گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دافـغانستــان تاریـــخی غمــــیــزه او د ملت دبی وسـۍ لنــــډه کیسه !
دافـغانستــان تاریـــخی غمــــیــزه   او د ملت دبی وسـۍ لنــــډه کیسه !

دافـغانستــان تاریـــخی غمــــیــزه او د ملت دبی وسـۍ لنــــډه کیسه !

د مارکسیزم د نظریې پلویانو یا هم په بله اصطلاح د خلق دیموکراتیک ګوند سرکښانو د خپل ملت په دینی، دودیزو، کلتوری او عنعنوی ځانګړتیاو باندی له ځان پوهولو او د همدغې اجنبی تئوری په نیمګړتیا او جانبی منفی اړخونو په هکله د دقیقې محاسبې او مطالعې له درلودلو پرته دغه پردئ تئوری راوړه او په خپل ولس باندی یې په خورا احمقانه توګه د ډنډې په زور دعملی کولو سرټمبه توب ته ملاوتړله.

د هیواد له اطرافو او اکنافو څخه د ولس د مختلفو اقشارو او پرګنو طبعی غبرګونونه یې د بغاوت، تمرد، انقلاب ضد، کارګرانو ضد، توره ارتجاع او د امپریالیزم لخوا د مهندسې شویو دسیسو د عملی کولو په تور د ځپلو هڅې وکړی.هغه مهال چې د خلق دموکراتیک ګوند په وړاندې ولسی پاڅون نه وه پیل شوى او شورویانو یرغل نه وه کړى، په لسګونو زره خلک یې ونیول. د هر ډول قانونی عدلی او قضایی پروسیجر له پلى کولو، انسانی کرامت، افغانی حرمت او ارزښتونو ته له پام پرته د هیواد په مختلفو برخو کې د پلیګونونو په نوم ځایونو کې یې کندې ورته وایستې او ژوندی افغانان یې د بلدوزرونو په واسطه تر خاورو لاندې کړل. په هیواد باندی د شوروی ځواکونو یرغل د عمومی بغاوت او سرتاسری جګړو د پیل لامل شو، خو زمونږ خپل خلقیان یې په پلیګونونو کې د خپلو خلکو د ژوندی خښولو له وحشت څخه منعه کړل. پنځه ملیونه افغانان یې کډه کولو ته اړ ایستل . له دوه ملیونه زیات افغانان شهیدان شول او مونږ یې ننداره کوله!یو بل بدلون راغى، یوه بله دوره پیل شوه، د یو بل اوښتون شاهدان شوو،  یوې بلې ډلې،  یو بل نوم، بل بیرغ او بل شعار دغه هیواد ته  راوړ. دغه ډله “مجاهدین” نومیده، د اسلامی انقلاب، اسلامی نظام له شعار  تور سپین او شین بیرغ سره کابل ته راننوتل. ولس ورته ښه راغلاست ووایه او د سولې امن سوکالی او ابادی پریښتې یې وګڼلې. ملت جنګی دوره ختمه وګڼله. دغه ډله هم د پخوانیو غوندی د سیاست په پیچلتیاو او کږلیچونو نه پوهیدل، جګړه یې زده وه خو د مدیریت تجربه یې نه درلوده.
اکثریت یې د واک جنون په سر اخیستى وو. مونږ فکر کاوه چې  د اسلامی نظام له اړتیاو سره سم بدلون به راوړی او عمری عدالت به تأمین او د دوه ملیونه شهیدانو وینه به رنګ راوړی، خو زمونږ د هیلو غوټئ مړاوې شوې او امیدونه مو په سیند کې لاهو شوو. غرب د شوروی ماتیدل د سړې جګړې پاى وبلل او افغانستان چې په سړه جګړه کې یې محوری رول درلود شا وکرزوله. ځینو جهادی مشرانو خپل دینی دنده سرته رسولی وګڼله، په کور کیناستل او ځینو نورو د واک په سر په کورنى جګړه کې دومره ښکیل شول چې کابل ونړیده، شپیته زره کابلیان ووژل شول، ملی او شخصی شتمنۍ چور شوې، جهاد بدنامه شو، بنسټونه ونړیدل، کابل کنډواله او افغانستان د ملوک الطوایفی په ډګر بدل شو. نړئ مو ننداره کوله.طالبان په لمړی سر کې له کندهار څخه له تازه نوم، تازه بیرغ، تازه شعار او تازه رهبر سره را څرګند شول، زحمت یې وایست قربانی یې ورکړه شهامت یې وښوده او په ډیرو سیمو کې یې مثالی امن راوست. خلکو هم ورسره د زړه له کومې مرسته وکړه، خو کله چې کابل ته راورسېدل د کابل خلکو ورسره د کلتوری توپیرونو له امله مرسته ونکړه. هغوى  د طالبانو لخوا په لګول شویو قیوداتو باندې نیوکې درلودې او د ښاری دود خلاف کار یې باله. د طالبانو قیوداتو په ټولیزه توګه کلیوالی دودیزه بڼه درلوده او د کابل د خلکو په وړاندې یې خپل متحجرانه تګلارو ته دوام ورکړ. هغوى هم د نړیدو چل زده وه خو د جوړیدو په هنر نه پوهیدل.طالبانو د کابل له نیولو سره سم په سړیو باندې ږیرې پریښودل لازم وګرزول، په مامورینو باندې لنګوټه په سر کول حتمی کړل. په ښځو باندې د کار کولو بندیز ولګاوه او د چادری په سرکول حتمی شو. . په تلویزیونی خپرونو باندې بندیز ولګیده او په رادیو کې د موسیقی پروګرامونه نه چلیدل. د طالبانو له اوامرو څخه سرغړونه د سزا وړ عمل وه. داسې ښکاریده چې په نا اګاهانه توګه د ښاری او کلیوالی دودونو ترمنځ د ټکر عملی صحنه روانه وه، خو طالبانو نه منله.شرعی حدود اجرا کیدل ، د فساد کچه ښکته وه، زورواکان نه وه، توپک سالاران ټول تښتیدلی وو، د جرائمو ګراف ښکته وه او د لوړ پوړو چارواکو سره ناسته ولاړه اسانه وه. د ملامحمد عمر مجاهد د احکامو د نه منلو تصور هم ناشونى کار وه او په ټولیزه توګه اجرائات سریع وو، خو په شمالی کى ناامنیو شتون درلود پنجشیر د مخالف قومندان احمد شاه مسعود ترکنترول لاندی وو، جګړه روانه وه او مونږ یې ننداره کوله.د یوولسم سیپتمبر پیښه د عطف نقطه جوړه شوه. د پیښې پړه القاعده ورواچوله او القاعده په ځینو رسنیو کې د پېښې مسئولیت ومانه.
د امریکا ولسمشر جورج بش د پیښې په تړاو امرانه او جابرانه لهجه کاروله. له طالبانو څخه یې وغوښتل چې اسامه ورته تسلیم او یا یې له خپل هېواد څخه وشړی، خو طالبانو مشر د اسامه بن لادن له تسلیمی او شړلو څخه سکوټ انکار وکړ. غرب د طالبانو نظام نسکور کړ. یو بل بدلون راغى. یوه بله اجندا له یو بل شعار بل بیرغ او بل نوم لاندی په ولس باندې د تپلو یوه بله هڅه وه.  د جرمنی په بن ښار کې ظاهراً د ملګرو ملتونو تر مشرى لاندې د کرزی له مشرتابه لاندې موقت اداره جوړه شوه.امریکا خپل ټول تښتیدلی جنګ سالاران د نړۍ له اطرافو او اکنافو څخه راټول او په افغانانو باندی یې مسلط کړل. افغانى الاصله امریکایان یې له ځان سره راوستل. چاته یې ستر قراردادونه وسپارل او څوک یې هم په لوړو پوستونو وګمارل. د فساد ټولې لارې او دروازې یې ورته پرانستلې. چې به رسوا شول، نو بیرته به یې غرب ته واستول او له استولو وروسته یې د خلکو د غولولو لپاره ممنوع الخروج اعلان کړل او دغه ډول مبارزه لاهم دوام لری. توپکواکان یې د افغانانو د غوښو په خوړلو دومره څاربه کړل چې اوس هیواد او د امریکا په نوښت جوړ شوى نظام هم ګواښی.د ترهګری په وړاندې د مبارزې په نوم جګړه کې د ښځو ماشومانو په ګډون په سلګونو زره افغانان ووژل شول. ان تر دې چې د ایتلافی ځواکونو لخوا نیول شوی بیګناه افغانان د خوند اخیستو لپاره هم ووژل شول. دغو وحشیانو د افغانانو اندامونه لا امریکا ته د نشانی په توګه یووړل. فساد ته یې د یوې سرطانی غودې په څېر وده ورکړه او اوس یې هیولایی شکل غوره کړى دى او مونږ یې لاهم ننداره کوو.

په افغانستان کې ملی رهبری شتون نلری. مشران له بهر څخه ورباندې تپل شوې دی او یا د جګړو په ډګر کې د ډیر قساوت او شقاوت په معیار راټوکیدلی، پردیو استخدام کړی او په افغانانو باندې تپل شوی دی.د واک د انحصار، پردى اجندا، ښکته علمی کچه، د سرچینو ظالمانه ویش، د ملی ریښو نه درلودل زمونږ د مشرانو د ناکامی بنسټ جوړوی . هره حاکمه ډله نورې ډلې او د نورو فکرونو پلویان د مخالف باغی او دښمن په نوم ځپی. دغه ستونځه د خلق او پرچم ګوندونو رانیولې تر مجاهدینو، طالبانو او اوسنى دیموکراسی پورې له لږ توپیر سره زمونږ په ټولنه باندې حاکمه ده او په نزدې راتلونکې کې هم زمونږ په ستونځو کې د کمی نښې نه ښکاریږی. مونږ یې ننداره کوو.مونږ د اوښتون او نسکوریدو وړتیا لرو خو د سمون او جوړیدو نه یو. له مارکسیستی رژیم نیولې تر اوسنی نظام پورې له خلقیانو نیولی تر دیموکراتانو پورې له اخوانیانو نیولی تر ملایانو او طالبانو پورې سمون نه پیژنو او نه ورباندې باور لرو. فکر کوو چې زوړ نظام له ویروسونو ډک او له منځه وړلو ته اړتیا لری، خو کله هم فکر نه کوو چې مونږ د بل نظام د جوړولو اهلیت نلرو. په کاذب غرور اخته یو.دولس کاله وړاندې کیسه ده. زه د چین د درنو وسائطو د جوړولو په یوه فابریکه کې ناست وم. د یوه شرکت لپاره مې څو لوډرو د جوړولو قرار داد ورسره لاسلیک کاوه. متوجه شوم چې مخته ته د کمونیزم لور او چکوش درلودونکى بیرغ رپیږی. د فابریکې مالک یو هشاش بشاش اخلاقی ځوان وه. مال دا څه ډول توجیه کوی چې بیرغ مو د کمونیزم ده او تاسو د دغې ټولې فابریکې یوازنى مالک یاست چې په داخل کې یې له یوه ځاى بل ځاى ته د تلو لپاره ځانګړې بریښنایی موټرونه کارول کیږی؟واى وحیده! مونږ پخوا هم کمونستان وو اوس هم کمویزم زمونږ مفکوره جوړوی. توپیر یوازې دومره ده چې مونږ د کمونیزم په اقتصادی برخه کې سمون او بدلون راوستى دى.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا