گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » کرکټ له پاکستان ترسریلانکا !
کرکټ له پاکستان ترسریلانکا !

کرکټ له پاکستان ترسریلانکا !

نړیوالوخبری سرچینو خبرورکړ چی نن دوشنبه د ۱۴۰۲ لمریز هجری کال د لړم اتمه چی د۲۰۲۳ زیږیز کال د اکتوبر له ۳۰می سره سمون خوری د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې خپله ۶مه سیالي د سریلانکا له لوبډلې د۷وېکټو په توپیر وګټله. افغانستان تر دې بریا وروسته دشپږونومرو په لرلوسره د نومروپه جدول کې ۵م مقام ته ورسېد.افغانستان ترسریلانکا وړاندې پاکستان اوانګلستان ته هم ماتې ورکړې وې.د ننۍ سیالۍ پچه افغان لوبډلې ګټلې وه اوتوپ اچونه یې غوره کړې وه.سریلانکا د ټولو لوبغاړوپه سوځېدوسره په ۴۹.۳ اورونوکې۲۴۱منډې کړې وې.

په افغان توپ اچونکو کې فضل حق فاروقي ۴، مجیب الرحمن ۲، راشدخان او عظمت الله عمرزي یوه یوه ویکټ واخیسته.افغان توپوهونکو ورکړل شوی هدف د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره په ۴۶م اور کې ترلاسه کړ.د افغانستان لپاره په توپوهنه کې عظمت الله عمرزي ۷۳، حشمت الله ۵۸، رحمت شاه ۶۲ او ابراهیم ځدراڼ ۳۹ منډې وکړې.

افغانستان تر دې دمه په نړیوال جام کې د انګلنډ او پاکستان پر وړاندې دوې تاريخي برياوې لرلې. دا لومړی ځل و چې افغانستان په يو ورځنيو لوبو کې دغو دواړو لوبډلو ته ماته ورکوي.دیادولو وړ یی بولو د افغانستان د کرکټ ملی ټیم لوبغاړو په داسی حال کی چی  د هرات د وروستي زلزلې دړکونو یی زړونه ورمات کړی ؤ او تر څنګ یی په دغزی پر تړانګه کی د اسرائیلی وحشیانه بریدونو پرغم یی هم د ویر اوښکی بهیدې د خپل ملی  دری  رنګه بیرغ سره په میدان ورګډ شول او په  ۲۴۱ منډو سره یی د سریلانکا هیواد د کرکټ ملی ټیم ته ماتی ورکړه چی په همدی مناسبت نواندیشی او سرپرست یی دافغانستان د کرکټ اتلانو د بریا لیتوب په مناسبت ټول افغان ملت ته مبارکی وایی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا