گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دافغان سولې تت او تیاره انځور !
دافغان سولې تت او تیاره انځور !

دافغان سولې تت او تیاره انځور !

د ۲۰۱۸ له پېل څخه د سولې اړوند ځینې غونډې د ملی اجماع رامنځته کېدو په موخه د مدنی فعالانو، علماوو، استادانو، ځوانانو او قومی مشرانو لخوا د هیواد په مرکز او بېلابېلو ولایتونو کې وشوې، همدا رنګه د افغانستان سولې اړوند ځینې مهمې نړیوالې ناستې د کابل پروسی او تاشکند غونډو په ګډون وشوې.کابل، هلمند، پکتیا، هرات، ننګرهار، بلخ او ګڼو ولایتونو کې د سولې څخه د ملاتړ په موخه پرلتونه وشول.

د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا علماوو ګډه غونډه د افغان سولې اړوند وشوه.تر دې مهاله لا هم د سولې برخلیک مبهم ښکاری، رښتونولی پکې نه ښکاری، د وسلوالو په زور د سولې میز ته را کش کولو او د علماو له خوا د دوی د جګړې پر ضد فتوا ورکولو خبرې امریکایې او افغان کورنۍ رسنۍ خپروی.د جګړې ښکېل اړخونه (امریکا او ورسره ملګری هیوادونه، افغان حکومت او طالبان) باید هر لوری د سولې اړوند رسمې متفق ادرس ولری. دا مهال افغان حکومت د سولې شورا تر نوم لاندی ادرس لری، خو نه یوازی دا چې واک او صلاحیتونه یې محدود دی، بلکې د افغان حکومت په دننه کې هم د سولې اړوند د یوه متفق ادرس نه شتون خلا لیدل کیږی.امریکا چې په افغان جګړه کې د ایتلافی ځواکونو مشرې کوی، دوی د سولې اړوند هیڅ ادرس جوړولو ته تر دی مهاله قانع نه دی، او له مسؤلیت څخه تیښته کوی.طالبان لا هم د نړیوالې ټولنې له خوا منلی رسمې ادرس د سولې خبرو لپاره نه لری، تر څو چې د سولې لپاره اړین منل شوی او توافق شوې ادرسونه شتون ونه لری، د سولې هر ډول غونډې او ناستې به پرته له نتیجې پای ته رسیږی.

د کابل پروسې غونډه (۲۸ اپریل ۲۰۱۸) کې د ګډ حکومت د مشر لخوا تر ډیره د سولې اړوند مثبت وړاندیزونه وشول، ولی د جګړې اصلی لامل پکې له پامه غورځول شوی وو، کوم چې په هیواد کې د بهرنیو پوځیانو شتون دی، همدا رنګه همدا د جګړې اصلی لامل په اندونیزیا کې د علماوو د غونډې پر مهال له پامه غورځول شوی وو. تر څو چې د جګړې عامل (بهرنی پوځیان) شتون ولری، جګړه به دوام کوی، او سولې ته رسېدل به ستونزمن وی.دا چې د طالبانو ولی د ګډ حکومت د مشر د سولې وړاندیز ته غبرګون ونه ښود، تر ډیره داسی ښکاری تر څو چې طالبان د نړیوالو لخوا منل شوی رسمی ادرس ونه لری، همداسی وړاندیزونو ته به غبرګون هم ونه ښیې، ځکه که هر ډول غبرګون د طالبانو لخوا وښودل شی، هغه به د غیر رسمې غبرګون معنی ورکوی، او نړیوال به په هغه حیثیت ورته قانع وی، لکه د کومې غیر رسمې وسلوالی ډلې غبرګون ته چې په نوره نړۍ کې ګوری، او که غبرګون د دوی د خوښې وو، ښه، که نه وی، بیا به وایې چې دا د یوې وسلوالی ډلې غبرګون دی او دومره زیات اهمیت نه لری. لکه همدا اوس چې نړیوالې او کورنۍ رسنۍ راپور ورکوی چې یو تن د طالبانو ویاند ځان معرفی کوی، ذبیح الله مجاهد، د طالبانو نومول شوی ( د سوری / سایې والی) او داسی نور…

د مجاهدینو ځینې رهبران چې د ډاکټر نجیب الله سره د سولې مخامخ خبرې یې له پېښور او اسلام اباد څخه پرته له فکر کولو سمدستې ردولې، نن په کابل کې ناست او خپله تجربه یې هیره، پر طالبانو تور لګوی چې د  پردیو په اشاره له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته نه کښینې، هغه وخت د مجاهدینو مشرانو بالاخره په اسلام اباد کې د پخوانی شوروې اتحاد د بهرنیو چارو وزیر نیکولای کوزیروف سره د اګست ۱۲مه ۱۹۱۹ وکتل، او د افغانستان د راتلونکې نظام په اړه یې خبرې وکړی. او د ډسمبر ۲۱مه ۱۹۹۱ز کال کې د مجاهدینو ځینو مشرانو د صبغت الله مجددې په مشرې بیا ځل د روسیې د ولسمشر د مرستیال الکساندر روتسکوی په مشرې د پخوانی شوروی اتحاد له هیئت سره په اسلام اباد کې ولیدل. د بندیانو د تبادلې اړوند خبرې یې وکړی.په اسلام اباد کې تر لیدنو وروسته د مجاهدینو د مشرانو هیئت ماسکو ته ولاړ،

 د روسیې د بهرنیو چارو وزیر شواردنادز ته (نومبر ۱۹۹۱) کې د ناستې پر مهال د مجاهدینو د موقت حکومت د بهرنیو چارو وزیر استاد ربانی وویل:’’  تاسی له رژیم سره د ډیالوګ خبره وکړه، موږ صریحا وویل، د ملګرو ملتونو مشر ته مو هم ویلی دی، چې هیڅ مسلمان افغان حاضر نه دی چې داسی ډیالوګ چې یو طرف یې د نجیب رژیم وی اشتراک وکړی، او له نجیب سره ډیالوګ امکان  نه لری. تاسی روسانو د اګست میاشتی د کودتاه کوونکی د محاکمی میز ته کش کړی؟ موږ څه ډول د خپل ملت له قاتل سره خبرو ته کښینو.

دا مسئله نه عدالت قبلوی او نه تاسی او نه موږ. ډاکټر نجیب یونیم میلون انسانان وژلی موږ څه ډول له کولای شو هغه د خپلو اینده تصامیمو کې شریک کړو. داچې تاسی وایاست شوروی په دی باره کې کوم کار نه شی کولای، موږ وایو چې د رژیم جنایتونه ستاسی په مرستو پورې وابسته دی. ’’  مجاهدین درماسکو (مذاکرات با روسها) کتاب ځینې افغانان وایې چې کله اوباما (فبروی ۲۰۱۳)  له افغانستان څخه د امریکایې پوځیانو وتلو اعلان د ۲۰۱۴ تر پایه وکړ، طالبانو جګړو ته زور ورکړ،  ولی تر دې له مخه د مخکینې ولسمشر حامد کرزی او د امریکا د هغه وخت د ولسمشر اوباما تر منځ ستراتیژیک تړون لاسلیک (۲ مئ ۲۰۱۲)  او د امنیتی تړون د لاسلیک لپاره ګډې کمیټۍ کار کاوو، تر څو په افغانستان کې امریکایې پوځیانو ته په رسمې ډول اډې ورکول شی او تړون یې لاسلیک شی.د ستراتیژیک تړون له لاسلیک کولو وروسته اوباما پرته له دی چې له افغان حکومت، ملګرو ملتونو او یا طالبانو سره پټ او ښکاره تفاهم ولری، د خپلو پوځیانو د وتلو شکمن اعلان یې وکړ، چې په هیڅ ډول باوری اعلان نه وو، ښه به وای چې اوباما د خپلو پوځیانو د وتلو اعلان د تفاهم په نتیجه کې کړی وای.ځینې افغان چارواکی په صراحت او ټینګار سره دا خبره کوی چې کله طالبانو پر کندز حمله وکړه، او کندز ښار یې تر ولکې لاندی راوست، امریکا مجبوره شوه چې خپل پوځیان په افغانستان کې وساتی، ځکه له کندز څخه جرمنیان او ناټو ځواکونه ووتل، طالبانو حمله وکړه، همدارنګه هلمند او نورو سېمو کې چې د امریکا او ناټو ځواکونه له سېمو ووتل، طالبانو خپلو حملو ته زور ورکړ.ولی دوی دی ته نه دی متوجه چې کله ډاکټر غنی واک ته ورسید، د خپل واک په دوېمه ورځ (۳۰ سپټمبر ۲۰۱۴) یې له امریکا او ناټو سره امنیتی تړون لاسلیک، او امریکا ته یې په هیواد کې ۹ اډې ومنلی چې امریکایې پوځیان به په یادو اډو کې ځای په ځای کیږی، له همدې کبله وه چې امریکایانو هڅه کوله چې خپل پوځیان له ځینو سېمو څخه اډو ته انتقال او له مرګ ژوبلې څخه ځان وژغوری.له همدې تړون څخه پوره  یو کال وروسته (۲۸ سپټمبر ۲۰۱۵)  طالبانو پر کندز حمله وکړه او کندز ښار یې د څو ورځو لپاره تر خپل واک لاندی راوستی، دوېم ځل یې د کندز ښار د اکټوبر ۲مه ۲۰۱۶ د یوې اونۍ لپاره  تر خپل کنټرول لاندی راوست. دا معنی چې د امریکا او افغان حکومت تر منځ له امنیتی تړون وروسته طالبانو خپلو حملو ته ډیر زیات زور ورکړ، کله چې تړون نه وو لاسلیک شوی، طالبانو کوم ولایت ته سقوط هم نه وو ورکړی.جګړه ورځ تر بلې زور اخلی، دا مهال افغان ځواکونه په ډیرو لیرتو پرتو سېمو کې یوازې د ولسوالیو مرکزونه په کنټرول کې لری، او نږدې ۶۰ ولسوالۍ په بشپړ ډول د طالبانو لاس کې دی، د مئ ۱۵مه ۲۰۱۸ طالبانو د فراه ولایت د ښار ډیرې برخې تر کنټرول لاندی راوستلی، نظامی تجهیزات یې ورڅخه یوړل او د شپې مهال بیرته له ښاره ووتل، د مئ ۱۶مه یې بیا ځل د ښار له دننه د شپې مهال حمله پېل کړه او د ښار ځینې برخې یې تر کنټرول لاندی راوستلی.د غزنی – پکتیکا لویه لاره د طالبانو له خوا تړل شوې، د هلمند، ارزګان، بغلان ، کندز، غور او بادغیس ولایتونو د مرکزونو په  دوه او درې کیلومټرې کې د طالبانو وسلوال شتون او فعالیت لری.

ځینې افغان سیاستوال وایې چې ولی باید له امریکا سره طالبان پر مخامخ خبرو ټینګار وکړی، کله  چې دوېم ځل اوباما د  مئ ۲۵مه ۲۰۱۴ باګرام هوایې اډې ته راغی، خپلو پوځیانو سره یې ولیدل خو د هغه وخت له ولسمشر حامد کرزی سره یې ونه کتل، او نه د یوه خپلواک هیواد د ولسمشر په حیثیت ورته قایل شو، نه یې افغانستان ته په راتګ حامد کرزی خبر وو او نه یې په بیرته تللو کې په جریان کی وو. همدا ډول  کله چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټیلرسون په باګرام هوایې اډه کې کښته او د ګډ حکومت له مشرانو (ډاکټر غنی او ډاکټر عبدالله) څخه یې وغوښتل چې باګرام هوایې اډې ته د ناستې لپاره ورشی، دواړه مشران ورغلل او هلته یې د اکټوبر ۲۳مه ۲۰۱۷ په باګرام کې ورسره ولیدل.ځینې وایې چې ولی طالبان د حزب اسلامی د سولې تجربې څخه ګټه نه پورته کوی، د حزب اسلامی د اجرائیه شورا غړی استاد محمد زمان مزمل د مئ ۱۴مه ۲۰۱۸ د افغانستان د پوهنتونو د استادانو لخوا د سولې اړوند غونډې ته وویل : ’’ حزب اسلامی به اوس زده کړې وی چې طالبان ولی له افغان حکومت سره خبرې نه کوی، او دا څومره مشکله ده، د حزب اسلامی سره د افغان حکومت له خوا ژمنه شوې وه چې د شمشتو کیمپ  کې افغان مهاجرو د کورنیو لپاره به په کابل کې پنډ غالی ورکوی، مګر د حکومت د ننه د اختلافاتو له امله لا تر دې مهاله حزب ته ژمنه شوې ځمکه نه ده ورکول شوی. ’’بله لویه ستونزه دا هم ده چې د امریکایې چارواکو او افغان چارواکو له لوری د سولې اړوند تحریفونکی نظریات وړاندی کیږی، مثلاً: جنرال نیکولس د مارچ ۱۹مه ۲۰۱۸وویل: پر طالبانو فشار زیات شوی، ځینې د طالبانو له ډلې سولې ته لیوالتیا ښودلې، او موږ به پر طالبانو سیاسی، مذهبی، ولسی او سیمئیز فشار لا زیات کړو، په اندونیزیا کې د علماوو کیدونکې غونډې یادونه یې وکړه چې د طالبانو د جګړې په رد او نارواوالی به فتوی ورکړی.همدارنګه کله چې د مئ میاشتې په ۱۱مه د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا دعلماوو ګډه غونډه وشوه، د پریکړه لیک سره په تحریف کې د افغان رسنیو او افغان چارواکو څرګندونې هغه مهال او لا هم دوام لری.سوله د ټاکنو لپاره ښه شعار ګرځول شوی، او د ټاکنو پر مهال افغان سیاستوال د ورکې سولې شعار په بدرګه کولو سره خپل پلویان زیاتوی. دا ځل د ټاکنو د نوم لیکنې بهیر کې د افغان ولس تت او کم رنګه ګډون دا په ګوته کوې چې دوی د سولې تر شعار لاندی نور نه غولول کیږی، او رښتونې سوله غواړی.په زړه پورې ده، له یوې خوا د سولې ږغ، او له بلې خوا د بمباریو، وژنو، بندی کولو ډیرښت، چې ضد او نقیض اعمال دی، د امریکایې او افغان چارواکو د قول او عمل تر منځ توپیر څرګندوی.د امریکا دا پریکړه چې بیت المقدس یې د اسرایلو د پلازمینې په توګه رسمې وپېژاندی او هلته یې خپل سفارت له تل ابیب څه ور انتقال کړ، پر افغان سوله لا زیات ناوړه اغیز شیندلای شی.

څومره چې موږ (افغانان) سولې او له نړۍ سره ښو اړیکو ته اړتیا لرو، همدومره امریکا او حتی زیات اړتیا لری، اوس مهال په سېمه کې ډیر هیوادونه د دوی نظامی، اقتصادی او سېمئیزې ګټې ننګوی، روسیه، چین، ایران او پاکستان د امریکا ګټو ننګونکې یو ځانګړې بلاک د جوړیدو هڅې کوی، چې ترکیه به هم د یاد بلاک مهم غړی وی، په دغسی یو حالت کې امریکا ته په کار ده چې د افغانستان مسئلې ته جدې فکر او له علمی او منطقی اړخه  یې و ارزوی، په اړه یې داسی پریکړو ته ورسیږی چې نور دا اوږده جګړه ختمه، امریکایې او افغان ولس د هوسایې ساه واخلی. که امریکا لا هم په جګړه ټینګار کوی، پرته له شکه امریکا بایلونکی او افغان ولس ګټونکی دی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا