گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » چی ځی ،ځی آبازو له به راځی !
چی ځی ،ځی آبازو له به راځی !

چی ځی ،ځی آبازو له به راځی !

چی ځی ،ځی آبازو له به راځی ! دا هغه متل دی چی د افغانستان د ملی وحدت دحکومت پر کمزورۍ او دپاکستانی جنرالانو په له فریب او چل څخه ډکی پالیسیو ولاړی استراتیژی څخه سرچشمه آخلی موږ له هم هغه لومړنیو ورځو ویل چی بنیادم کولای شی  د ملګری په غوره کولو کی پوره واک ولری خو نه شی کولای ګاونډی هم په خپله خوښه غوره کړی ، له ګاونډی سره په ژوند کولو محکوم یی ! او پکار ده چی له ګاونډی سره به د ژوند کولو هنر زده کوی .

اوددغه محکومیت لومړنی تقاضا داده چی د یوه با اقتداره او برابرګاونډی په توګه به دسیمی به جغرافیأ کی په ټول توان اوقدرت سره داظهاروجود د فرصتونودرا مینځ ته کولو په برخه کی له هیڅ رازهلوځلوڅخه دریغ نه کوی.کیدای شی دسیاست په تاریخی ډګرکی په ځانګړی توګه دولسواکی په دی عصرکی ځینی طلائی فرصتونه له لاسه ؤوځی خوهیڅله به هم ددغه سیاسی شطرنج تخته خپل ګاونډی حریف ته نه پریږدی .

که څه هم د پاکستان دوه مخو چارواکوپه ځانګړی توګه د پاکستان پوځ خپلو استراتیژیکو ژورو موخو ته درسیدو په اغزنه لاره کی له زیاتو ستونځو او ربړونو سره مخامخ شوی دی خو په پای کی وتوانید چی په  نړیوال  ډګر کی د یوی په ظاهر بریالی دیپلوماسۍ نغره وغږوی . وروستیو تحولاتو داوښوده چی د پاکستان نظامی چارواکی په دی وتوانیدل چی دافغانستان د وران او ویجاړ حالت څخه په ګټه آخیستلو چی ددغه تاریخی ویجاړتیا په رامینځ ته کیدو کی لوی لاس لری خپلو ناولیو استراتیژیکو موخو ته ورنږدی شی

. لکه څنګه د داعش څخه د ډار په را مینځ ته کیدویی  په سیمه او نړی کی زیات شمیر هیوادونه د خپلی موهمواو ناولیو  هدفونو او مو خو ښکار کړل اوپه پای کی یی د طالبانو یو پلاوی په داسی حال کی دمسکو کنفرانس ته ورلیږدا وه چی یوه میاشت ړومبی هغه مهال چی د طالب جنګیالیوپه ګډون دسیمی ځینی هیوادونولکه روسیه،چین ،پاکستان،هند،ایران آوځینی نوردداعش یا اسلامی دولت په وړاندی دیوی ګډی استراتیژیی داعلام په موخه رابلل شوی ؤ

او دا غونډه داسی مهال جوړه شوه چی له دی وړاندی همدغه غونډه اشرف غنی ته دامریکا دبهرنیو چارو دوزیرتلفنی تماس له مخی چی  باید د روسی د باندنیو چارو له وزیره ؤغواړی چی امریکا دداعش په وړاندی دیوی نوی استراتیژیی د جوړیدو په حال کی ده چی کیدای شی دهغی په رڼا کی  د امریکا او افغانستان په ګډون به دغه غونډه ګټوری پایلی ولری نوپکار ده چی دغه غونډه وځنډول شی     

چی د کابل داداری د مشر اشرف غنی لخوا د روسی خارجه وزیر ته په تلفن کولو دغه غونډه وځنډیده اویوه میاشت  وروسته هم هغه غونډه د امریکا په آستازیتوب په مسکو کی د امریکا سفیر او د افغانستان حکومت په آستازیتوب د سولی عالی شورا یو لوړ پوړی پلاوی او د طالبانو د هیأت په ګډون په مسکو کی جوړه شوه خو باید وویل شی په دغه موده کی حنیف اتمر د ملی وحدت دحکومت درئیس امنیتی مشاوراود امنیت شورا ددفتر رئیس  چی روسی ته په پوله پرتو شمالی ولایاتو ته دداعش جنګیالیو پر انتقال تورن ؤ له خپلی دندی ګوښه کړای شو ترڅو وکولای شی د مسکو کنفرانس د جوړیدو له عواملواو انګیزو څخه یوه انګیزه او پلمه یی له مینځه بیولی وی .

خو وروسته له هغه  سره سره چی په امریکا کی ځینی دافغانستان په چاروکی پخوانیو چارواکواو سیاسی بنسټونو د ساړه جنګ په کالونو کی د پاکستان ددوه مخو سیاستونو په اړوند پوره تجربه درلوده او په جنوب غربی آسیا کی یی د پاکستان د دوه مخی سیاست پلویان آزمائیلی ؤ نو دداعش په وړاندی یی خپله استراتیژیی بدلول لازمی وګڼله اوپه پراخه توګه یی د ملی وحدت حکومت په کچه د ټولوهغو عناصروله دندو څخه پرګوښه کیدو پیل وکړچی ګمان کیده د ملی امنیت د شورا په مشوره اوهدایت په کارونوګمارل شوی ؤ ! لومړنی پیل یی دملی امنیت دشورای د مرستیالانوپه استعفاؤاویاهم هغوی چی ګمان کیده ددغه پریکړی اواستراتیژی په وړاندی به مخالفتونه او نزاکتونه را پورته کړی د ملی وحدت دحکومت په رسمی فرمان له کاره ګوښه کړای شول .

که څه هم د افغان سولی په تړاؤ د امریکا دباندنیو چارو په  وزارت کی د سلاکار په توګه د  زلمی خلیلزاد ټاکل  کومه د تعجب وړ ټاکنه نه وه خو له هغه ځایه چی له یوی خوا زلمی خلیلزاد هم نه غوښتل دا حقیقت څرګند او افشأ شی  چی په جنوب غربی آسیا کی د  امریکا د متحدو ایالاتو لایزال قدرت یوه  کاغذی زمری  ته ورته دی چی په یوه آسانه پْف  په ځمکه را پریوزی  . بل لورته امریکا یی چارواکو مناسبه نه ګڼله  هغه نړیوال د تروریزم ضد ائتلاف چی د سپتمبر د یولسمی پیښوپه پلمه د یوه مجهول مشروعیت له مخی را مینځ ته شوی تر پوښتنی لاندی راشی خو پاکستانی پوځ ګام پر ګام خپلو استراتیژیکو ناروا موخو ته د رسیدو په حال کی ؤ او دادی

د مسکو له غونډی وروسته یی یوځل بیا د امریکا متحده ایالات په سیمه اونړی کی د خپلو مزورانه او دوه مخو سیاستونو په لومه کی راګیر کړ او دسپینی مآڼې کینول شوی واکدار دونالد ترومپ یی مجبور کړ چی د پاکستان د پوځی حکومت څخه په ډیره زارۍ او تمنا سره وغواړی چی په افغانستان کی دسولی په راوستوکی مرسته وکړی . خو تر ټولو لویه پوښتنه او اساسی سوال دادی چی پاکستان څنګه وتوانید نه یوازی د امریکاد متحدو ایالاتو لوی او غټ  نظامی اوامنیتی استراتیژیستان یی له ستونځو او ناکامیوسره

مخامخ کړی دی بلکه د څوڅلویښتوهیوادونوګټی او منافع چی په افغانستان کی نظامی او استراتیژیک حضورلری په نښه کړی دی ؟ ددی پوښتنی ځواب په ډیره آسانه توګه داسی موندلای شوچی لومړی خو زموږهیواد چی په سیمه کی که څه هم په اقتصادی لحاظ  وروسته پاته هیواد بللی شوو خود یوه بډای تمدن اوفرهنګی  تاریخ درلودونکی هیواد ګڼل کیده په خواشینی سره باید وویل شی چی زموږ په ګلالی هیواد افغانستان کی په  تیرو څولسیزو کی داسی خونړی طوفانونه را پورته شوی او لیدل شوی دی 

چی زموږدهیواد بقأ او دبرخلیک کرښی یی د کرغیړنو جنایاتو په خونړی  توره وټکولی .زموږ ټول توان او نظامی ځواک  د پاکستان د استراتیژیک عمق اود هند په بحرکی  دهند او پخوانی شوروی اتحاد د تزاری دکتورین په لمبو کی وسوزید.دحیرانتیا وړخویی لا داده چی په ورستیودوه لسیزوکی چی په امریکا کی د یولسم سپتمبرپیښو وروسته زموږ دتمدن اوتاریخ د سوزیدلی  بدن هډوکی چی د پاکستان د نظامی  واکدارانو په

بټیو کی سوزیدلی ؤ او دهغی د مرحم کیدو په موخه په سلګونه میلیارده ډالری د تروریزم پر ضد د نړیوالی ټلوالی او په ځانګړی توګه د امریکا دمتحدو ایالاتو  له لوری بیلی شوی او زموږ په کنډواله ټاټوبی  کی ځای پر ځای شوی وی ددغه جګړه ځپلی هیواد دبیا رغولو په لاره کی ونه لګیدی او زموږ ویجاړ شوی اقتصادی ، نظامی او د ځواک بنسټونه نړیدلی پاته شول نو دغه وضعیت ته په کتو په کامله توګه ویلی شو چی افغانستان به ویجاړ او وران وی او پاکستان به چی د افغانستان په ویجاړیدو آباد شو دتاریخ په دغه د زور او قدرت په دوره کی د قدرت او ځواک نمائیش سرته رسوی . او زلمی خلیل زاد به چی له افغانستان سره یی مینه له مینځه تللی د ه که هرڅومر هم ولاړشی دآبازو کلی ته به ورځی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا