گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » بنډلی مامااودمتقی صاب فکاهیات!
بنډلی مامااودمتقی صاب فکاهیات!

بنډلی مامااودمتقی صاب فکاهیات!

زوی یی لوی کړی یاره دا زموږ د کولالګو ملا متکی صاحب خو هم په درواغو کی د آکوړی خټک څخه سند ترلاسه کړی دی !څنګه شمشتو آخند ؟ ولی وا دی نه اوریدل کله چی ملګرو ملتونو دامنیت شوری دپاکستان په غوښتنه د طالبانود بهرنیوچارود وزیر پر څوکې  کینول شوی  پهلوان امیر خان متقی ته د یوه دری ورځنی سفرمجوز صادرکړ اوپاکستان ته په یوه لنډ رسمی سفر ولاړ نو د معمول په څیرد اسلام آباد د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ   ته وروستل شو او هلته یی آلمانه  او له فکاهیاتو ډکه وینا وکړه او په ترځ کی یی د خبریالانو پوښتنو ته هم ځواب ووایه ! چی ځوابونه یی په آلمانه دروغو او لافوشافو ولاړ ؤ

نو کله چی متقی صاب د خپلو زرینو فرمائیشاتو په یوه برخی چی ؤ فرماېل چی ګنی نړې زموږ پر وړاندی داسی منفی او له دروغو ډک تبیغات کوی چی کیدای شی د هغو هم زړه ته لویدلی وی چی دالکه چی رښتیا دی . وایی یوه کلی ته کوم فقیر یا ملنګ ورغلې ؤ د کلی ماشومانو هغه په ډبرو ویشته او په عذابوؤ نو هغه ملنګ یا فقیر ورته ویلی دی چی په دابل کلی کی خیرات ده ډوډې دی وریجي دی غوښی دی تاسو هلته ورشی نو ماشومانو ټولو هغه کلی ته منډه کړه . کله چی خلکو ولیدل چی دا ماشومان ولی منډی وهی او چا ورته وویل چی هلته خیرات ده دکلی لویان خلک هم هغه طرف ته روان شول کله چی دا ټول خلک روان شول دخیرات لپاره دی کس چی په خپله یی داخبره کړی وه هغی ویل چی دادومره خلک یوی خواته روان دی خواه نا خواه یوڅه شته خپله یی هم هغی خواته منډی کړی . اوس زموپر ضد چی چا پروپاګند کړی ده څومره دروغ یی ویلی دی دومره ډیر یی ویلی دی چی اوس یی خپله هم رښتیا بولی اوس موږ له هغه مشکله نه شو خلاصیدلای !خو دمتکی صاب ددی کیسی په اوریدو هرچاته چی پاکستانی رنګونه نومی ډرامه یی لیدلی وی نو ضرور به په هغه ډرامه کی د بنډلی ماما کیسه ورته شوی وی چی یوکلیوال  لافوک چی ځان یی بنډلی ماما باله خپل د څنګ ملګری چی په کمیډی ډرامه کی رنبیلۍ بلل شوی دی د هغی په ځواب کی چی ویل یی سږکال هیڅ ګرمی نشته ؟ په داسی حال کی چی خپل ځان یی په کټ کی راسم کړ اوویی ویل : دابه څه یخنی وی رنبیلیه ؟ تا اصلی او سوچه یخنی لیدلی ده ؟ رنبیلۍ چی د ساړه یی ځان لړزیده وویل چی نه کوران ! نو واوره رنبیلیه ! دورځویوه ورځ وه چی زه په صحرای اعظم کی روان وم اوسخت اوړې ؤ ته خبریی رنبیلیه دومره سخته یخنی وه چی په وجود به خوله سمدستی واوره شوه …..نورنبیلیه کوم جهاز کی چی زه په سفر تللی وم نو هغه جهاز ډیر زیات ستړی شو نو راته یی وویل چی بنډلی ماما زه نور پکی نه یم ، یاره خدای شته چی زړه می پری ډیر زهیر شو یو خواته می وتړلو او تازه واښه می ورته واچول ما ویل خوره یی !ما ویل پریږده چی ښه موړ شی . او په خپله ورته بی غمه ویده شوم یاره رنبیلیه داراویښ چی شوم کنه ! څه ګورم چی نه ګورم چا رانه څپلۍ غلاکړی دی!               

        نو ما ویل رنبیلیه چی اوس به  پایدل څنګه ګرځۍ ؟ دا خو بده خبره ده نو بس داسی می چی وکتل نو دبدو شامتو یو هاتی (فیل ) مخی ته راغې ! ناڅاپه یوځوان چی چوپانۍ یی بولی کوټی ته راننوزی او له ځانه سره دا وایی چی څه کوران او کوران شروع کړی دی خیر خوبه وی کنه ؟ بنډلی ماما چی د صحرایی اعظم کیسه یی کوله ورته وویل چی چوپانیه په خیر !ددی سره جوخت رنبیلی هم ورته په داسی حال کی چی له ساړه یی ټول بدن په لړزیږی چوپانی ته چی تازه کوټی ته راننوتی ؤ ستړی مشی وائی کله چی بنډلی ماما د رنبیلی دغه غبرګون ګوری نو ورته په اوچت آواز پری غږ کی چی بس یاره رنبیلیه خبره واوره ! بس هغه هاتی (فیل ) ته ورلاندی وتم …..ناڅاپه چوپانۍ په خبرو راغلو اوورته یی وویل چی کینه مړه ته ګوره وائی چی هاتی ته ورلاندی وتم !!….ورپسی بنډلی ماما په سخته لهجه پر رنبیلی آکا غږ کوی چی هلکه رنبیلیه دا چوپانې لږ سم کړه ! …..بس رانبیلیه ما هاتی ته ویلی چه بچو ته پر چا اوړیدلی نه یی ! بس داسی می کړو داسی می کړو بس حلال می کړو !!!او څرمن می ترینه وکښله او دهغه د څر منی څخه می ځان ته ښی مزی داری څپلی جوړی کړی ! رنبیلی په حیرانتیا سره وویل ! هو کورانګو !!! چی چوپانی ورته وویل چی څه هره ګړی وایی کورانګو ، کورانګو !! د هاتی د څرمنی به څه څپلې وی ؟ څپلی چی کومی دی کنه د زمری د څرمنی وی ! چی وای چوی بس سړې پکی د رڼیدو ملک ښکاری ! سمدلاسه پری بنډلی ماما د ژبی ګوزار وکړ او ویی ویل چی بس ته دی دغه خولی ته وګوره ا دزمری څرمنی ته ! چوپانې ورته په ځواب کی وایی : دا څپلۍ ما په پښو کړی نه دی څه ؟ د برما ځنګل څخه خلک دزمریانو ګواری او ګلې راولی ځان پوه کړه ! همدلته بنډلی ماما ! رنبیلی ته په مخ ور آړولو واېی بس همدا مشادې او دا دزمری څپلي ؟ غلي شه هغی خواته کینه ! دلته د کلی بل کس چی پردلی ماما یی بولی حجری ته رادننه کیږی او پوښتنه کوی چی هلکه څه خبره ده ؟ همدلته رنبیلی چی رنبیلی ماما یی بولی داسی کیسه کوی چی بس په یخنی اوساړه پسی کیسه راغله اوبنډلی ماما وایی چی ما دهاتی له څرمنی څپلی جوړی کړی وی ! او دا چوپانۍ بیا وایی چی ما د زمری له څرمنی څپلی جوړی کړی دی … وروسته پردلی ماما پوښتنه کوی چی داد کومووختونو خبری کوي ؟ یاره هغه څه وختونه ؤ؟ خلکو به د زمرو او هاتیانو د څرمنو څپلۍ په پښو کولی پوه شوی کنه ؟ چوپانی ورته په ځواب کی واېی چی اوس هم په بازار کی خرڅیږی ولی ما په پښو کړی نه دی ؟ رنبیلی ماما د پردلی ما ما ددی خبری په وړاندی یو سوړ آسویلۍ وایوست اوبیا یی ویی وو یل چی هو کورانګو!!پردلی ماما ورته وویل چی رنبیلیه !اوس چی خپله څرمن هم خرڅه کړی کنه نو یوه جوړه څپلې به پکی جوړی کړی ؟څه پوه شوی !؟

ښه ، ښه تا ته دی وویل شی پاکستان ته په سفر کی دا دکلالګو ملا نوری څه نخری کړی او اوتی بوتی ویلی دی  ؟ شمشتو آخند ! ستا بلا واخلم  بس هغه د مشهور متل په مصداق چی وائی : پهلوان زنده خوش است ! کله چی له متکی صاب څخه د اسلام آباد په تحقیقاتی مرکز کی پوښتنه وشوه چی ګنی تاسو خبری اتری له پاکستانی چارواکواوچینائی مقاماتو سره څه وړ وی نوهغه دخپلو خبرو او طالبی له پخوا لیکل شویو ارشاداتوپه ترځ کی داسی ؤفرمائیل : موږ د افغانستان د اسلامی امارت استازیتوب په بهرنیو چارو وزارت کی وکړهغه داؤ چی دسیمی اونړی سره مو دنوی او په همکارۍ ولاړد بهرنی سیاست پر مټ د تعامل مشترک کار پیغامونه ورکړل . سیمی ته مو مرکزی پیغام د اقتصاد محوره بهرنی سیاست ؤچی مرکزی اتصال او ترانزیټ پکی مرکزی ټکې ؤ.زموږ د اقتصادی اتصال دسیاست یومهم لورۍ پاکستان ؤ موږپه سیمه کی د اقتصادی اتصال په هکله کافی لیوالتیا لیدله .خصوصأ منځنی آسیا او جنوبی آسیا کی ،ومو کولای شول چی داد لسیزو خوب ډیر ژر رښتیا کړو . ددی سیاست ګټه یوازی د افغانستان نه بلکی د ټولی سیمی نه یوازی دپاکستان بلکه د منځنی آسیا مشترکه وه …صبر ، صبر ، بنډلی ماما ! هو خدایګو اوس پوه شوم هغه د پنجابی سامراج د یوه ژورنالیست چی حامد میر نومیده او له پاکستانی کړیو سره یی ګرمه  پالی د هغه د تیر مهال خبری اومرکه څنګه د متقی صاب چی  ځینی یی د کلالګو آخند بولی په دی شپواو ورځوکی یی  وار په وار را تکراروی ! ښه ! ولی بنډلی ماما دغه  خبریال خو د هم هغه وخت چی نصیر الله بابر د پاکستان دکورنیو چارو وزیر ؤ پاکستان ته طالبان په ګټه دی او که په تاوان ؟تا وانه اوریدی چی څنګه د ملاصاب متکی  د کراېی سفر په ترځ کی د پاکستان د هری رسانی له خوا تکراریږی ؟

ښه نو حامد میرمبارک له خدای ته ورغلی نصیر الله بابر سره په مرکه کی څه فرماېلی دی . تاته دی وویل شی شمشتو آخند ، دحامد میر مبارک خبری چی دکاڼی کرښی دی د طلبای کرامو هغه لومړی شیبی ورپه ګوته کوی کومی چی د هغوی د راپورته کیدو په لومړنیو شیبو که د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر خدای ته ورغلی نصیرالله بابرهغه خبری غونډی ته ورغلی ؤ چی د افغانستان د حالاتو د جاج په غرض جوړه شوی وه  او له حامد میر سره یوه بل ژورنالیست همکار نصرت جاوید هم تری په دی باب چی د طالبانو پروژه د پاکستان په ګټه ده اوکه په تاوان پوښتنه کړی وه نو په هغه خبری غونډه کی یی داسی ځواب موندلی ؤ : داچی موږ طالبان د پاېپ لائین پولیسو په توګه رامینځ ته کړی دی او ددغه پائپ لاین یوه برخه له ازبکستان څخه تر پاکستان را غزیدلی ده او هیڅوګ ددغه پائپ لاین د ساتلو چاری پر غاړه نه آخلی دا ځکه چی په افغانستان کی حکومت د شمالی اتحاد چی د هندوستان او ایران له لوری تقویه کیږی په لاس کی دی نوځکه خو یوازی افغان طالبان کولای شی چی دغه د ګازو پائپ لائین وساتی نوځکه خو موږ هم ددغه ملیشأ ځواک سره مرسته کوو …..

هیڅوګ نه پوهیږی چی داد کلالګو ملا په یو ویشتمه پیړی کی څنګه او چاته فریب ورکوی ؟ که څنګه شمشتو آخند ! د کلالګو ملا عرٌف پهلوان امیر خان بیا څه ویلی دی که څنګه ؟ ولی وامو نه وریدل کله چی دنجونو اومیرمنود ښوونځیواوپوهنتونونو د تړاؤ په رابطه تری ؤ پوښتل شول نو په طالبی  جرئت یی ځواب ورکړچی : موږهیڅکله هم نه دی ویلی چی تعلیم د ښځو تعلیم حرام ده موږ دا خبره نده کړی همدا شان موږ هیڅکله هم داخبره نه ده کړی چی دښځو تعلیم ابدأ ممنوع ده بلکه کومه خبره چی شوی ده په هغه کی دا ویل شوی دی چی تر امر ثانی پوری به دا شې معطله وی !نو لهذا دلته د حرام والی یا ابدی ممنوعیت خبره نده راپورته شوی . به ، به چشم ما روشن ! د الله باید ټول ملت بلکه ټول اسلامی امت او ټول بشریت شکر او باسی چی د کلالګو ملا عٌرف پهلوان  امیرخان په څیرد اولیأ الله له کهول او دلدنی علومو څخه برخمن رجال یی چی بی له زده کړو او یوازی د کشف او مراقبی په وسیله زده کړی  هره پیړی د امت له مینځه را پورته کړی اود تیروالولعزمه انبیأو کړه وړه اوعملونه یی ناسم بللی دی .خو که د سرامن وی داد کلالګو ملا ته چی پر پهلوان امیرخان مشهور دی باید وویل شی چی هربنیادم که ښځه ده او که نارینه د عقلانیت او پوهی مرغلری سره  چی الهی نعمت ګڼلای شی نړی ته راځی اودخلقت په ټوله لاره کی یی بدرګه کوی اوطبیعی ده چی ددغه لاری اوتاریخی واټن په وهلو دا الهی مرغلره اودخالق ذات له لوری د ا د خلقت د تکامل  الهی نعمت او لورینه هم یوځای  ورسره وده اونمو کوی او دتکامل اوچتو پړاؤنو ته رسیږی نو ځکه خو ویلای شو چی دغه جوهراود بشری تکامل الهی مرغلره هیڅوګ ، هیڅکله او په هیڅ ډول بهانونباید چی وځنډوی .  

د افغانستان یو مخور لیکوال او نامتو ادیب خدای بښلی استاد سعدالدین شپون چی کالونه وړاندی  له دی فانی دنیاګۍ سترګی پټی کړی د خپل ژوند یوه خاطره چی دیوه بل خپل دوست اودهجرت د مهال ملګری خدای بښلی رسول آمین په کالیزه کی یی کښلی ده یوځای داسی بیانوی !…… هدایت امین ارسلا د پېښور په ګډوډ شاهۍ کې، د ګیلانی په سپارښتنه د جلا وطنه  حکومت خارجه وزیر وټاګل شو. هغه رښتیا وګڼله ، د اتاشې د تور بکس سره کابل ته روان شو. تورخم کې چارواکو ودراوه، د پاسپورټ پوښتنه یې ترې و کړه. وزیر صیب په غوسه شو چې د یوه ملک د خارجه  وزیر په حیث د ده سیاسي مصوونیت ته ګواښ شوی. نو هغوی په ډېر عزت یوې تیارې کوټې کې بندي کړ. لنډه دا چې امین صیب او د فدا یونس په نامه یو پاکستانی چارواکی پرې خبر شول، ورغلل او بېرته یې سلامت پېښور ته راووست… اوس هم هغه د خدای بښلی استاد سعدالدین شپون په لاسونو کښل شوی داستان د کلالګو ملا عٌرف پهلوان امیر خان په باب هم کټ مټ تصدیق کیدای شی .پهلوان امیرخان هم چی کله ځان دمافیائی اقتدار په ناولی او خیرنه استخباراتی هنداره کی وګوری نوداسی انګیری چی په  رښتیا هم د یوه جنګ ځپلی هیواد د زخمونو مبلغ او ژبه ده .نوځکه خو هم چی دپاکستان یوه استخباراتی مرکز ته بیول شوی ؤهلته یی داسی باټی او لافی له بهر څخه د راغلیو مرستو په باب داسی پیل کړی . کومی مرستی چی راځی ټولی هغو خیریه بنسټونو ته راځی . تراوسه پوری د امریکا له لوری یو ډالر مرسته هم نده راغلی بلکه برعکس یی زموږ نه میلیارده ډالر کنګل کړی دی . زموږ پر بانکونو یی بندیزونه لګولی دی نو هیله ده چی په دی مسائیلو کی ټول د قلم خاوندان سرچ وکړی ، دقت وکړی ،چی دا پیسی چی راځی دا چاته راځی ، په کومه طریقه راځی او په کومه طریقه مصرف کیږی ؟هیڅوګ حتی د طالبانو د لوړ پوړو چارواکو په ګډون له دغه واقیعت څخه سترګی نه شی پټولی چی د اشرف غنی په مشری دپخوانی حکومت له نسکوریدو لږ راپه دی خوا هره اونۍ او کله نا کله په هرو دوه اونیو کی له څلویښتو میلیونونو زیاتی نغدی او ډالری کڅوړی د افغانستان د بین المللی بانک Afghanistan International Bank  یا (AIB ) له لاری چی په نړیواله سطح اعتبار لری او په کابل کی زیاتره میشت  بهرنی مؤسسات او استازولیو په دغه بانک کی حسابونه پرانیستی دی او ددغه بانک له لاری میاشتنی لګښتونه تر لاسه کوی نو ځکه خو د افغانستان مرکزی بانک ته ددغه بانک له لوری په بازار کی د ډالرو دبیی د ساتلو په موخه په منظمه توګه تر لاسه کوی او هغوی هم دهمدی موخی ته درسیدو په هیله په هرو دوو اونیو کی زیات شمیر ډالر بازار ته د خرڅلاؤ په خاطر وړاندی کوی .همداشان هره اونئ اویاهم په دوه اونیو کی دافغانستان بانک له لوری په میلیونو ډالر بازار ته دخرڅلاؤ په موخه وړاندی کیږی چی دیوه ځل خبریی په لاندی توګه ستاسو ددرنو لوستونکو د خبرتیا په موخه وړاندی کوو :۱۴۴۴ شوال المکرم ۱۸ مه د افغانستان بانک غواړي چې د ۱۴۴۴ کال د شوال المکرم د میاشتې په ۱۹ نېټه (۱۴۰۲/۰۲/۱۹) د سه شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر(۱۴) میلیونه امریکايي ډالروپورې دلیلام په ډول وپلوري. دافغانستان بانک له سوداګریزوبانکونو او د صرافۍ اود پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرایطو برابر وي، غوښتنه کوي،څوپه دې داوطلبۍکې ګډون وکړي. دداوطلبۍ ګټونکي اړدي څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي.د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي،دداوطلبۍ ګټونکي اړدي چې دخپل ذمت دقیمت پیسې په یوځل په نغدي ډول په ټاکلي موده کې دافغانستان بانک ته وسپاري.پورتنی خبردافغانستان بانک له لوری د۱۴۰۲کال دغوائی د میاشی په ۱۸نیټه چی۲۰۲۳میلادی کال د می له آتمی سره سمون خوری د نوموړی بانک له لوری خپور شو

که څه هم دا څرګنده او ښکاره وه چی د پاکستان ، چین او افغانستان  ترمینځ تشریفاتی ناسته په داسی حال کی ترسره کیده چی د پاکستان په غوښتنه او مصرف د ملګرو ملتونو د امنیت شوری د بندیزونو کمیټی د روان کال د می له شپږمی د می تر نهمی نیټی پوری پر امیر خان متکی د طالبانو پر خارجه وزیردسفر  بندیزلیری کړی ؤ ترڅو وکولای شی د پاکستان ، چین او افغانستان په ګډه غونډه کی ګډون وکړی خو هیچاته هم جوته نه وه چی د طالبانو د امارت دبهرنیو چارو وزیر پاکستان ته دتګ پروګرام څنګه په دوحه کی د افغانستان په هکله د ملګرو ملتونو د عمومی منشی په مشرې رابلل شوی غونډی اړیکه او تړاؤ د امیر خان متکی له وروستی سفر سره څه ده ؟ خو سیاسی څیړونکی ، لیکوال او د افغانستان د ولسی سیاسی جرګی بنسټ ګر محترم صدیق منصور انصاری چی له کابل څخه خپریدونکی ژوندون تلویزیونی شبکی سره یی خبری کولی پاکستان ته  د امیر خان متکی دوروستنی سفر په باب داسی وویل :

هلته چی نړیواله غونډه کیږی او زما سترلوی او دروند وزیر دی بیا پنځه دیرش کیلو پنجابې جنۍ ته ورروان وی او ویل کیږی دی چی دا به بیا ولاړشی اسلام آباد ته چی یوازی پاکستان ته سفر کولای شی او هغه به هغه ته  په غوږ کی هغه ټولی خبری وکړی چی هلته یی پټی اوریدلی دی که ددغسی حالاتو او دغسی سفرونو تحریم ونه شی په دی عظمت چی موږ د امارت دعوی لرو په دی عظمت چی موږ د شرعی نظام دعوی لرو په دی نوم چی دلته مو دښځو کار او دنجونو مکتبونه او پوهنتونونه بند کړی دی اوبیا زه خپل دروند وزیر هغه پنجابی ۳۵ کیلو وزیری ته ورلیږم چی له هغی نه خبری واوری یا په مجالسو او محافلو کی ګډون وکړی او یا دهغوی سره مخ شی که دا تحریم نه شی ډیری ناکردی اودغه دافغانستان سرنوشت به د انګریز په اشاره د امریکی په اشاره نړیوال دغسی ښېی چی دا دپنجاب او پنجابی اسبلشمینټ په لاس کی دی هغوی چی څه ناکردی وی په دی مظلوم ملت به یی کوی داکه د امارت تر چتر لاندی وی ، داکه دوزارت تر چتر لاندی وی دا که دولایت اویا بل نوم ! نودی مسائیلو ته باید جدی پاملرنه وشی د افغانستان دخلکو وقار ، عظمت او ایمان باید په دغسی سپکو تلو او دسپکو خلکو سره په مجالسو او محافلو کی ترپښو لاندی نه شی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا