گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » بیا نو نه پښتون شته نه هـــزاره، نه بامیـــان شـــته نه لغمان !
بیا نو نه پښتون شته نه هـــزاره،  نه بامیـــان شـــته نه لغمان !

بیا نو نه پښتون شته نه هـــزاره، نه بامیـــان شـــته نه لغمان !

ازادی د قانون په اډانه کې د ایښودل شویو پولو په چوکاټ کې د ننه د وینا ، عمل او خبرو واک اختیار درلودل دی، خو چې د نورو خلکو خپلواکی ته ګواښ متوجه نکړی. آزادی او خپلواکی د ملی یووالی ، یو موټئ او اګاه ملت، سوکاله ارام، با کفایته زعامت اوښه مدیریت، سالمې دولتی اداری، پیاوړئ امنیتی ځواک، غوړیدلئ ملې اقتصاد، ملی ګټو ته ژمن دیپلوماتیکو بنسټونو په شتون کې تحقق مومی. مونږ دازادی او خپلواکی لوړې څوکې ته د رسیدو لپاره چې زما په آند د اړتیاو د ګراف په ښکته راتلو کې متصور ده، په بالقوه توګه بشپړ بشری ، مادی او معنوی امکانات لرو ، خو یوازی دیوه پیاوړی ملی او اسلامی نظام جوړښت او د تلپاتی سولې استقرار ته اړتیا ده. بله تشه دا هم ده, تر هغو چې د فساد بنسټګر د امت په سرچینو قابض وی، تر هغو چې اسلام د واکمنو ډلو او د مدنیت د دښمنانو لخوا یرغمل نیول شوی وی.تر هغو چې دغه د سولې سوکالی پرمختګ ورورولی او عاطفو دین ځینو کورنیو او بهرنیو کړیو او بنسټونو د خپلو چټلو موخو لپاره د جنګ وسیله ګرزولی وی،تر هغو چې افراطیت او بنسټپالنې د دین قوم، ژبې او سیمه ایزو جوړښتونو په سر کې ځای نیولی وی.

تر هغو چې ځینې مسلمانان د شتمنیو د لټون په منډه کې خپل اخلاقی ارزښتونه او عقیده تر پښو لاندې کوی. تر هغو چې زغم، ترحم، انسانى ارزښتونو او د دعوت حسنه ته وده ورکول د کفر، جاسوسی او ارتداد ټاپه خوری. تر هغو چې د اسلامی نړئ ټول عصبی تارونه د د اسلام د دښمنانو په واک کې وی، ټول اسلامی امت، په ځانګړیتوګه زمونږ هیواد به د پردیو ګټو د خوندیتوب د جګړو په تنور کې سوځی. څوک به د ګاونډیانو، څوک د امریکا، څوک د روسیې او څوک هم دانګریز د غلامی کړئ په غاړه کې شرنګوو، خو ځانو ته به د ازادی اتلان د خپلواکئ مخکښان د دهلی او اصفهان فاتحین وایو.منم چې د استقلال او خپلواکی د شهیدانو د سپېڅلو وینو هر څاڅکی خو زمونږ د ولسی ژوند د ژغورنې، دهیواد ځمکنۍ بشپړتیا او ملی ویاړونو د سمسورتیا زیرئ ده، خودتاسف ځای ده چه زمونږ په هیواد کې له بدلونونوسره، جنایتکاران محکمې ته د راکشیدو په ځای د واک په ګدۍ کینول شول اوزمونږولس لاهم هره ورځ دهغوی د جنایتونو بیه ورکوی.

دمیلیونونو شهادتونو په وړاندې کولو مو انګریزان او روسان وشړل، د برلین دیوال ونړیده، د مرکزی اسیا اشغال شوی هیوادونه ازاد شول، د انګریزانو امپراتورى ونړیده، شوروی اتحاد مات شو، امریکا سړه جګړه وګټله او پاکستان د قطبی خرس له منګولو وژغورل شو، خو مونږ بیا هم د ځینو مشرانو د غلطو تګلارو او خپل مینځی جګړو له امله بشپړه خپلواکی ته نه یو رسیدلى، لاهم له خپلو سره د جګړو هوډونه او له پردیو سره د خبرو وړاندیزونه ویاړ ګڼو او لاهم نه پوهېږو چې دغه لاره مکې ته نه، بلکه ترکستان ته تللې ده. د ازادی او خپلواکی لپاره په مبارزه کې زمونږ د ولسونو په پیاوړې ایمانی اراده او متین عزم کی هیڅ ډول تزلزل او ویره نه راغله. د یرغلګرو په وړاندې مو د جهاد ډګر ته د فکر او عقیدې په اساس وردانګلی دى، بریاوې مو تر لاسه کړی دی, خو پایلې مو نه دی ترلاسه کړی.دښمن مو مات کړئ وه، خو متأسفانه د کمزوری مشرتابه او دپردیو دبی شرمه لاس وهنو له امله زمونږ د سرښندنو ګټه زمونږ په نصیب نه شوه.د غازی امان الله خان لخوا د استقلال له اخیستو وروسته مونږ د دې پرځاى چې خپل زخمونه او ټپونه وګڼډو د یوه بل ناورین خوراک شو. دشوروی یرغلګرو ځواکونو تېښته او له هغه وروسته د نجیب دحکومت نسکوریدل مجاهدینو دمکملې بریا زیرۍ باله، خو داسی ونشو. په خپلمینځی جګړو کې لتاړ شوو او جهادی موخې مو په سیند لاهو کړای شوې.سړه جګړه ختمه شوه، خو زمونږ هیواد د یوې بلې کورنئ خوسا بدمرغه جګړې په تنور کې لتاړ شو. طالبان هم د امریکائی او د ناتو ځواکونو وتل بریا ګڼی، خو بریا به بیا هم نه وی. جګړه به بیا هم دوام و مومی او پایلې به یې خورا بوږنونکې او ځورونکی وی. هر پردی د خپلو ګټو لپاره له دین او هیواد سره زمونږ د د ولس له ژور تړاو څخه ګټه پورته کړه.انګریزانو او شورویانو خپل مزدوران او جاسوسان په مونږ حاکمان او په لکونو افغانان یې پرې ووژل. پاکستان او ایران ځانونه د مدینې انصار او مونږ یې د احد او بدر مجاهدین ګڼلو، خو بیا پناه ګرین، د هغوی د اوږو بار مفت خواره ترهګر او اوس “ماجره کله به ځې” شو.دا به له واقعیتونو څخه لرې وی که مونږ فکر وکړو چې د جګړې په میدان کې د دښمن ماتول آزادی ده. د آزادی جګړه پخپل ذات کې آزادی نه ده، بلکې د ازادی او د خپلواکی لپاره د هڅو یوه برخه ده، اوس زموږ دوه سوه کاله کېږی چې د آزادی لپاره جنګېږو، له انګریزانو سره بیا له روسانو سره وجنګېدو او اوس له امریکایانو هم د آزادی جګړه روانه ده، خو که شاته یو ځغلنده نظر واچوو نو پوهیږو چې مونږ ازادی اخلو خو د د ازادی د ساتلو وړتیا نه لرو. په تېرو دوو سلیزو کې مونږ ځو ځله ازاد شوی یو خو ازاد پاتې شوی نه یو. مونږ د استقلال لپاره د جنګېدو قربانی ورکولو شهامت او شجاعت لرو، خو دآزادی د  ساتلو ارزښتونه نه لرو.

د خپلواکی یوازنئ لاره لاره او نقشه درته وړاندی کړم. هغه ده چې؛هغه وخت به مونږ ازاد یو چې د پښتون تاجک ازبک هزاره مجاهد طالب او دیموکرات په نوم سیاست کول پریږدو. د یو افغان توری له کارولو څخه ویاړمن کیدل پیل کړو.هغه ورځ به د رښتینې خپلواکی ورځ لمانځو چې یو او بل ته دښمن نه، ورور ووایو. هغه ورځ به واقعاً د استقلال ورځ وی چې په ګډه له ټولو شخړو ناورینونو او پردیوڅخه د خپل ولس دنجات لارو چارو په لټون کې بریا ومومو. هغه ورځ به خامخا لمانځو چې ، یووالئ، زغم، حوصله، هیوادپالنه، سمون او بدلون له خپله ځانه پیل کړو.

هغه ورځ به موخو ته نږدې شوی یو چې مونږ هر یوه په تیرو څلوېښتو کلونو کی سهوی، غلطیانی، تیروتنې او ګناهونه ومنو.هغه وخت به ویاړونه او افتخارات لمانځو چې په دغه ګډ کور کې د ارام او سوکاله ژوند کولو، په ګډه د دغې خاورې د ابادولو او په ګډه د هیواد دښمنانو ته د ځواب ورکولو چل او هنر زده کړو.که داسی ونشو کړای،نو بیا واوره چې نه ویاړونه شته، نه ازادی او نه هم اوسنئ لاره د خپلواکی په لور تللې ده،

نه پښتون شته نه هزاره،

نه بامیان شته نه لغمان

نه به هم تاسو یاست، نه مونږ!

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا