گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » چه په تنګ شى نو په جنګ شى!
چه په تنګ شى نو په جنګ شى!

چه په تنګ شى نو په جنګ شى!

«الملک یبقی مع الکفرولایبقی مع الظلم»« یوملک په کفر بقا موندلاى شى خو نه په ظلم »دسولى د ټینګښت او پایښت لپاره د عدالت اوانصاف شتون اوتطبیق ډیراړین دى.مشهوره اسلامى مقوله ده چه:«الملک یبقی مع الکفر ولایبقی مع الظلم» (حکومت او ملک په کفر بقا موندلاى شى خو په ظلم نه)که له یوه اړخه دحکومت له خوا د ځمکو د غاصبینو، بهر ته د ممنوع الروج کسانو لستونه، څارنوالى ته د ملى شتمنیو د لوټمارانو او غلو دسپارلو دوسیو نیک او دقدر وړ اقدامات د افغانانو په زړونو کى دهیواد دآبادى او سمى لورى ته د حرکت او سولى دټینګښت هیلى را پاره وى.

خو له بله اړخه د شخصى اوګروپى ناروا ګټو او سیاسى جوړجاړى او مصلحتونو په بنا دحکومت په لوړو او حساسو مقامونو باندى د خاینو، بدنامو، فاسدو دوسیه لرونکو اوبى کفایته کسانو مقررى، نه یوازى سم لاسى دملت امیدونه د مایوسى په خړ سیلاب لاهو کوى بلکه د ولس مشر او هیواد دلوړپوړو سیاسى او دولتى چارواکو په نیتونو باندى لسګونى جدى پوښتنى را زیږوى؟چه اولس مشر غنى ولى او دکومو مجبوریتونو له مخى لوړ حکومتى پوستونه دوباره دفاسدو مافیایى کړیو په اختیار کى ورسپارى؟آیا ولس مشر خو به د ممنوع الخروج کسانو لستونو خپرولو او دهغوى څنګ ته کولو له لارى د نوو مافیایى کړیو د ملاتړ تر لاسه کولو لپاره میدان نه خالى کوى.؟لوړو او حساسو دولتى مقامونو باندى دفاسدو تکرارى څهرو دوباره مقررى اوحکومت تشکیل، د کرونا وبایى بیمارۍ سره د مبارزى تر بهانه لاندى دپراخ فساد نه مخ نیوى اوپدى بهانه له نړیوال مالى وجهى صندوق څخه (IMF) د پور تر لاسه کول، له طالبانو سره د سولى دمذاکراتو د پیلولو لپاره د مشخصى اوواضحه ستراتیژى، کړن لارى او ټیم نه درلودل.

د مافیایى کړیو ظالمانه پنجو ته دهیواد د اقتصادى ودى او ټولنیزعدالت جریان سپارلو او خفه کولو مسایلو او ورته نورو پوښتنو  افغان مظلوم ملت په حکومت او خاصتأ اولس مشر باندى سخت بى باوره کړى. او په همدى سبب دملت او حکومت تر منځ واټن د موجوده ستونزو له امله ورځ په ورځ په زیاتیدو شوى. که دا حالت دوام ومومى او دولت خاصتأ اولس مشر د مسایلو دحل لپاره جدى پاملرنه ونکړى نو حکومت به نه یوازى دخپل ملت ملاتړ له لاسه ورکړى بلکه د هغه متل په مصداق ( چه په تنګ شى نو په جنګ شى) په غړولو سترګو به خپل ملت یوه قهرجن بغاوت او قیام ته مجبور کړى.بنأ د ملت دهیلو سره سم بایدحکومت زر تر زره، د امکان په حدودو کی د ټولنیز عدالت د تامین او دظلم او ناروا د مخنیوى لپاره جدى پاملرنه او اقدامات تر سره کړى.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا