گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د واکدارانـو چې وعـدې ډېـرې شی ، فایـــده یـې نه وی،بې فایــدې …
د واکدارانـو چې وعـدې ډېـرې شی ، فایـــده یـې نه وی،بې فایــدې …

د واکدارانـو چې وعـدې ډېـرې شی ، فایـــده یـې نه وی،بې فایــدې …

داسې ګنګوسې دی چې: ولسمشر اشرف غنی د خوست ولایت ته تشریف راوړی. خو پوهېږم چې: ماته د دې ډالۍ د ور وړاندې کولو او د مخامخ خبرو کولو اجازه څوک نه راکوی. نو ځکه،که چېرې یې خوست ته تشرف راوړ؟ د فیسبوک له لارې دا ډالۍ اشرف غنی ته تقدیم او وړاندې کوم. هیله لرم او پوهېږم چې: زما ډالۍ به یې خوښیږی

« برگ سبز تحفۀ درویش »

اشــــرف غـــنـــی صاحــبــه، ســـتـړی مـــه شې!
خپلـو وعـــدوکــې دې، نـــیـــمـــګــړی مـــه شې!

کارپـــوه، هـــوډمـــن، کـلـک او نامــدار مـشر یې!
په جـــهـــانـــی ســـویــه، هــوښــیــار مـشـر یې!

د بـــاور رایـــې، مــــوږ خـــوســـتــوالـــو درکړې!
ســـتـــا بـــرنـــامـــوتـه، مـــیـــنـــه والـــو درکړې!

پـه ډېـر اخــلاص یــې ، خـــپــل ووټـونـه درکړل
هــــم یـې پــه مـــیـــنـه مـــیـــنـه، زړونـه درکړل

بـــرق، هـــوائـــی ډګـــر، پـه شـتـه کــې نـه شـتـه
افـسوس!!! چې ژڼـی، پـه مـېـشـتـه کې نـه شـتـه

د پـــوهـــنـــتـــون پـه بـاب، پــلان دې څـه شـو؟
هــغــه کـــره، عــهــد و پــیـــمـــان دې څـه شـو؟

مـــوږ افــغــانـان یـو، مـــیـــلـــمـــه پـال یـو واړه
هـــم پـــښـــتــانـه، سـوچــه خـوسـتوال یـو واړه

خـــوســـتـــوالـــو څــومــره، تـاتـه مــیـنـه درکړه
د مــیـنـې څــنــګ کــې یــې هـــم، ویــنــه درکړه

خـــــو پـــه بـــــدل کــې یــې، تـــا څــــه ورکړی؟
او پـــه عــــــمـــــل کــې یــې، تـــا څــــه ورکړی؟

د واکــــدارانــــو، چــــــې: وعـــــدې ډېــــرې شی
فـــایــــده یــې نــه وی، بــې فـایدې ډېــــرې شی

خـوسـت کې قــانــون، د مــنــتــفــی خـواتـه ځی
مــثــبــت بـدلــون نـه شـتـه، مـنـفی خـوا تـه ځی

پـه ټـــول نـــظـــام کـــې، انـــارشـــی چـــلـــیـږی
د بـــدمــــــاشــــــانـــو، بــــدمــــاشی چـــلـــیـږی

بـس، انـــفـــجــــار او انــــتــــحــــار شـــروع دی
د خـــارجـــیـــانــو، ړونــد بـــمـــبــار شـــروع دی

رښـتـیـا رښـتـیـا، اوس څـــــوک ویــــلـئ نـه شی
خــو دروغ هــــم، نــور څـــــوک مـــنـلـئ نـه شی

داځـل پــنــجـــاب، ټـــرمــــپ، طـالـــبــان راولــی
بــیـــا یـې دا پـــــلان دی، داعــــشــــیــان راولــی

پــدې هــــیـــواد کـې، لـــوی پــاڅــون پـه کار دی
لـــوی انـــقـــلاب، کــــیـــفــی بـدلــون پـه کار دی

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا