د نواندیشی یادونه : تاسو چی کوم لنډ شانی طنزیه شعر لولې دا د افغانی ټولنی دیوه وتلی لیکوال ، ژورنالیست او منلی ټولنیز شخصیت ښاغلی بسم الله اکبری په قلم د ډالر جنرال تر سر لیک لاندی کاږل شوی دی چی د نواندیشی تربیون یی د” ډالر که د ضمیر اووجدان پاچا ؟ ” په عنوان تر تاسو دررسوی او ښاغلی بسم الله اکبری صاحب ته له خدای ج څخه د لاپرمختګونوغوښتنه کوو
____________________________________________________________
ورته ګورئ ځواکمن ټانک دی د ډالر
سپورګرځیـږی د نــړۍ پــه ټول بشر
څو ک یـې مــخې ته نه شـی درید لی
په ســلام ورته بې ږیــری ، ږیــرور
چې زموږوطن ته دا ټانک دی راغلئ
اخـته شـوی افــغانـان پــه شــوروشر
عا شقان د دغه ټانک دی رسوا شوی
دا د نـن ، پرون چــارواکی زورور
پاچاهی چې په وجدان اوپه ضمیرکا
بل څه نه دی شنه ډالر دی شنه ډا لر