گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دادپټی سرده پټى شاته سورورده!
دادپټی سرده پټى شاته سورورده!

دادپټی سرده پټى شاته سورورده!

پخوا به افغانان د احمدشاه ابدالی او شیرشاه سوری په قوم پورې تړلی افراد بلل کیدل. په هره خوا او هر هیواد ته به چې تلل درنښت یې کیده، د عزت په سترګه ورته کتل کیده. اوس داسې نده په هوایی ډګرونو کې د ترهګرو، د مخدره توکو د سوداګرو, بلواګرو او یا هم د انسانی قاچاق په سترګه ورسره چلن کیږې. په پلټنو کى ډیر تحقیر کیږی، توهین کیږې او ځورول کېږی. په غربی هیوادونو کې د پناه غوښتونکو خلکو په ډلو کې د هیڅ قوم او نژاد پیچلی مغلقې او اوږدمهاله دوسیې نه وی، خو افغانان په کلونو کلونو ځوریږی.  لامل یې هم داده چې مونږ  په خپلمنځی جګړو کې له ټولو سرو کرښو څخه اوړو، نه مو جګړه معیارونه لری او نه هم د سولی لپاره پرنسیپونه لرو. دلته دینی عالم، ډاکټر، ښونکۍ ملکی مأمور، مدنی فعال، د ښاروالی زېړپوښه ملازم حتى د ماشومانو او ښځېنه د وژلو لپاره هم دلائل وړاندی کیږې او مشروع ګڼل کېږی.په جنازو، هدیرو،  مساجدو، مدارسو، عامه غونډو، حتى رب العزت ته په سجده نسکور سرونه هم په ګولیو سوری شول،  منبر او محراب کې هم وینه توى شوه، پوهنتون په وینو ولړل شو.  د دولتی ودانیو، ښونځیو سرکونو او پلونو نړول دود شو او د روغتون په بستر کې پراته تازه زېږېدلى ماشومان او میندې وویشتل شو. ایا له پورتنیو دردونکو پیښو وروسته مونږ ته په جګړه باندې د ویاړ مقام پاتې دى؟  له دین او یا له خاورې څخه د دفاع په نوم هغه وحشتونه وشول چې نه یې په دین کې توجیه شتون لری او نه هم ورته د نړئ هیڅ تمدن مشروعیت ورکولاى شى. اوس پوهیږو چې جګړه  د واک او نیابتی ده خو نومونه ورته سپیڅلی غوره شوی دی.مونږ په ځپونکې او وژونکې کورنئ جګړه کې نښتی یو. د دفاع وزارت ویاندویان په ویاړلې لهجه د سوونو طالبانو د وژلو خبره کوی. طالبان د دولتی ودانیو نیول او د افغان عسکرو وژل فتوحات ګڼی. ارګ لاهم د منلو وړ وړاندیزونو کولو په ځاى د ګواښونو لهجه کاروی او طالبان د سقوط، مساقطې او اسقاط په نشه کې ورک دی. دواړه اړخونه د اوسنی ترینګلى وضعیت د ارزونې او د  احتمالی فاجعې د مخنیوی په کیسه کې نه دی. نړئ هم  ننداره کوی.  کله چې مونږ په خپله سره وژنو، نو پردی به څه وکړی؟مونږ اوس ولې د خپلو ګناهونو پړه په پردیو باندی اچوو؟ طالبانو په کراتو مراتو چیغې وهلې چې؛ که بهرنی ځواکونه ووزی، مونږ افغانان ستونځې هوارولای شو او سره جوړېږو. ارګ او د سولې عالی شورا پاکستان ته زارئ کولې چې طالبان ورسره خبرو ته کینوی، خو داده  بهرنی ځواکونه وزی او د بین الافغانی مذاکراتو کال پوره شو، خو مونږ هیڅ لاسته راوړنه نلرو، ځکه چې مونږ د شخړو د حل خپل پخوانی دودونه له منځه یووړل. په مونږ کې هغه پخوانی درانه مشران ووژل شول او یا مړه شول چې د ستونځو د حل هنر یې زده وو. اوس دلته د توپک حکمرانی چلیږی.د بازانو په ځالو ټپوسانو قبضه وکړه. د ابدالی بچیان د خپلو رنځونو  په درملنه پسې نورو هېوادونو ته ځی. زمونږ مشران اوس دوه تابعیته لری. په بده ورځ کې له ولس څخه د تیښتې لاره خپلوی. د ابدالی لمسیان په خپلمنځی جګړه اخته دی. یو بل سره وژنی. جګړه پردئ، توپک پردى، باروت پردی او موخې پردئ دی. اوس دغه منطق ښه پلویان لری چې که په جګړه کې د خلکو زامن ووژل شی، خیر ده، خو په سوله کې باید غټان د امتیاز بایللو ریسک وانخلی. د سولې لپاره مو په یوکال کې یو قدم پرمختګ نلرو. بربنډ حقیقت داده چې له مونږ څخه جنګی ماشین جوړ شوى دى. وژل کولاى شو خو رغول او ژغورل مو له سره زده نه دی.د ارګ لخوا د فساد په وړاندې د مبارزې، د موازی ادارو جوړولو، د ملی او سیاسی اجماع جوړولو، سولې ته د ژمنتیا چیغو  غوږونه راته کاڼه کړل، خو دعمل په ډګر کې داسې هیڅ نه ښکاری چې موخو ته تر رسېدو پورې څومره مزل پاتې ده او څومره مو پرمختګ کړى دى؟   د فساد ویروس د سرطانی غودې غوندی زمونږ په ټولنیز بدن کې له عدلیې نیولی تر اجرائیې، مقننې او د ژوند تر هرې برخې پورې رسیدلې دى.بدبختی لا داده چې له فساد سره د مبارزې په نوم د فساد پراختیا ته وده ورکول کېږی. د موازی ادارو له تأسیس سره سره د فساد ګراف ورځ تربلې لوړ ځی.د سولې او د فساد د نوغې ایستلو لپاره حکومت  د هیچا مشوره نه منی. د موازی ادارو تاسیس د سولې وزارت جوړول، وزیرانو بدلول، د سیاسی رقیبانو  ګواښل او د فساد بنسټګرو ته پروتوکول ورکول سلیقوی چلن ګرزیدلى دى. هره ورځ د چارواکو د ګمارلو او لرې کولو لړئ د ارګ د مطلقې بی کفایتی او د مدیریت د وړتیا د نشتون تر ټولو ستره بیلګه ده.ولس لا د مخه پوهیده چې د امریکا له هوایی حمایت څخه پرته زمونږ امنیتی اورګانونه د طالبانو د بریدونو د مخنیوی لپاره تجهیزات نلری خو ارګ په سرټمبه توب سره د واک حرص په سر اخیستى ده او قطعاً لا تراوسه داسې وړاندیز نه منی چې واک یې ګواښل کېږی. د ارګ ملاتړی او ړانده مقلدین پرته له دې چې د ستونځو عمق ته ننوزی چیغې پورته کړی چې موقت حکومت د پاکستان غوښتنه ده او دا به کله هم عملی نشی. اوس داسې معلومیږی امریکا په دومره تیزی سره د ولسوالیو د سقوط په بهیر باندې عمداً سترګې پټوی. ولس د فاجعې د تکرار شېبې شماری.ښه شوه چې تاسو له ډیرو هلو ځلو وروسته د بایدن د لیدلو فرصت ترلاسه کړ. تاسو امریکا ته روان یاست. فکر نه کوم له تاسو سره داسې پیاوړئ استدلال او منطق شتون ولری چې په واک کې د پاتې کېدو ملاتړ ترلاسه کړئ. د حالاتو قابو کولو اخری فرصتونه مه ضایع کوئ. د سولې لپاره په ملی او سیاسی اجماع جوړولو کې ناکام یاست، د سولې لپاره یوازی د ولس او نورو په قربانی حساب کوئ په خپله د قربانی ورکولو رغنده وړاندیزونه نلرئ. هیله مو داده چې که څه هم اوس نا وخته ده، خو کیداى دا اخرى فرصت وی چې که   ایتلافی/ موقت /عبوری او یا هم بې پرې موقتی ادارې ته په واک سپارلو سوله راځی نو د تاریخ په محکمه کې د مجرم پیژندل کیدو له پریکړې وړاندی دغه کار وکړئ.

د بسیج مردمی په نوم د توکمیزو او شخصی ملیشو جوړولو تصور هم مه کوئ. دا به تر ټولو خطرناکه لوبه وی. نجیب همدغه سهوه وکړه چې له هوایی ډګر څخه را وګرزیده. له نظام څخه د ساتنی په نوم د نظام دښمن هم وسله ترلاسه کولاى او سیستم ګواښلاى شی.د یوه دردمن افغان په صفت درته مخاطب کیږم.  سقوط او د سیمو نیول بریا نه ده. دلته مخکی هم سقوطونه شوی دی خو ستاسو په شمول هیچا بریا نه ده ترلاسه کړې. دلته ډیر نظامونه نسکور شو خو هیڅ نظام په بشپړه توګه جوړ نشو. دا د پټی سر ده پټى شاته سورور ده. نور ډیر کږلیچونه او کنډوونه شتون لری. په اسلامی نظام کې افغانان هیڅ ستونځه نلری. دغه هدف ته په رسیدو کې درسره همغږی یو. مګر  پام مو وی چې اوسنى افغانستان ډیر بدل شوى دى. له نورو احزابو اقوامو او پرګنو پرته تاسو ولسوالی حتى ولایتونه نیولاى شئ خو حکومت نشئ کولاى نظام نشئ جوړولاى سوله نشئ قائمولاى او هیواد نشئ مدیریت کولاى.د  مبهمو الفاظو او غوښتنو پر ځاى د واقعی اسلامی نظام خاکه ځانګړتیاوې او نورې غوښتنې په مشخص ډول وړاندې کړئ چې دقیقاً تاسو څه غواړئ. فکر مه کوئ چې یوازې تاسو یاست چی په ډګر کې لوبه کوئ. دلته د پردې ترشا او د پردې پرمخ نور خطرناک بانډونه هم شتون لری چې له فرصت  څخه په ګټه اخیستنې ګډوډی او وارخطایی جوړه، نظام وننګوی او د نسکوریدو لامل جوړ شی. همدا اوس هم له نظام څخه د فاع په نوم د وسلو د ویشلو خطرناکه لوبه روانه ده. په بشپړ باور سره درته وایم چې بیا یې جوړول ستاسو د وس او توان خبره نه وی، خو د پړې ګوته به تاسو ته نیول کیږی. په ولس باور وکړئ! سقوط او نیول اسانه خو جوړول او سوله ګران کار ده. ناکامی تجربې مه تکراروئ. له نورو افغانانو سره په ګډه داسلامی نظام د باعزته ژوند او د وران هیواد ابادی ته ملا وتړئ.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا