گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » بل ته دپړې ګوته نیول او خپلی نیمګړتیاوی هیرول دحل لار نه ده !
بل ته دپړې ګوته نیول او خپلی نیمګړتیاوی هیرول دحل لار نه ده !

بل ته دپړې ګوته نیول او خپلی نیمګړتیاوی هیرول دحل لار نه ده !

دنواندیشی لید لورې : سیاسی شنونکی او لیکوال محترم عبدالوحید وحید د طلوع تلویزیون د تاوده بحثونو په پروګرام کی په ګډون کولو د طلوع تلویزیون د خبریال ښاغلی شینواری  ددی  پوښتنی په ځواب کی چی د اروپائی ټولنی د سفارتی اړیکو لپاره لیوالتیا په کابل کی  څنګه آرزوې په لنډ ډول تر څیړنی لاندی ونیوه چی ددغه موضوع داهمیت له مخی چه اوس یی د افغانستان د جګړه ځپلی اؤلس لپاره لری له محترم وروروحید صاحب څخه په مننه له تاسودرنولوستونکواوکتونکوسره هم شریکوو .

___________

زما په آند خو دلته دوه بخش دی یو انسانی بخش دی د انسانی فاجعی د مخنیوی برخه ده او یو سیاسی بخش دی .زه داروپائی ټولنی اختلافات له طالبانو سره منم دهغوی پر ژورتیا باندی هم پوهیږم د هغوی په عمق هم پوهیږم د هغوی په ملاحظو هم پوهیږم لکن موږباید ډیر تمرکز په انسانی بخش کی وکړو افغانستان دیوی فاجعی خواته روان دی دیوه اقتصادی سقوط خواته روان دی .موږ خو نظام له لاسه ورکړ که څه هم دومره غټ تغییر رانه غلو او ناورین هم رامینځ ته نه شو خو که مو خدای نخواسته اقتصادی نظام نسکور شو او خصوصأ بانکی سیستم مو له کاره ولویده بیا به یوه داسی فاجعه رامینځ ته کیږی چی نه به یی اسلامی امارت د مدیریت وړتیا ولری او نه به یی اروپائی ټولنه !بیا به یی نه ملل متحد دابحران قابو کړای شی او نه امریکا !ډیره توجه باید پر دی باندی وشی چی د فاجعی مخنیوې څنګه وکړو؟ سیاسی مسائل به ځان ته پریږدوخو دیو بل سقوط په مخنیوی کی باید ټول سره یوځای شو د سفارتونو شتون به  دلته په دی ډیر ښه وی چی هغه به هر څه له نږدی ګوری .

که چیرته اقتصادی نظام سقوط کوی د هغوی د مخنیوی لپاره ډیر اقدامات کولای شی.ما ته پرون یوچا د یوه بانک عملیاتی مدیر راته وویل چی موږ ۲۵۰ میلیونه یوازی د ویسټرن یونین WESTERN UNION تادیات کړی دی او موږ ته پیسی نه شی را انتقال کیدای ترانزکشن بند ده نو موږمجبور یو چی ویسټرن یونین ته جواب ورکړو دغسی جوابونه  ورکول کیدل خلکو ته که دپیسو په وړاندی فاجعه رامینځ ته کیږی نو بیا نه یوازی دافغانستان بلکه د ټولی دنیا خیر هم نه وی . ځکه زه وایم چی تمرکز باید په دی وشی که دلته دسفارتونو شتون وی که له طالبانو سره تعامل وی که معامله وی که درسمیت پیژندل وی هرڅه چی وشی خو موږ چی د بحران د مخنیوی لپاره باید لازم اقدامات وکړو . که احیانأ دغه سفارتونه طالبانو ته یو مشروعیت هم ورکوی هیڅ خبره نه ده ځکه موږ دیوه بحران د مخنیوی لپاره کارکووله طالبانو سره دسیاسی اختلافاتو د څیړلو لپاره نور مسائل هم شته چی کمکونه دی او نورڅه ! د محترم عبدالوحید وحید د خبرو په مینځ کی د طلوع نیوز د تلویزیونی شبکی خبریال شینواری  پوښتنه وکړه چی اروپاېی ټولنه له طالبانو سره ژور اختلافات لری که سفارت موجود وی دغه اختلافات خو هم نور جنجال نه جوړوی ؟ هغه ددی پوښتنی په ځواب کی داسی وویل : زه له دغه موقع څخه په ګټه آخیستو به دا هم ووایم چی بل ته دپړې کوته نیول ډیر آسان دی راځی لږ په خپلو نیمګړتیاؤ هم غور وکړو . ….راځی د کور دننه هم موږ بعضی مسائیل لرو چی په هغوی کی د اصلاحاتو ګنجائیش هم شته سمون او بدلون هم راوستی شو د ملت غږ هم ده ددنیا او نړی والو غږهم ده ملی او دینی سری کرښی هم په وړاندی نه لرو په هغوی کی باید سمون موږ راوړو . بدلون موږ باید راوړو . په داخلی تګ لارو کی په خارجی سیاستونو او تګ لارو کی نو موږ له دنیا سره مشترکات پیدا کولای شو . …زه فکر کوم نړې تراوسه هم زموږ سره د مشترکاتو دپیداکولو کوشش کوی . خو موږ باید هغه را پیداکړو او داخو یودینی اصل دی هغه وایی هغه کلمی ته باید ورشو چی زموږ اوستاسو ترمینځ یوه ده . راځې هغه مسائیل را وڅیړو چی موږ اوتاسو دواړه خرابولی شی هغه پیداکړو اودهغوی له آدرس څخه سره خبره وکړو ، مشترکات پیداکړو ترڅو توافقاتو ته ورسیږو

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا