دی او یا هم داسې خلک راباندی مسلط دی چې ډیر انسانان یې وژلی وی.  په یویشتمه پیړئ کې هم فکر کوو چې حکومت کول د زورورو حق ده. د ملت دنده حکم منل او د حاکم د بدو اعمالو مخالفت د تمرد په کتګوری کې راځی.حاکمه ډله د ژوند تر پایه مشران وی. کله چې مړه شی، نو زامن یې په اوږو سپروو، لاسونه ورته پړقوو. هیڅ حاکم په مشورتې نظام، ملی مشارکت، د ولس د غږ په اوریدو  عادت نه دی.  د ملت د لوږې او د ژوند د نورو اړتیاوو په هکله ځان مسئول نه ګڼی. دا هر څه د خداى لخوا د تقدیر مسئله ګڼی، خو په ملت باندی د خپل حکم منل او  سرچینو باندې ټولواک کیدل د  خداوند متعال لخوا ورته سپارل شوى داسې حق ګڼی چې د واک د سلبولو او کمولو غوښتنه یې بغاوت ګڼل کېږی.متأسفانه چې په دربار کې د سلاکارانو په توګه ناست افراد هم د جابر حاکم ټولو کړنو ته د دین او یا هم کوم بل منل شوی مدنی قانون په چوکاټ کې د مشروعیت دلائل وړاندی کوی.که  ولس د حاکم  د ظلم  د زغملو حوصله له لاسه ورکوی او په وړاندې یې دریږی، نو حاکم ټولى جبراً د ملت په ستونی کې د حق غوښتلو غږ د تل لپاره بندوی.په تیرو څو لسیزو کې مو د کمونستانو د “کور کالی ډوډئ

د مجاهدینو “راغى اسلامی نظام وروڼو مبارک موشه” د طالبانو “د دوزخ لائقه طالبان ولې ځوروې” او اوسنى دیموکراسی “د ښځو او ځوانانو حقونه” ” وطنه مور یې زمونږ” او داسې نور مختلف نظامونه له مختلفو شعارونو سره وازمویل او مختلف مخونه مو ولیدل. د هغوى ترمنځ د ظلمونو او له ارزښتونو سره د ژمنې د کچې له توپیرونو سره سره هیڅ  اړخ هم د ولسی ارمانونو د تحقق لپاره د باور وړ ګامونه نه دی پورته کړی.شل کاله وشو چې د امریکا په خوښه کسان د حاکمانو په توګه راوستل شول. هغه نارواوې چې وشوې تفصیل ته اړتیا نلری. د دیموکراسی په تازه دوره کې د اشرف غنی له مشرتابه لاندې څو اشخاص چې د ځینو هویت هم نامعلومه ده له غربې فکر سره په پیراشوټی توګه را وارد شول، زمونږ ملی دودنه یې مات کړل، ملی ارزښتونه یې له پښو لاندې کړل، اخلاقی کودونه یې ونړول  او زمونږ سرچینې یې تاړاک کړې.البته هغه لسګونه زره افغانان ځوانان چې د ترهګرۍ پر ضد پردئ جګړه کې له خاورو لاندې شول د خاورو خوراک شول، کونډې یې خیراتونه ټولولو ته اړ شوې او یتیمان یې وږی ویده کیږی. په لسګونو زره هغه نور ځوانان هم وینو چې هره ورځ د فقر لوږې ناامنۍ او بیکاری له امله هیواد پریږدی او د مرګ له لارې ځانونه د یوې ګوله ډوډۍ موندلو لپاره پردیو هیوادونو ته تښتی.اوس داسې ښکاری چې د دیموکراسی په توره وهل شوی طالبان په دوهم ځل په هیواد باندې بشپړ تسلط غواړی او نور ورته د غوښن رول ورکولو لپاره تیارى نیسی. طالبانو ته د لوبې د ګټلو لپاره د فساد له امله له حکومت څخه ناهیلی شوى ولس، ځورول شوی احزاب، مأیوسه شوی اقوام او د ارګ د ناخوالو له امله د وطن پرسته افغانی کدرونو کتارونه د خامو توکو په توګه په لاس ورغلی دی. اوس نو ددغو پرګنو ملاتړ ترلاسه کول د طالبانو په وړتیا، ایمانی فراست او ژورلید پورې اړه لری چې په افغانستان کې یې د اسلامی نظام په پلوی او په راتلونکی کې د خپل سیاسی اړخ د پیاوړتیا په موخه وکاروی.زه منم ددغه نظام چارواکو په لمړی سر له طالبانو ظلم وکړ. په کورونو کې یې ونیول شول امریکا ته یې د څو پیسو په مقابل کې وسپارل شړل، هیواد پریښودلو ته اړ کړل شول او داسې نور ډیر وحشتونه وه چې انکار ورڅخه نشى کیداى خو اوس د انتقام وخت نه ده. کابل ته ننوتل او یا هم د ارګ نیول کیداى شی اسانه وی خو دلته حکومت کول خورا سخت کار ده. د طالبانو اوسنی د وضعیت د ارزولو وړتیاوې علمی کچې له خپل ولس او نړئ سره د هغوى چلن  او ذهنی ځانګړتیاو ته په کتو خورا زیاتې نیمګړتیاوې لری د خپل افرادو په روزنه او مدیریت کې ستونځئ لری. د هغوى افراد اوس هم ولس ځوروی، خلک کډو بارولو ته مجبوروی او د هغوى په جګړو کې د ملکی تلفاتو کچه لوړه شوې ده.په افغانستان کې خورا زیات خلک او کدرونه شتون لری چې په اسلامی نظام غیرمتزلزل باور لری، په ټولنیز عدالت او د خپلو ولسونو په ملاتړ ولاړ اسلامی نظام یې د څو لسیزو د مبارزې موخه جوړوی. په اسلامی نظام باندی د افغانانو ترمنځ اختلاف نشته. اختلاف په واک باندې دی. ستونځه داده چې طالبان د واک په انحصار او په نورو باندی د باور د نشتون په لاعلاجه رنځ اخته دی. دغه تشه باید هغوى په خپله ډکه کړی . که داسې نه وی نو دا وړئ نه شړئ کیږی.له حکومتی چارواکو سره د پرتلې وړ نه دی، خو بیا هم د هغوى په لیکو کې له فساد څخه ورهاخوا د حکومتی ودانیو د نړولو، سوځولو وژلو او خرابولو ذهنیت په پراخه کچه شتون لری.
طالبان د خپلو وسلوالو په لاس د وژل شویو ملکی خلکو وژل نشئ توجیه کولاى.په ځینو مواردو کې شواهد شتون لری چې د طالبانو دلګئ مشران مفتیان هم دی قومندانان هم دىږی قاضیان هم دی او څارنوال هم دى. د هغوى اړوند چارواکی د سرکونو اړولو، پلونو او ودانیو نړولو په وحشت کې ښکېل دی. په په پکتیا کې د نیمه جوړ شوی روغتون او د فراه ولایت اناردرې د ولسوالی نړول یې مشت نمونه خروار ده. څرګنده خبره ده چې په دغه ډول مواردو کې د مسئولیت نه منل په وحشتونو باندی ځان غلئ نیول طالبانو ته برائت نشی ورکولاى.ملت په نظام کې ستاسو نشتون محسوسوی ستاسو په رول سترګې نه پټوی، ستاسو نشتون کې نظام نیمګړى دى له تاسو سره سوله زمونږ د ټولنیز پرمختګ لپاره د اکسیجن  حیثیت لری مګر داهم واقعیت دى چې ولسوالی ولایتونه نیولو او د حکومت کولو ترمنځ زیات توپیر شتون لری. دلته ستاسو په ګډون نورو هم کابل نیولى او د حکومت کولو ناکامه هڅه یې کړې ده. اوس خو لا د حکومت کولو لپاره ډېرو داسې وړتیاو ته اړتیا شته چې تاسو یې تجربه نلرئ. تر ټولو مهمه خبره داده چې ستاسو په وړاندی ډیر پیاوړی کورنی او بهرنی حساسیتونه شتون لری او تاسو د دغو حساسیتونو د ګراف راښکته کولو لپاره هیڅ نه دی کړی. سپارښتنه مو داده چې په خپله د نظام ممکنه پاشلتیا خطرناک ګام مه پورته کوئ او د نورو لخوا د نظام د پاشلتیا د هڅو مخه هم ونیسئ. د سولې نوښتګر شئ د ستونځې د حل لپاره په زړه پورې وړاندیزونه وکړئ. افغانانو او نړئ ته ثابته کړئ چې تاسو له جګړو ورهاخوا د مدیریت سیاست نوښت او له نړئ سره د امن په فضا کې د اوسېدو وړتیا هم لرو.له نوروسیاسی ګوندونو اقوامو اقشارو اواصنافو سره د ګډ کاراو ګډ کولو کمال کولو لپاره ځانونه تیار کړئ. په ټاکنیز نظام کې سمون راتلل اړین دی خو د ملت د مستقیم ووټ پربنسټ ولاړ نظام د زعامت د ستونځو یوازنى حل لاره ده. که ولس د حاکم په اطاعت مکلف دى نو حاکمه ډله هم د خپل ولس د ټولو ستونځو د حل مسئولیت لری. د سیاسی مخالفت او د بیان آزادی دود ته وده ورکړئ. مخالفت ته د دښمنی په کتګوری کې ځاى مه ورکوئ.انتقاد او نیوکې د اشتباهاتو د مخنیوی او د خپلو سهوو ته د متوجه کیدو او سمولو لپاره اړینې وګڼئ. په مخالفت اړخ باندې د فتوا ورکولو پرځاى هغوى ته په مسائلو باندې د اګاه خلکو په څېر غوږ ونیسئ. که مو خبره خوښه نشوه نو هیڅوک یې هم په زور درباندی نه منی او هغوى ته ګواښ مه کوئ. ولس د خپل ځادمان نه ځانونه د ولس خادمان جوړ کړئ. په سیاسی مخالفینو باندې له شرعی ادرسونو څخه فتواو ورکولو مخکې د هغوى د مخالفت لاملونه درک کړئ

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا