گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » زرمت دابیا ولی او په کومه ګناه؟
زرمت دابیا ولی او په کومه ګناه؟

زرمت دابیا ولی او په کومه ګناه؟

 تیره شپه امریکایی عسکرو او ورسره د کابل ادارې د امنیت ملی پوری تړلی د ځانګړیو قطعاتو یوځل بیا په ملکی هیوادوالو چاپه ووهله.داځل چاپه د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ کولالګو سیمه کې په هغو محصلینو ووهل شوه چې د اختر په رخصتیو کوروته راغلی وو.

د کابل ادارې استخباراتی چارواکو اعلان وکړ چې ګواګې په دغه عملیاتو کې یې د طالب جنگیالیو قومندانان او جنگیالی وژلی دی  په داسې حال کې چې دعینی شاهدانو په قول  ټول وژل شوی ملکی خلک وو چی په ډیرمظلومیت سره د غاصبو لښکرو له لوری په شهادت رسول شوی دی او هغوی  په هیڅ نظامی لوری پورې یې تړاوو نه درلود. امریکا ئی ځواکونو په ځانګړی توګه د هغوی کورنیو لاسپوڅو ټول عملیات اولاسته راوړنې همدا ویرونه او وحشتونه دی.

دوی ګمان  کوی چې د ګنی د ملکی خلکو وژل او په توره شپه یې په کورونو چاپې وهل ستر کمال او پرمختګ دی، ځکه خو په افتخار سره دا ډول فجائع منی او مسئولیت یې اخلی.شهیدان شوی کسانوکی چی زیاتره یی روڼاندی اود پوهنتونونو محصلین ؤ لاندی کسان پیژندل شوی دی .

۱ــ استاد شفیع الله د کولالګو په لیسه کې د فزیک استاد.

۲ــ انعام الله د داکټر الفت زوی متعلیم.

۳-ـ انصارالله د داکټر قدرت الله زوی د پکتیا پوهنتون د تعلیم او تربیی محصل.

۴ــ حیات الله د محمدمختار زوی، په کابل کې د یوه خصوصی لیسې استاد.

۵ــ راحت الله د عبدالله زوی د محصل او په غزنی کې ولایت کې دوکاندار.

۶ــ حکمت الله د عبدالله زوی د دولت زیو لیسې استاد.

۷ــ نصرت الله د عبدالله زوی محصل .۸ــ محمد آصف د عزیزالله زوی د دولت خان په عالی لیسه کې مدیر.

۹ــ فدامحمد د محمدیوسف زوی بزګر او عام کلیوال.

۱۰ــ نصر الله ولد وردک بزګر.

۱۱ــ فتح الله د جمعه ګل زوی عام کلیوال او بزګر.

نواندیشی په داسی حال کی چی د خدای ج پر ځمکه د انسان له لوری  د انسان وینه تویونه په کلکه غندو ددی ترڅنګ  باور لرو چی په  قطر کی د سولی په نوم د مذاکراتو روانه لړۍ هم  ګنګه ، او له غیر معمولی پیچلتیا څخه برخه منه ده . طبیعی ده چی په داسی حالت کی دیوی عادلانه صلحی د برقرار یدو هیله د عنقأ مارغه په خوله کی نغښتی ده .                                                             

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا