گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » بین الافغانی ناستی اوپریکړه لیکونه که دتروریـزم مشروعیت ؟
بین الافغانی ناستی اوپریکړه لیکونه که دتروریـزم مشروعیت ؟

بین الافغانی ناستی اوپریکړه لیکونه که دتروریـزم مشروعیت ؟

موږ په وار وار ویلی دی تر څوچی د جګړی د جغرافیا اصلی پولی او سرحدونه د عقل له مرهمه پر ډکو پټیو ونه تړل شی او ددی هیواد بچوړی په آزاده توګه په خپله خاوره کی ځای پر ځای نه شی تل به یوازی ناستوته دبین الافغانی په نوم ورکولوتروریزم او دهشتگری  ته د مشروعیت له سنده بل څه نه شی تعبیریدلای !ننی ټولنپوهنی اواروا پیژندنی دا ښودلی ده له زوراو قدرت څخه مشروع ګټه آخیستل دیوه وګړی او یوه ملت د بقأ اوپایښت ترټولو غټ لامل ګڼلای شی .

خو ددی لپاره چی یوملت او دیوی ټولنی وګړی وکولای شی د نورو په وړاندی له زور او قدرت څخه روا او مشروعه ګټه پورته کړی نو ترهرڅه لومړی پکارده چی په ټولنه کی د وګړو ترمینځ د اعتماد او باور پر بحران برۍ وموندل شی او دا کار هله ممکن دی چی له هر ډول عقیدی ، مذهب ، قوم او نژاد اوچت  یوازی د انسانی ورور ګلوۍ له مخی د نور آندو یا دخپلو فکری مخالفینو درناوۍ په رسمیت ؤپیژندل شی او تردی چی ددرناوی دغه معیار په ټولنیز اوملی وجدان بدل کړای شی . خو له بده مرغه په ټوله بشری نړې په ځانګړی توګه په  افغانی ټولنه کی له ډیری مودی را په دی خوا  د نور آندوچی په فارسی کی ورته ” دیگر اندیشان ” وائی  او نورو راز ، راز فکری مخالفینو په وړاندی د زغم او تحمل کچه راټیټه او تردی چی انسان وژنه اوخپل  مخالفین  په راز راز نومونووژل ، ځورول او له مینځه وړل یوه ډیره له اهمیته لویدلی کیسه ده .

خواصلی  پوښتنه داده چی آخیر ولی دغه کرغیړنه غریزه دافغانی ټولنی د وروستنی تاریخ یوه برخه ګرځیدلی ده ؟ او تردی چی په ټولنه کی یی چی پر مذهبی او دینی سنتونو ولاړه ده د ټولنی پرروحانی او فقهی کړیو هم آغیزه آچولی دی لکه څنګه چی تاسو ولیدل او واوریدل څرنګه د افغانی ټولنی یوتش په نوم  مذهبی لارښود یو بی ګناه بنیادم چی کیدای شی له بل ځایه راغلی وی او له دغه مذهبی کانګستر سره یی هیڅ آړیکه هم نه وه لومړی یی کافر ګرځوی او وروسته یی په تحجر او استبداد پوښل شوی شرعی فتوی پر ځان اومال یرغل  ثواب او دالهی اجر د ترلاسه کولو سپیڅلی وسیله بولی . !!!

د مجاهدینو مشر شیخ الحدیث عبد الرب رسول سیاف چی د اسلام د سپیڅلی دین څخه د انسان وژنی د برچی په توګه ګټه آخلی .!!!

لکه څنګه چی داسلام مقدس دین اویا هم  د اسلام له ظهوره وړاندی بل هربل هریو آسمانی دین د عدالت او توحید پر ستنو ولاړ ؤ اودی  نو ځکه خو هیڅوګ نه شی ویلای چی څنګه دغه بربنډ جنایت یعنی پرځمکه کی د پروردګارد برحق استازی اوخلیفه په زجراو شکنجه سره  وژل او د هغه پر مال او شتمنۍ یرغل اوتجاؤزددین اوالله پرنوم ترسره کړی ؟اسلام پیژندونکی اودینی څیړونکی دا ډول دینی او مذهبی قرئت  له هم هغه مهاله چی د اسلام دستر پیغمبر محمد صلی الله علیه واله وسلم له دی فانی نړۍ سترګی پټی کړی نوپرقدرت او ثروت  مینانو ته دیوه پر عدالت ولاړ اسلامی نظام پر ځای د  مذهبی ظلم او استبداد ی حاکمیت لاره خلاصه شوه .

د فاطمی په نوم یوه د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ داسلامی حزب فعاله چی د همدغه داعشی قرئت پر بنسټ د خدای په لاره کی ځان وژنه  او د کفارو وژل د الهی اجر او ثواب لاره بولی !

چی په دی توګه د حاکمو اشرافی نظامونو د شرعی توجیه سرغندوی ځواک یی جوړ او په ټولنه کی د دیکتاتورانو او مستبدانو تر څنګ ودریدل نو ځکه خو نن ګورو چی په افغانی او ټولو اسلامو هیوادونو کی  له مذهب څخه دداسی له کرکی ډک  قرئت پالونکی ځواکونه دحاکمو نظامونو له لوری د مذهبی قدرتمند ځواک په توګه د خپلو سیاسی ګټواونظامونوپه لاره کی دیوی تیزی چاړی په څیر کارول کیږی .

واقیعت دادی لکه څنګه چی په لومړی سرکی ورته اشاره وشو ترهغی چی د انسان او د پر ځمکه د خدای دخلیفه په زړه او وجود کی د خشونت پر وړاندی کرکه او له هغی سره کلکه اخلاقی مبارزه را ژوندی نه شی لکه څرنګه چی تاریخی تجربو ښودلی ده نه شو کولای د مادی ګټودترلاسه کولو او حرص  په دغه لالهانده فضا او نړۍ کی دیوه قدرتمند ملی واکمن هیواد په توګه سر اوچت کړو .لکه څنګه چی زموږ د ټولنی وروستنی د څو لسیزو تاریخ او زموږ د هیواد جیوپولوتیکی وضعیت وښودله زموږ له دغه وضعیت څخه یوازی زموږطماع او پر آټومی ځواک مست او مجهز ګاونډیان زموږ تاریخ او جغرافیا په وینو لړلای شی .

لکه څرنګه چی ګورو له هغه وروسته چی په مسکو کی دبین الافغانی غونډی په نوم یوه غونډه جوړه شوه او زموږ دهیواد ځینو خوش باوره څیرو په هغی کی ګډون کړی ؤ د هغی په پر پل یی د روان کال ۲۰۱۹  د جون په ۷ مه او ۸ مه نیټه د  قطر په دوحه ښار کی یوه بله بین الافغانی غونډه چی د غونډی د ګډون والو په قول په غونډه کی یی په خپل خصوصی ګډون سره په  افغانستان کی ددائیمی سولی په نیت ځینی پریکړی وکړی او پریکړه لیک یی ولؤست

خو له هغه ځایه چی ددغه غونډو اصلی او پټ بلونکۍ هیواد یعنی د پاکستان هیواد پوځی کړی امریکا متحدو ایالاتو ته د خپل لاس پوڅی صدراعظم عمران خان پر لیږلو او چانو ولو لګیاؤ نو خلکو اود نړیوالوسترګو ته یی د خاورو په ور شیندلو په افغانستان کی د دائمی اوربند د رامینځ ته کیدو په موخه په پریکړه لیک کی ځینی داسی ټکی ورځای کړل چی په افغانی ټولنه کی یی د یوه کاذب امید ډیوه روښانه ساتله خو څرنګه جی ددوه مخی او منافقت په دیپلوماسۍ کی هرشانی دروغ ویل جواز لری نوځکه خو د دوحی کنفرانس پر خلاف چی په روښانه توګه یی د په افغانستان کی د بین الافغانی سولی څرنګوالۍ ښکاره کاوه او دهغی زیاتره برخی یعنی :   پنځم: د دې لپاره چې زموږ ولس د جګړې له زیانونو خوندی او د جګړې ناخوالې تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته اود سولی لپاره داعتماد بهتره فضاءجوړه شی د جګړې ښکیل اړخونه دې لاندې اجراآت ترسره کړی……الف ….ب ــ دهیواد په ټولو سیمو کې د عام المنفعه بنسټونو لکه، د دینی او مذهبی مرکزونو، روغتونونو، بازارونو، د اوبو بندونه او کارځایونو د امنیت تضمین. خو نه یوازی عام المنفعه بنسټونه لکه (د تعلیمی بنسټونو لکه ښوونځیو، مدرسو،پوهنتونونو او نورو تعلیمی ادارو حریم ته درناوی.)

بلکه له دغو بنسټونو څخه ګټه آخیستونکی افغان او مسلمان وګړئ هم   په وینو ولمبول شو . خو سخته حیرانونکی او جالبه یی داده چی لا پر کندهار د بی ګناه وګړو دوژلو د څرنګوالی پر سر د طالبانو او بهرنیو استخباراتی کړیو ترمینځ خبری پای ته نه وی رسیدلی چی د کابل په زړه کی یی پر پوهنتون وحشیانه برید د امارت اسلامی د مجاهدینو کارونه باله.!!! اود طالبانو انلائین ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټر پاڼه کی داسی ولیکل :

نن په کابل کی له پوهنتون سره نږدی چاودنه داسلامی امارت دمجاهدینو پوری تړاؤ نلری .نوځکه خو ویلای شو چی دنوروپه ماڼیو اودنګو ، دنګو دالانونو کی ناستې ، پاستې که په هرنوم او نښانه ترسره شی دتروریزم او دهشت ګرۍ د مشروعیت سند بللی شی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا