گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » داسی مړینه چی یتیمان یی وژړول!
داسی مړینه چی یتیمان یی وژړول!

داسی مړینه چی یتیمان یی وژړول!

نن غرمه مهال کله چی مظلوم شهید سلطان محمود خیرخواه  د خپلی دندی څخه چه  دخپلی اصلی دندی ترڅنګ دبیوزله او یتیمو کورنیو لپاره له بډایه او شتمنو کورنیوڅخه د خوراکی توکو مرستی راټولولی او تر هغوی به یی رسولی د   نامعلومو موټر سایکل سپورو په ډزو لومړی ټپی او وروسته یی د خوست په ملکی روغتون کی ساه ورکړه

چی په دی توګه یی په خپل مرګ او مړینی سره زیات شمیر یتیمان او بیوزلی یتیمان کړل . په خوست کی د امریکا غږ خبریال ابراهیم رحیمی په دغه هکله دغه راپور خپورکړی دی چی نواندیشی یی د پیاوړی ژورنالیست او شاعرزاهد شاه انګار په مرسته له مناسب سمون وروسته تر تاسو دررسوی .نیمه خوا  ژورنالیست سلطان محمود خیرخواه نن جمعه د «کب پر ۲۴مه» غرمه مهال له خوست ښار نه مندوزیو ولسوالۍ ته خپل کور ته په موټر کې په لاره و، چې ناپېژاندو موټر سایکل سپورو وسله والو پرې برید کړی دی.په خوست کې د افغان خبریالانو د کمېټې مشر سیف الله حیات امر یکاغږ ته وویل، چې سلطان محمود خیرخواه په سر او سینه لګېدلی او سخت ټپی شوی ؤ  چی

وروسته د یی د ټپونو د سختوالی له کبله ساه ورکړه او په شهادت ورسید .په ورته وخت کې د ژمن ټلوېزیون مشر روح الله امین هم په روغتون کې اشنا راډیو ته وویل، چې له خیر خواه سره په دې پېښه کې د هغه کوچنی زوی هم ټپی شوی خو روغتیایی حالت یې ښه ښودل شوی دی.سلطان محمود خیرخواه اوسمهال په سیمه ییز ټلوېزیون ژمن کې دنده درلوده او تر دې مخکې یې په یو شمېر نورو محلی دولتی او غیر دولتی مطبوعاتو کې دنده ترسره کړې وه.نوموړی په ټولو رسنیو کې د خپلې دندې پرمهال له بېوزله او بې سرپرسته کورنیو سره مرکې کولې او هغوی ته یې له بډایه خلکو او سوداګرو مرستې راجلبولې.تر دامهاله د دغه حملې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.تیرکال په خوست کې د احمد شاه په نوم یو بل خبریال هم د ناڅرګندو وسله وسله والو لخوا وژل شوی و.

د شهید سلطان محمود خیرخواه په مړینه زیات شمیر یتیمان او خواران یتیم او خوار شول :

دا په روانه یوه اوونۍ کې دویم ژورنالېست دی، چې د وسله والو له لوری په نښه کیږی.څو ورځې مخکې د هلمند یو خبریال هم یوې بمی چاودنې په نښه او ټپی کړی و.په روان مېلادی کال د معلوماتو له‌مخې تر دامهاله درې افغان خبریالان د ناڅرګندو وسله والو لخوا وژل شوی دی.د بې پولې خبریالانو سازمان د راپور له‌مخې تېر کال افغانستان د خبریالانو لپاره تر ټولو مرګونی هېواد و.د دغه سازمان د معلوماتو له‌مخې تېر کال په افغانستان کې ۱۵ تنه خبریالان وژل شوی د نواندیشی تربیون د مشرتابه شوری دخدای بښلی سلطان محمود خیرخواه مړینه د افغانستان او په ځانګړی توګه دخوست فرهنګیانو ، شاعرانو، ژورنالیستانو  او دخدای بښلی کورنی سره خوا خوږې څرګندوی او په دی توګه د لوی خدای ج له درباره هغه شهید ته دفردوس جنت غواړو

د دغه رپور په چمتو کولو کی د امریکا غږ آشنا رادیو خبریال ښاغلی ابراهیم رحیمی او د ژمن تلویزیونی شبکی څخه دزړه له کومی مننه کوو.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا