چا په فریب وخوړه، چاپه دوکو وخوړه
چې حیا نه پیژنی ، دنیا هغو وخوړه
چا د ورورۍ په نامه ، پردی کورونه لوټ کړه
چا دیارۍ په نامه ، پردی مالونه لوټ کړه
چا په چل ول وخوړه ، چا په نخرو وخوړه
چې حیا نه پیژنی ، دنیا هغو وخوړه
چا دپیسو د پاره ، خپل غیرتونه خرڅ کړه
دی ځینو ځینو په کې ، خپل ایمانونه خرڅ کړه
چا په شملو وخوړه ، چا په پټکو وخوړه
چې حیا نه پیژنی ، دنیا هغو وخوړه
څوک فریبونه کوی ، دفقیرۍ په جامه
پردی جیبونه وهی ، دملنګۍ په جامه
چا په ٫پیرۍ ، وخوړه ، چا په ،تسبو ، وخوړه
چې حیا نه پیژنی ، دنیا هغو وخوړه
چا خپل اولس بیعه کړو ، چا ،ممبری ، خرڅه کړه
چا ټول دفتر تالا کړو ، چا ،افسری ،خرڅه کړه
چا په قلم وخوړه ، چا په ، کرسو ،وخوړه
چې حیا نه پیژنی ، دنیا هغو وخوړه
چې شی قربان په مینه ، هغه یاران چرته دی
وخت دې بدل ، لا یقه ، اوس صادقان چرته دی
چا د پښتو په نامه ، چا په پښتو وخوړه
چې حیا نه پیژنی ، دنیا هغو وخوړه
لایق زاده لایق