گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » چې غـــر وی نو شغــال لری !
چې غـــر وی نو شغــال لری !

چې غـــر وی نو شغــال لری !

کله نا کله د ځینو له خولې د ښځو د حقونو خبرې اورم چې هرې شیبې څخه په استفادې سره همدا ډنډوره غږوی، وه سړیه! زمونږ په ټولنه کې چې ښځو ته کوم حقوق ورکړل شویدی د نړۍ هیڅ یوه ټولنه یی یې نلری ، ځینې اخوا دیخوا کړنې هیڅکله ددې دلیل نشی کیدای  چې ګنې دلته ښځې ته د انسان په سترګه نه کتل کیږی؛ وایی چې غر وی شغال لری، ځینې داسې موارد به وی چې د ښځو حقونه د تر پښو لاندې شوی وی په ټوله کې دلته ښځه د عزت، وقار او انسانیت بیلګه ده.په حقیقت کې ښځه په فزیکی لحاظ ددې ډول کارونو لپاره نده پیدا شوی چې دا له غرب څخه راغلی  سیکولاران یې ورته غواړی، دا په حقیقت کې  د شهوت او فحاشۍ په ډنډ کې په لوی لاس ددوی غرقول دی زما په آند خو چې دا مسلکی غله او حرفوی ډنډورچیان خو ددې ډول ناوړه اعمالو او پروپاګند  لپاره روزل شوی دی، د همدې فحاشۍ او د عزت په لیلام کې یې روزګار پیل دی او دادی تر ننه پوری چلیږی .زمونږ ټولنه د نورو ټولنو سره ډیر توپیر لری، که په نورو ټولنو کې همجنس بازان سره واده وکړی او یو بل سره ترغاړه وز نو دوی د هغې ټولنې د چارواکو  د ستاینې وړ و ګرځی، که په امریکا او یا نورو هیوادونو کې ښځې بربنډې په کلیسا کې په ګډا او رقص سره را ښکاره شی ، دا کار یې په مذهبی لحاظ  ستائیل  کیږی، همدا ډول که یوه ښځه او یا نر له وخشی حیواناتو خپله جنسی غریزه مشبوع کړی دا یې حق بلل کیږی؛ خو زموږ په ټولنه کی داسی کړنی او انګیرنی د ؤلس له کرکی سره مخامخ کیږی او څرګنده  دلته چې هر څوک د خپل کلتور، انسانیت او اسلامیت هر ډول کړنې ترسره کوی غندل کیږی به او رټل کیږی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا