گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » بیرته شه دخدای په فضل !
بیرته شه دخدای په فضل !

بیرته شه دخدای په فضل !

معززو دوستانو خویندو وروڼو. دادی بیا وروسته له یوی اوږدې مود ې بیا هم د لوی استاد  استاد خادم له اثاروڅخه  یوه ښکلې منثوره ادبی ټوټه را غوره کړی اوپه ادبی مینه یی له تاسو درنو دوستانو سره شیریکوم ، او هیله ده په ادبی مینه یی ولولئ .مننه اودرنښت

__________________________________

چیرته د یو لوړ غره په څوکه جګ او محکم کوټ اوحصار دی .په دی حصار کښې دننه یو ښار دی چی له عجایبو او غرائبو ډک دی .  دلته ددنیا قیمت بها توکی ،  نعمتونه ، لعلونه، مرغلری ، جواهر، دانی اودولتونه موجود دی .دحصار دننه اوبیرون دروازې ټولې فولادی دی  اوکلکې جندرې ورته پرتې دی . په دی سر مهره ښار دهیچا لاس نه برکیږی!نه پو هیږم کوم یو دخدای دوست بنده په دی خبره څنګه پوه شوی ؤ چب دا حصارونه او جندرې ټولې طلسمې دی . دا طلسمونه په دی ماتیدای شی چی ددغه مملکت خلک ټول په خپلو پښو دکلا خواته راشی ودریږی ا وبه یو آواز ووایی : (( بیرته شه د خدای په فضل!))دوطن خلک وږی ، تږی ، بربنډ ،یو دبل په اوږو سپاره اونارامه وو : پلی دسپرو ا وسپاره دپلو له لاسه ! ـ  چی دا خبره یی واوریده ، هریوبه پټ پټ ، غلی غلی پلی اوسپور را ته او غږ به یی کاوه ـ

(( بیرته شه دخدای په فضل !))

مګر د خدای دا فضل یوازی دیو کس یا څو کسو په نصیب نه وه او ، خلکو دا زړه نه کاوه چی ذاتی اغراضو څخه تیرشوی وای ! په ګډه ، پلی راغلی وای  اوپه ګډه یی دا کامیابی حاصله کړی وای ـ په دی غږ چی (( بیرته شه دخدای په فضل!))ورځی ا وشپې تیریدی . دوی ټول په خوارئ ؟ ذلت او حقارت مبتلا وو . نه په مملکت کښې روغه کوټه وه ،  نه روغ صورت ، نه مړه ګیډه . نه روغه تڼۍ  او روغ زړه !ـ  مملکت د لعلونو او جواهرو څخه ډک ؤ . فقط همدومره وه  چی دوی ټولو نه غوښتل چی ټول اسوده شی . په  شرافت ژوند وکړی.  په خپلو پښو ودریږی او په یو  آواز ووایی چی :(( بیرته شه دخدای په فضل !)) دا مملکت اوس هم شته . اوس هم پکښې هماغه حال دی . دخدای هغه بنده اوس هم هماغه ناری وهی . مګر خلک نه غواړی چی یو دبل له اوږو کوز شی و اسوده شی،  او دخدای دفضل مستحق شی ـ ځکه نو تش په یو خوله نه وایی : (( بیرته شه دخدای په فضل )) !!!

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا