گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » چی گلان کری نوگلان به ریبی!
چی گلان کری نوگلان به ریبی!

چی گلان کری نوگلان به ریبی!

د خوست د بې پولې ډاکټرانو په زیږنتون کې هره میاشت تر دوه زره زیات ماشومان دنیا ته راځی، دې روغتون له ۲۰۱۲ زیږدیز کال راهیسې په خوست کې فعالیت پیل کړی او دا مهال د نویو زیږدلیو ماشومانو شمېر په کې له یو لکو اوښتی دی.

پدې رپوټ کې به تاسو ووینئ، ډاکټره سیورین چې ۹ ځلې یې پدې روغتون کې ماموریت کړی او د دې په لاس په کې د لومړی ماشوم پیدایښت شوی، اوسمهال د یاد روغتون ظرفیت او فعالیتونه د لومړنیو وختونو سره څه ډول پرتله کوی یې ؟   ډاکتره سیورن واېې چی زما لومړی مأموریت د افریقا په سریالیون کی وم دا نهم ځل دی چی زه له هغه ځایه را ستنیږم اول ځل زه په ۲۰۱۲ زیږدیز کال کی هلته ورغلم …

زه هرکال یوځل هلته ځم . ما دلته دلومړی ماشوم زیږیدل په خپلو سترګو ولیدل اوس مهال د  MSF دنړۍ په نقشه کی ځانګړی ځای لری یوداسی زیږنتون لری چی هره میاشت پکی دوه زره ماشومان نړی ته راځی . افغانستان یوله هغو هیوادونو دی چی پکی د میندو او ماشومانو د مړینی کچه لوړه ده . کله چی MSF خوست ته  لاړ او وضعیت یی له نږدی وا آرزاوه ویی لیدل چی ګن شمیر میندی د ناروغیو او دزیږون د مناسب ځای دنه شتون له کبله ژوند له لاسه ورکوی

او خوست د ماهرو طبی کارکوؤنکو له کموالی سره مخ دی هلته دلوړو زده کړو لرونکی ښځینه ډاکتری نه وی یوازی ځینی قابله ګانی او څو محدود روغتونونه ؤ او میندو او ماشومانو پرته له دی چی هغوی روغتیائی آسانتیاؤ ته لاس رسی ولری یو شمیر یی خپل ژوند له لاسه ورکاوه ددی لپاره MSF تصمیم ونیو چی خوست ته لاړشی ترټولو دمخه MSF روغتیائی خدمتونه په وړیا توګه وړاندی کوی نو له همدی امله ګڼ شمیر کورنئ غواړی چی دلته خپل ماشومان وزیږوی زما په آند زموږ د روغتون د مراجعینو د ډیروالی بل عامل دادی چی دغه روغتون دښځو لخوا دښځو لپاره دی تقریبأ زموږټول کارکونکی ښځی دی په افغانی کلتور کی په ځانګړی توګه په اطرافو کی د نارینه ؤ او دښځو ترمینځ واټن باید جدأ مراعات شی له همدی امله کله مو روغتون پرانیست ټولو ته مو وویل چی زموږ ټولی قابله ګانی ښځی دی او زموږ ټولی ډاکترنی ښځی دی او موږد ښځو لپاره داسی یو ځای برابر کړی دی چی ښځی هلته د آرامتیا احساس وکړی

دغه روغتون د خاموشی او آرامتیا د ټاپو په شان دی دلته ښځی له ښځوڅخه مراقبت کوی او دښځو ترمینځ دخوروالی چاپیریال را مینځ ته کیږی .کله چی دوی له ناروغ سره خبری کوی ورته وائی چی اۍ زما خوری ! ناروغ ته یوازی د خور په سترګه کتل کیږی او ورته ویل کیږی چی ته زما خوریی او زه پر تا پام کوم دا کار یوه ناوړه پایله هم لری هغه دا چی کله هم موږ په کار کی یوه مور له لاسه ورکړو زموږ ټول کارکونکی پری خفه کیږی ، کارکونکی هم اوښکی بهوی ، له موږ او د مرحومی له کورنی سره ژاړی په اروپا کی یا چیرته چی زه کارکوم موږ داسی انګیرو چی افغانی ښځی قربانی دی دغه انګیرنه تر یوه حده پوری صحیح ده خو افغان پیاوړی میرمنی مو هم لیدلی چی ډاکترانی دی ،

زده کړی کوی وتلی قابله ګانی دی چی هره ورځ د میندو او ماشومانو ژوند ژغوری او دا هغه څه دی چی موږ یی دنړی په خبرونو کی هیڅکله نه آورو .زما په آند هرچا چی دلته کار کړی همدا وایی چی که ګلان وکری نو ګلان به وریبی چی خلکو ته فرصت ورکړی هغوی له دی فرصت څخه ګټه آخلی او داډیره په زړه پوری ده ما لومړی یوه ډاکتره وروزله او هغی یوکال وروسته ټول کار په خپله کاوه د شپی لخوا یی ماته ویل چی سلام ! زه ځم چی سزارین تر سره کړم ما به تری پوښتل کولای شی ؟ زه درشم ! ویل به یی چی نه ، نه تا ماته زده کړه راکړی ده زه اوس هرڅه کولای شم که کوم مشکل ؤ بیا درته غږ کوم خو معمولأ یی ماته غږ نه کاوه دا زما لپاره خوشحالونکی حالت ؤ هو که ګل وکری ګل به ریبی !کله کله به هان د ګلاب ګل ترلاسه کړی .!

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا