گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دا مـــــاتــــې خـــــو درپــــاتـــــې، چــې نــورې نـــه کـــړې ماتـــــې!
دا مـــــاتــــې خـــــو درپــــاتـــــې،  چــې نــورې نـــه کـــړې ماتـــــې!

دا مـــــاتــــې خـــــو درپــــاتـــــې، چــې نــورې نـــه کـــړې ماتـــــې!

واى که سوله کوو، نو د ښځو حقونه او جمهوریت سرې کرښې دی. په زغرده ورباندی خبره کول د وخت غوښتنه او ولسی اړتیا ده.مال بالکل اړتیا ده. زه هم ورباندې خبره کوم، خو په ښارونو کې د څو سوه هغو ښځو د حقونو خبره سره کرښه نه، بلکې زرغونه کرښه ګڼم چې په پردیو لګښتونو یې تولنې جوړې کړې. په تلویزیونی خپرونو کې ښکته پورته کیږی د جنس په نوم ځانګړی امتیازات غواړی،  افغان ټولنه سره ویشی، د افغانانو دینی او ملی ځانګړتیاوې نه پیژنی او په استثنایی توګه په لوړو پوستونو باندې ګمارلو پسې لالهانده دی.

زه په استثنایی توګه د سمت ژبې او قوم په ګډون د جنسیت او نسل پر اساس هم  د امتیازاتو ورکولو مخالف یم.زه د ملیونونو محکومو مظلومو او مجبورو ښځو د حقونو لپاره مبارزه د هر والی لپاره د یوې مرستیالې په ګمارلو نه، بلکې د هغې مورکئ له سترګو څخه په راتوئېدونکو اوښکو کې پرتو پوښتنو ته د بی ځوابه پاتې کېدو له امله پیلوم چې د جګړو له امله یې په حقونو باندی تیرى شوئ ده. د پلار په میراث کې د خپلې برخې ترلاسه کولو حق یې غصب شوئ ده. د امریکا او انګلستان د سفارتونو د اجندا ممثلینې نه دی، بلکې هره ورځ د خپلو اولادونو د روغ رمټ راتلو لپاره رب ته لاسونه لپه کوی، د بچیانو لپاره په مزدوری پسې د وتلی خاوند د سر د خوندیتوب دعا کوی. زه د هغې خورکئ د هیلو د پوره کیدو لپاره مبارزه کوم چې جګړه یې د بچی، پلار، خاوند او ورور ژوند ګواښی. د هغې مورکئ د حقونو لپاره منډه کوم چې د کابل د ایمرجنسی روغتون مخې به یې هر چا ته ویل؛”و وروره! و وروره! و دریږه د پیسو سوال نه کومه. د یوه پاتې شوی زوى د سر  دعا غواړم. دوه زامن مې په بمبارد کې ووژل شول. کونډې او یتیمان یې راته پاتې شول. یو زوى مې ژوندى پاتې ده. هغه هم زخمی ده او اوس په دغه روغتون کې تر سخت پیچلی جراحی عملیات لاندې د ژوند او مرګ ترمنځ د کشمکش شیبې تیروی. دعا ورته وکړه چې ژوند یې بچ شی”.ژړا یې نه کوله خو په سترګو کې یې د اوښکو سمندر ډیرې پوښتنې وکړې او ما ورته هیڅ ځواب نه درلوده.زه د هغې وژل شوی خورکئ لپاره عدالت غواړم چې څو کاله وړاندې مې د یوه روغتون د مړو په خونه کې په وینو کې لت پت ولیده. د پیژند پاڼې د ترلاسه کولو لپاره د کورنیو چارو وزارت په دروازه کې د ځانمرګی برید په مهال روژه په خوله  وژل شوی وه.  دغه تورسرې له ایران څخه راستنه شوې وه، په هیواد کې په اوسیدو خوښه، نفلی روژه یې نیولې وه او له هغې څخه د پاتې شوې شپږو میاشتو  یتیمې بچئ د حقونو خبره هم کوم. د جګړو په ګټورتوب هغه مهال نور هم باوری شوم چې د دغې خورکئ سر ته ولاړ د هغې له لیور مې ولید.دغه ځوان په چیغو چیغو کې ویل؛”خوب شد که ترا کشتند. نفلی روزه میګرفتی؟ در این وطن خوشحال بودی؟ برت نه ګفتم که ایران خوب است نه بیا! حالى دخترک شش ماه ات کجا ببرم”ستاسو په ګډون له ټولې نړئ پوښتنه کوم چې په کور باندې بمبارد ولې کیږې ؟ په عامو ځایونو کې ځانمرګی ولى کیږی؟ بې وسلې خلک ولې وژل کیږی؟د روغتون مخکې دعا غوښتونکی خورکئ ته پاتې کونډې او یتیمانو به څوک سرپرستی کوی؟د کورنیو چارو وزارت په دروازه کې د وژل شوی ځوانیمرګې خورکئ د شپږو میاشتو یتیمه لورکئ به اوس په څه حال کې وی؟ولسمشر غنی خو د ښځو د حقونو دعوې کوی خو واقعیت داده چې د هیواد ٩۵سلنه ښځې نه پوهیږی چې په کابل کې د ښځو د چارو وزارت شتون لری. ٩٩ سلنه ښځې د پروموټ پروګرام نه پیژنی، خو ولسمشر لا اوس د ښځو د عالی شورا په نوم یو بل موازی بنسټ هم جوړوی. زه خو داسې څوک نه وینم چې ولسمشر غنی پوه کړی چې ښه حکومتولی، د فساد مخنیوى، د ښځو او ځوانانو د حقونو ورکول، سوله او عدالت د موازی بنسټونو په جوړولو نه، بلکې پیاوړئ تعهد مضبوط ایمان سپیڅلئ هوډ او متین عزم ته اړتیا لری. که ومنم چې د ولسمشر بوختیاوې زیاتې دی، په دینی او برخه کې یې د پوهې کچه هم ټیټه ده، خو په دینی او کلتوری برخه کی سلاکاران لری. هغوى یې باید په دغه برخه په نزاکتونو او حساسیتونو باندی پوه کړی.که ولسمشر په رښتیا غواړی ښځو ته حق ورکړی نو د هغوى لپاره دې په میراث کې د حق ورکولو نوښت وکړی. د میراث حق ترلاسه کول هم دینی اړخ لری او هم ښځې ددغه حق ترلاسه کولو پرمټ د ځان بساینې لوری ته پرمختګ کولاى شی . ولس به د ولسمشر دغه غږ ورسره حتماً بدرګه  کړی.

راځئ د ښځو د ولور دود چې په غلطه توګه د پلار او یا وروڼو جیبونو ته لویږی په واقعی مهر بدل کړو او د انجونو حق یې وګرزوو، په بدو کې د انجونو واده کولو مخه ونیسو. راځئ ښځو ته د کار کولو لپاره په لمړی سرکې مصئون چاپیریال جوړاو په اخلاقی معیارونو برابره ټولنه تربیه کړو.که حکومت واقعاً ښځو ته حق ورکول غوره کارګڼی، نودینی علما امامان اوخطیبان دې په اعتماد کې واخلی. هغوى کولای شی د محراب منبر او عامه ناستو له ټریبیون څخه دغه سپیڅلی مبارزه د مقدس دین د احکامو په چوکاټ کې پرمخ یوسی، خو باور نه لرم چې له حکومت او ولمسشر غنی سره دې زمونږ د مظلومو ښځوغم وی.که بیا هم څوک فکر کوی چې د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره پورتنی وړاندیزونه دودیز غبرګونونه راپاروی، نو د سولې لپاره د قربانی له هوډ سره مله مبارزه به په زړه پورې نعم البدل وی. که غنی شخصی اجندا نه لری او د پردیو موخو لپاره کار نه کوی، نوسوله دې وکړی ترڅو د هیڅ افغانې مورکئ د زړه ټوټه، د تورسرې خورکئ د سر پړونئ او د هیلو ډیوه په جګړه کې و نه وژل شی.د شک او تردد هیڅ ځاى نشته چې د اسلامی اصولو او احکامو له منل شویو معیارونو سره برابر  ولسی ارادو او ملی عنعنوی دودونو ته د درنښت پربنسټ ولاړ منتخب ولسواک حکومت درلودل زموږ د ستونځو د حل یوازنئ لاره او د ولس غوښتنه ده. د زعامت ستونځه بله هیڅ ډول حل لاره نه لری. د قانون جوړنې او په حکومتی کړنو باندې د څار لپاره منتخب پارلمان او د عدالت د تأمین لپاره ازاد او خپلواک عدلی اورګان ته اړتیا لرو. مګر پوښتنه داده  چې؛ ایا مونږ واقعاً ولسواک او د خلکو په مستقیمه اراده ولاړ منتخب حکومت لرو؟ ایا مونږ د ملت په رأیه باندی راغلئ، د ولسی هیلو ممثل او د قانون جوړونې وړتیا لرونکی پارلمان لرو؟ ایا مونږ ازاده او خپلواکه عدلیه لرو؟ ایا مونږ هغه قانون په خپلو ځانونو باندی پلئ کړئ ده چې مونږ یې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې سره کرښه ګڼو؟

ایا د ښځو حقونه یوازې په پروموټ د ښځو چارو وزارت او د والیانو لپاره د یوه مرستیالې ښځې په ګمارلو کې رانغاړو؟ ایا له طالبانو سره د سولې قیمت مو تعین کړئ ده؟ ایا ولسمشر غنی او حکومت یې د قیمت ورکولو ته تیار ده؟که ځواب “نه” وی او معلومه خبره ده چې ځواب “نه” ده، نو په پورتنیو مواردو باندی دومره ټینګار او سرټمبه توب به څه ګټه ولری؟که خبره لنډه کړم نو د جمهوریت امارت او خلافت ارزښتونو ته مونږ خپله زیان رسولئ ده. زما په اند حکومت او طالبان په فروعاتو باندی وخت اړوی. د ستونځو بنسټیز اړخ ته توجه نکوی. سوله د مخالف لوری تسلیمی ګڼی، خو دا د حل لاره نه ده. له دواړو خواوو څخه په جدی توګه غواړو چې تیر هیر کړی هیواد وران ده ارزښتونه مو بدنام شو ولس ستومانه شوئ ده او د نړئ خیراتونو ته پروت ملت یو. جګړه که هوس هم ده نور بس ده. حکومت او طالبان دواړه باید سولې ته نورې سرې نه بلکې زرغونې کرښې را کش کړئ ،بانې او پلمې جوړول بس دی. اوس باید د سولې لپاره له شته فرصت څخه ګټه پورته کړی، سوله الهی حکم او خیر وګڼی، ځمکنی حقائق درک کړی، ولسی ارادو ته په احترام قائل شی، د واک په سر افغانان د جګړو په تنور کې و نه سوځی، د زغم او انعطاف لاره ونیسی. هغه د پښتو متل ده واى دا ماتې دې درپاتې خو چې نورې نکړې ماتې.عینی شرائطو ته په کتو مونږ یوازې یو منتخب ولسواک په دینی او ملی ارزښتونو ولاړ نظام د زعامت او حکومتی نوعیت په هکله د اختلافاتو له جنجالی سمندری څپو څخه د نجات ساحل ته رسولاى شی. زمونږ په ټول نظام کې سترې نیمګړتیاوې شتون لری. د ښه او وړ مشرتابه لپاره د ځانګړو شرایطو او د ټاکنو د روڼتیا لپاره د سیستم بدلولو ته اړتیا ده، خو نسکورول او نړول خونړئ پایلې درلودلاى شى.  ددغه کار لپاره د دواړو خواو قربانی، زغم متمائله رویه خپلولو، تیریدلو او ګډو سختو پریکړو ته اړتیا لیدل کېږی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا