گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » بربنډجنایت اودخندا وړتوجیه !
بربنډجنایت اودخندا وړتوجیه !

بربنډجنایت اودخندا وړتوجیه !

د خوست د صبریو، ځاځی میدان او باک په ولسوالیو کې د کشفی او اطلاعاتی معلوماتو پر بنسټ ، د ولسونو په غوښتنه او له دوی سره په پوره همغږۍ د ملی امنیت د ځانګړو ځواکونو د نظامی شورا تر پریکړې وروسته عملیات ترسره کړل په لړ کې یی د مکتب بازار، زمبر ،نوری کلی،فقیرانو ډنډ او پرته غونډۍ سیمې د حقانی شبکې له ترهګرو څخه چې ولسی خلک یی ربړول پاکې شوې او په دې سیمه کې د حقانی شبکې هسته هم له منځه یو وړل شوه……..

دادهغه خبر یوه برخه ده چی نن د ۱۴۰۰ لمریز هجری کال د حمل یا وری میاشتی  په یولسمه نیټه د ملی امنیت د ځانګړو ځواکونو لخوا خپره شوی ده او دا عملیات یی داسی ګڼلی دی چی ګنی د هغوی په له مینځه وړلو یی د حقانی شبکی هسته هم له مینځه وړی ده . خو لکه څنګه چی خبر یاست دوه ورځی پخوا د خوست په مرکز کی د کمپائین په نوم وسله وال ځواک چی یو غیر مسؤل او د وژونکو یوه وسله واله ډله ده دخوست ولایت اړوند دصبریو سیمه کلابنده او بی ګناه ماشومان او میرمنی یی په خورا بی رحمې سره په شهادت ورسول

ددی  بربنډ او خونړی جنایت ترټوغټ توجیه کونکی اونا خبره ظالم تش په نوم والی تورن جنرال مهمند کټوازی چی د شمال د شاهین قول اردو کی د مشری پرمهال د بی غورۍ په تورد محکمی په حکم پرتنفیذی زندان محکوم شوی ؤاود څرخی پله په زندان کی دیونیم کال بند له تیرولو وروسته نیغ په نیغه د خوست پرغیرتی خو ګوسفندی ولایت کی د والی په حیث وټاکل شوترټولوجالبه خویی داده چی همدا کټوازی جنرال صاب مهمند چی د خلق اوپرچم له پاتو دی اود جبارقهرمان له وژلووروسته ددغه ګوند مشرتوب هم ورترغاړی شودخوست له غیرتی ولسونو څخه د یوه مرموزغچ آخستلو پروژه هم ورته وسپارل شوه .

په هر حال دا به پریږدو چی ولی د مهمند صاب او نور تش په نوم داعشی  جنګیالی یی چی پرون د سره پوځ د هدفونو په لاره کی جنګیدل او نن د تورښکیلاک دلاری ساتونکی دی خو دا پوښتنه ضروررا پیداکیږی چی آیا په زانګو کی ماشومان ، میرمنۍ او بوډاګان په ډیره بی رحمی سره وژل او بیا هغوی ددښمن ځاله او د حقانی شبکی د هستی په له مینځه وړلو توجیه کول اوهمدا ماشومان ددغه شبکی قوماندانان ښودل هم توره او غیرت دی ؟

اوته او خدای آیا له تا  جناب کټوازی صاب چی د ولایت د مقام پر ګدی یی کینولی یی ددغه عملیاتو څخه خبر وی چی فرمایی چی ګنی دغه عملیات د نظامی شورا له پریکړی سره سم د صبریو د اولس په غوښتنه ترسره شول ؟ او آیا په افغانستان کی د افغان ولس مشر او اعلی سرقوماندان په ګډون د ځانګړو ضربتی ځواکونو له عملیاتو خبریږی ؟ دا به هم تاریخ ته د  قضاوت په موخه  پریږدو او راتلونکی تاریخ به پری قضاوت کوی خو آیا له دغو خونړیو عملیاتو وروسته مو د نسبی  امنیت په خاطر کوم اقدامات کړی دی ؟ یعنی تاسو څومره ډاډه یاستی چی ستاسو په دغه عملیاتو وروسته به دصبریو او نورو له صبریو سره ګاونډی سیمی په سوله او امن کی ژوند وکړی ؟یعنی تاسو څومره ډاډه یاستی چی ستاسو په دغه عملیاتو وروسته به دصبریو او نورو له صبریو سره ګاونډی سیمی په سوله او امن کی ژوند وکړی ؟ تاسوته چی د عمر زیاته برخه مودهیواد  په پوځی ډګر کی تیره کړی ده نه ښائی چی د څو ډالرو د تر لاسه کولو په هدف د خپل قوم عزت سودا کړی او هغه څه چی تاسو تری  هیڅ شانی خبر نه یاستی دنورو په خوښه توجیه کړۍ .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا